14/07/2026
هر انسان به وو پارسا
کۀ له نفسه وے جدا
ځان کۀ ستړے کړو هر چا
له قسمت نه وه سېوا
ما خبر کړه خامخا
کۀ وفا وه په دنيا
چرته ياد کړو ما او تا
چې کُوم کار له يو پيدا
څۀ به کېږي په عقبا
وي مؤمن زړۀ کښې سودا
لکۀ مچ ګڼي ګناه
چې فاسق وي څوک په دا
په مؤمن يوه خطا
لکۀ غر وي پروت په شا
شه نصيب زما او ستا
د ايمان عمل رڼا
اے ! زما غني بادشاه
زۀ عظيم يم ستا ګدا
عظيم خليل ليک نېټه 2026-07-14