
31/01/2024
لوبه
مونږ ته چې راپیښه ده
دا لوبه به خلاصه شی
نا یقین مې نۀ کیږی
دا د وینو لوبه ده
دا به لا روانه وی
مری به پښتانۀ پکښې
ګټه به د نورو وی
وړی به ئې د پښتون پۀ شا
څټه به د نورو وی
وار پۀ وار مړۀ کیږو به
غږ به چا ته نۀ کوو
ځان له ځان له ژاړو به
زوږ به چا ته نۀ کوو
سراج الدین سراج