
04/09/2025
د امید راډیو خبریال وایي، په ننګرهار او کونړ کې د نننۍ زلزلې له امله یو شمېر کورونه نړېدلي چې ټپيان يې پرځای پرېښي.
نوموړي د ځايي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې کورونه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کاشکوټ سیمه کې نړېدلي چې ځاني او مالي زیانونه لري.
بلخوا په کونړ کې د نن ماسختن زلزلې له امله له غرونو کاڼي را غورځېدلي چې له امله یې ځینې لارې تړل شوې دي. مسوولینو د امید راډیو خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په ځینو سیمو کې ۱۴ کسان ټپیان شوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.
یوټیوب لېنک: www.youtube.com/