Nan Saba

Nan Saba (نن سبا)
د پښتو ژبې وېب چېنل دی
چې د پښتنو سيمو پر روانو حالاتو خبرونه او شننې او وېډیو ګانې وړاندې کوي

14/07/2025

کوهاټ پوهنتون د پښتونولي په لور يو مهم ګام پورته کړ، تفصيلاتو لپاره په وړومبی کومنټ وګورئ

14/07/2025

افغانستان مه ژاړئ، اورکزو کې د نجونو د زدکړو څه حال دی وړومبي کومنټ کې لېنک وګورئ

د پاکستان حکومت ا قبايلي چاروا وزارت په يو امر کې ويلي، چې پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې د ثبت ثبوت کارت (پروف اف ر...
05/07/2025

د پاکستان حکومت ا قبايلي چاروا وزارت په يو امر کې ويلي، چې پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې د ثبت ثبوت کارت (پروف اف رجسټرېشن ۔ پي او ار) لرونکي به د امنيتي ادارو لخوا نه ځورول کېږي تر څو پورې چې د دغه هېواد مرکزي کابينې يې په اړه پرېکړه نه وي کړې۔

د پاکستان حکومت ا قبايلي چاروا وزارت په يو امر کې ويلي، چې پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې د ثبت ثبوت کارت (پروف اف رجسټرېشن ۔ پي او ار) لرونکي به د امنيتي ادارو لخوا...

د پاکستان وفاقي حکومت په ټول هېواد کې د پولیو ضد یوه نوې او پراخه کمپاین د پیلولو پرېکړه کړې ده، چې پکې د لومړي ځل لپاره...
01/07/2025

د پاکستان وفاقي حکومت په ټول هېواد کې د پولیو ضد یوه نوې او پراخه کمپاین د پیلولو پرېکړه کړې ده، چې پکې د لومړي ځل لپاره د پنځلس (۱۵) کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان به هم د پولیو ضد څاڅکي ترلاسه کوي.

د جی‌نیوز ویب‌پاڼې د راپور له مخې، د صحت وفاقي وزیر سید مصطفی جمال ویلي، دا کمپاین د هېواد په څلورو واړو صوبو کې عملي کولو پرېکړه شوې ده، چې د لومړي پړاو لپاره یې د کراچۍ، لاهور، پېښور او د جنوبي خیبر پښتونخوا هغه سیمې ټاکل شوې دي، چېرته چې د چاپېریالي نمونو له لارې د پولیو وایرس د شتون شواهد ترلاسه شوي دي.

پاکستان کې د پولیو ضد نوې ملي کمپاین پیل شوی، چې پکې د زېږېدو نه تر ۱۵ کلنۍ پورې ماشومان شامل دي. دا مھم به په کراچۍ، لاهور، پېښور او جنوبي خیبر پښتونخوا کې ترسره شي. تر...

خېبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې نامتو شاعر ،ليکوال او پر ننګ ميين شيرين زاده (شيرين يار)يوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ۔د ده...
28/06/2025

خېبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې نامتو شاعر ،ليکوال او پر ننګ ميين شيرين زاده (شيرين يار)يوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ۔

د ده پر مړينه د خېبر پښتونخوا شاعرانو، ليکوالانو او سياستوالو خوشيني څرګندونې کړې ده۔ شيرين يار د پښتو ژبې ملتپال شاعر هم بلل کېده ده تل د پښتو ژبې ادب په شاعرۍ کې د پښتنو پر ننګ شاعري کړې۔

خېبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې نامتو شاعر ،ليکوال او پر ننګ ميين شيرين زاده (شيرين يار)يوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ۔ د ده پر مړينه د خېبر پښتونخوا شاعرانو، ليکوالانو ...

د خېبر پښتونخوا سېلګرۍ سيمه سوات ولسوالۍ(ضلعې)کې د جون پر 27مه16سېلانيان هغه مهال اوبو له ځان سره يووړل چې دوی دساعتېرۍ ...
28/06/2025

د خېبر پښتونخوا سېلګرۍ سيمه سوات ولسوالۍ(ضلعې)کې د جون پر 27مه16سېلانيان هغه مهال اوبو له ځان سره يووړل چې دوی دساعتېرۍ يا چکر لپاره د سيند خوا ته کوز شوي ول۔

د خېبر پښتونخوا د طبعي ناورينونو سره د مبارزې اداره يا پي ډي اېم اېياده پېښه تاييدوي، په دغه پېښه د سړيو ترڅنګ مېرمنې او ماشومان هم شامل ول چې پرې د باران اوبو څپه راغلې او له ځان سره يې وړي۔
ځای سرچينې وايي، دغه سېلانيانو چې ويل کېږي د يوې کورنۍ غړي ول له دوو دقيقو پورې اېسار پاتې ول خو حکومتي چارواکو لخوا په سملاسي توګه داسې اقدامات و نه شول چې دوی وژغورلی شي۔

د خېبر پښتونخوا سېلګرۍ سيمه سوات ولسوالۍ(ضلعې)کې د جون پر 27مه16سېلانيان هغه مهال اوبو له ځان سره يووړل چې دوی دساعتېرۍ يا چکر لپاره د سيند خوا ته کوز شوي ول۔

په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوالو ماشومانو لپاره د لومړينو واکيسنو پروګرام ودرول شو د افغان کډوالو ايالتي کميشنرۍ لخ...
26/06/2025

په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوالو ماشومانو لپاره د لومړينو واکيسنو پروګرام ودرول شو د افغان کډوالو ايالتي کميشنرۍ لخوا په امر کې راغلي دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يا( يو اېن اېچ سي ار) په مالي مرسته پر مخ وړنکی دغه پروګرام د بوديجې کمښت له کبله وتړل شو. د واکسينو په دغه پروګرام کې د کډوالو ماشومانو ته د تر دولس ناروغيو پر ضد لومړني واکسين تطبيق کېدل چې اوسمهال دغه پروګرام د تړل کېدو له کبله په خيبر پښتنوخوا کې د افغان کډوالو ماشومان د روغتيا له پلواله جدي خطر سره مخ کېدل شي.

په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوالو ماشومانو لپاره د لومړينو واکيسنو پروګرام ودرول شو د افغان کډوالو ايالتي کميشنرۍ لخوا په امر کې راغلي دي، چې د ملګرو ملتونو د کډ....

25/06/2025

د لاچۍ سيمې دروېش ړومانوي، حماسي او مزاحمتي شاعر پښتانه ادبي ملګري يا پام له اړخه خپل اعزاز کې تابیه شوي نمانځغونډې ته وېنا کوي

25/06/2025

د پښتو ژبې شاعر د پام ټولنې سېوري لاندې جوړې شوي غونډې شعرو ادب کې د لاچۍ سيمې شاعرانو په کردار تفصیلی خبرې واؤرئ

25/06/2025

پښتانه ادبي ملګري یا پام دروېش صفته شاعر سعید رهبر په اعزاز کې نمانځ غونډه وکړه غونډې ته شاعرانو او ادیبانو وېنا وکړه پروفېسر سجاد علي شاه د پام ټولنې په هڅو زړه پورې خبرې وکړې

25/06/2025

ډاکټر اقبال فنا د سعيد رهبر په اړه

دغه ورځ هر کال د ملګرو ملتونو لخوا د جون مياشتې پر شلمه نېټه په ګرده نړۍ کې نماځل کېږي  په راجوړه کړل شوې دستوره کې وينا...
24/06/2025

دغه ورځ هر کال د ملګرو ملتونو لخوا د جون مياشتې پر شلمه نېټه په ګرده نړۍ کې نماځل کېږي په راجوړه کړل شوې دستوره کې ويناوالو په پاکستان د افغان کډوالو پر وضعيت ويناوې وکړې او د پاکستان حکومت ښه کوربتوب هم وستاينه وکړه.

دغه ورځ هر کال د ملګرو ملتونو لخوا د جون مياشتې پر شلمه نېټه په ګرده نړۍ کې نماځل کېږي په راجوړه کړل شوې دستوره کې ويناوالو په پاکستان د افغان کډوالو پر وضعيت ويناوې و....

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nan Saba posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Nan Saba:

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share