11/03/2025
زما دې شال په پړی زوړ کو
ستا د سکارو د کنه نه خیګی لاسونه
پښتانه ځوانان د سکرو کانونه او د ژوند حقیقت
د سلګونو مترو ژوروالي ته ښکته، چیرته چې رڼا یوازې یو خیال دی او هوا د سکرو دوړو ته تسلیم شوې، هلته پښتانه ځوانان د سختې مزدورۍ ترمنځ د څو شیبو د آرام لپاره د پښتو ادب تر ټولو پخوانۍ صنف پښتو ټپه، په خپل خوږه غږونه کې زمزمه کوي. دا سندرې د تیارو ژورو کې د امید څرک بلیږي، لکه یو څراغ چې په تیارې شپه کې رڼا وکړي. د دوی مخونه، چې د سکرو دوړو پټ کړي، داسې ښکاري لکه یوازې سترګې یې روښانه وي، خو د دې سترګو چمک، د ژوند د مینې، د صبر، او د یو نامعلوم انتظار نښه ده.
دا ځوانان د یوې عادي خاورې نه دي، دا د هغه پښتونخوا ځوانان دي چې د قدرت له خزانو ډکه ده. دا هغه خاوره ده چې تیل، ګیس، سره زر، سپین زر، لیتیم، کاپر، جپسم، مرمر، او بې شمېره نورې طبیعي زېرمې لري. دا هغه سیمه ده چې خاوره یې له اوبو ډکه ده، چې سیندونه، ځنګلونه، غرونه، باغونه، او د قدرت ښکلاوې یې هر څو کیلومتره بعد بله بڼه خپلوي. چیرې چې زمکه تر ټولو غوره حاصلات ورکوي، چیرې چې بوټي نایابه مېوې زېږوي، چیرې چې هر موسم خپل رنګ لري، چیرې واوره، چیرې پسرلی، چیرې خزانی بادونه، چیرې د ګرمۍ سویئ، چیرې بارانونه. خو افسوس!
د دې جنت وطن اصلي وارثان، د دې خاورې اصلي ساتونکي، هره ورځ خپل ژوند قرباني کوي.هر کال لسګونه پښتانه ځوانان د یوه یا دوه زره روپو لپاره د سکرو کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. چې څوک ژوندی پاتې شي، هغه خپله ځواني د دې تورې تیارې په ژورو کې تېروي. نه د موسم احساس، نه د خوښۍ یو شیبه، نه د ملګرو مجلس، نه د اختر خوشالي، یوازې مزدوري، ستړیا، او د ژوند بې رحمه تسلسل. که څوک دلته ونه وژل شي، نو د عربي دښتو تر لمر لاندې د کلکې مزدورۍ لپاره خپل عمر خرڅوي. دوئ خپله ځواني، خپل مور و پلار، خپل وروڼه او خویندې، خپل کلی او خپل کور پرېږدي، او په یوه پردي وطن کې خپل قیمتي وخت پلوري، یوازې د دې لپاره چې د دوی شاته پاتې کورنۍ ته د دوه وخته ډوډۍ برابره کړي.
دا هغه قوم او وطن دی چې د دنیا له قیمتي ترینو وسایلو ډک دی، خو بیا هم د یو وخت ډوډۍ لپاره مجبور دی. د هغه لاسونه دي چې د زمانې تقدیر لیکلی شوای، خو اوس د مزدورۍ زولنو کې تړل شوي. دا هغه سترګې دي چې د نړۍ لوی خوبونه یې لیدلای شوای، خو اوس د دوړو او خولو په غبار کې ورکې دي.
دا یوازې د سکرو کانونو د مزدورانو کیسه نه ده، دا د ټول پښتون نسل کیسه ده چې په خپل وطن کې پردی دی، چې د خپلې خاورې له جرړو پرې شوی، چې د بې شمېره وسایلو سره هم د محرومیت بار وړي. خو شاید دا د پښتون اصلي بڼه وي، سختیو ته غاړه ایښودل، صبر کول، خو بیا هم موسکا کول. شاید همدا وجه ده چې د تیارې ژورو ته ښکته شوي دا مزدوران چې کله پښتو ټپه زمزمه کوي، نو د دوئ آواز کې درد هم وي، خو د ژوند سره د بې سارې مینې یو احساس هم وي، یو پیغام چې پښتون لا ژوندی دی، دا قام لا هم په خپلو پښو ولاړ دی، او یوه ورځ به دا تیارې شاته پرېږدي او د رڼا پر لور به روان شي.