05/07/2025
خښ دې په ز.خـ.ـمي وجود کې بيا راته باڼه کړل
ولې دې ويښتان مړې په سترګو را خواره کړل
بيا هم شپې ته پاتې نشوې بيا هـم بيرته لاړې
څــومـره مينتونـه مې لالـيـه درتـــه وه کړل
خپلې نـاځـوانـۍ تــه دې پخپلـه فـکـر وکړه
غـږ دې زما واورېد خو غوږونه دې کاڼه کړل
کاش! زړې سندرې چې مې نـه وۍ اورېدلې
ماته! دې د تېر محبت هرڅه را په زړه کړل
سخت درنه پـه دې ټکي خفه يمه غربته!
لوی لوی آرمـانـونـه دې زما واړه واړه کړل
آن چې ورور د ورور خبره هم نشي زغملی
دومره دې سرزوري خدايه ولې پښتانه کړل