Watan media

Watan media The offical Page of Watan Media. Watan Media is an independent media platform whose goal is to provide people with new, truthful, and useful information.

25/03/2026

د نړۍ پنځه ستر تجارتي سيندونه، د هغوی اقتصادي اهمیت، نړیوال تجارت او ترانسپورټ رول په دې مفصل راپور کې.

24/03/2026

پښتو خبرونه، معلومات او ګټورې لیکنې په وطن میډیا کې ولولئ. پوهه ترلاسه کړئ.

د مسافرو لپاره ښه خبر دی.شېړ يې کړئ تر څو ټول مسافر ګټه ترې واخلي.په سعودي عربستان کې مېشت افغان وګړو ته خبر ورکول کیږي ...
24/03/2026

د مسافرو لپاره ښه خبر دی.
شېړ يې کړئ تر څو ټول مسافر ګټه ترې واخلي.

په سعودي عربستان کې مېشت افغان وګړو ته خبر ورکول کیږي چې په ریاض کې د افغان سفارت د هڅو په پایله او د سعودي عربستان شاهي هېواد د همکاریو په دوام له راتلونکې دوشنبه ۳۰/مارچ/۲۰۲۶ میلادي کال چې ۱۱/شوال/۱۴۴۷ هجري قمري نېټې سره سمون خوري، د سعودي عربستان جوازاتو ادارو کې د افغان سفارت له خوا د نقل معلومات پروسه پیل کیږي.

د نقل معلوماتو پروسې لپاره لاندې ټکي په نظر کې وساتئ!
• د سفارت په ویب سایټ کې په خپل نوم د حساب جوړول.
• د نقل معلوماتو ځانګړي فورم ډکول.
• افغان او پاکستاني پاسپورت باید نوم، د پلار نوم، تاریخ تولد کې فرق ونه لري.
• د اړین اسنادو لکه پاسپورټ، تذکره او اقامې کاپي پورته کول.
• سفارت ته د مراجعې لپاره د سستم له لارې د وخت اخیستل.

لومړی نوبت واخلئ!
تر هر څه وړاندې باید د سفارت د ویب سایټ له لارې نوبت (موعد) واخیستل شي. د موعد له ټاکنې وروسته د لیکلي پیغام په توګه ستاسې ثبت شوې شمېرې ته لیږل کیږي، لطفا له نوبت اخیستلو پرته سفارت ته د راتللو زحمت مه باسئ.
د ویب سایټ ادرس دادی: afgembassy.net

لاندې ټول اسناد راوړئ!
ددې لپاره چې د نقل معلومات ترڅنګ د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو چارې مو په یو ځای ترسره شي نو سفارت ته د مراجعې په وخت لاندې ټول اسناد له ځان سره راوړل اړین دي، که اسناد نیمګړي وي نو ستاسې کار نه شي ترسره کیدلای.
1. د نقل معلوماتو د ځانګړی فورم پرنټ.
2. د تثبیت هویت لپاره د دوه تنه شاهدانو عکسونه او د تذکرو کاپيانې یې.
3. په جوازاتو کې د ګوتو نښان (بصمه) درلودل.
4. له ابشر څخه (خلو سوابق) د عدم مسولیت جرمي سند.
5. اصل پاکستانی پاسپورټ، چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
6. ستاسې د پاکستاني پاسپورټ، اقامې او ویزې درې درې کاپیاني.
7. ستاسې د تذکرې دوه عدد کاپیاني.
8. اووه دانې د پاسپورت سایز( 4X5) عکسونه، چې شاته پرده یې سپینه وي او فوټوشاپ شوی نه وي.
9. د جوازونو ابشر پرنټ.
10. عنوان الوطني (د استوګن ادرس )

نوټ:
هغه هېوادوال چې له پخوا د پاکستاني پاسپورت سره یوشان افغانی پاسپورټ لري، کولای شي له نوبت اخیستلو ورسته سفارت ته مراجعه وکړي، او د مراجعې په وخت باید لاندې ذکر شوي اسناد له ځانه سره ولري:
1. اصلي پاکستاني پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
2. د پاسپورټ او ویزې کاپي.
3. اصلي افغانی پاسپورټ چې د پاکستاني پاسپورټ سره ورته

23/03/2026

د نړۍ هغه هېوادونه وپېژنئ چې ډېر تېل واردوي او هغه چې د تېلو لوی صادرونکي دي، بشپړ معلومات دلته ولولئ.

22/03/2026

: د نړۍ تر ټولو شتمن کسان، د هغوی پانګه او د عاید سرچینې په دې بشپړ راپور کې ولولئ.

21/03/2026

Explore the strategic importance of the Strait of Hormuz in global oil trade, its economic impact, and geopolitical tensions affecting the world’s ene

21/03/2026

د نړۍ لوی ښارونه د اقتصاد، کلتور او ټکنالوژۍ مهم مرکزونه دي. په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو مشهور ښارونه، ځانګړتیاوې او د هغوی اغېزې په تفصیل سره بیان ش

20/03/2026

د نړۍ لس مهمې تاریخي سیمې، د تمدنونو مرکزونه، او د بشریت د تاریخ مهم ځایونه په دې تفصیلي راپور کې ولولئ.

Address

Duba
47511

Website

https://watanmediaofficial.blogspot.com/2026/03/blog-post_7.html

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Watan media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share