Shan Falak Yousafzai Poetry

Shan Falak Yousafzai Poetry ربه.! حســـــاس زړه به دې نه راکوو💔

15/05/2026

صدیق و که عثمان ، علی، عمر څلور یاران
کفارو ته ولاړ وو لکه غـ‍ـــر څلور یاران

عضمت یی تر آسمان پورې اوچت دے ځکه نن
چې وو زما د ښکلې پیغمبر څلــور یاران

یوؤ یوؤ ځل درود شریف اووایئ
شان فلک ٓیوسفزی
🕊️جمعه مبارک

30/04/2026

یواځې شوے یم....
شان فلک ٓیوسفزی

#پښتو #غزل #شاعری

25/04/2026

وهلے وخت داسې په لته یمه
شان فلک ٓیوسفزی

22/04/2026

عباد خیالی.... نوے ځلمے شاعر کلام یی راسره واؤرۍ

20/04/2026

د دې ځمکې د خـــدایانو نه دې خـــدایه.
خپله برخه هم بینا خورې هم یی ړون خورې..
شان فلک ٓیوسفزی...
ویډیو یوؤ دوه هفتی مخکښ په تهاکوټ یوؤ هوټل کې ریکارډ شوې چې په دغه وخت باران وو... هوټل نامه IKR دے... راسره په څنګ د تورو جامو نوے شاعر عباد خیالی اؤ یوؤ بل ملګرے هم دے ...

ځکه مې رفتار کړے دنیا سره په نره دےدلته د حالاتو سره يوؤ شان سړے غوره دےوخت ورته رایادې کړې قیصی د ماځیګر تیرېداسې چې ول...
18/04/2026

ځکه مې رفتار کړے دنیا سره په نره دے
دلته د حالاتو سره يوؤ شان سړے غوره دے

وخت ورته رایادې کړې قیصی د ماځیګر تیرې
داسې چې ولاړ درته حیران بیا نن ګودره دے

بد پرې لږې درز د ټوپک ، بد د بم چاؤدنه وې
شور د الوتکې نه تنګ مست تل په سندره دے

کوم يوؤ سیاسی حکمران دین له ورکوې بریا؟
کوم مُلا آواز د جهاد کړے له ممبره دے؟

آمن!چې په نوم باندې يې هر ذې روح خوشاله وې
نشته څه ذرّه جهان دې خدایه ډک له شره دے

نه یی پریږیدې د ترقۍ ګام آغستلو ته
هر پښتون آغیار په جال تړلے له وذره دے

دلته که باطن لټوې شې به انسانیّت ته کوز
دلته کښ سینګار د فریښتو تش له بهره دے

تنګه شوه دنیا په خلقو زړونه یې تنګ شوی دې
یوؤ ورور پاسیدلے بل یې وښکے له دوتره دے

وې به په تیارۀ کښ نه د دې نه د هغې دنیا
څوک چې ستا د ذات سره منکر له پیغمبره دے

نه منې د بل فلسفې دلته کښ فلکهٓ څوک
هر سړے عاقل دے هر سړے ښه باخبره دے

نېټه:-11/4/2026

20/01/2026

خدایه ! پوهیږم پکښ ته اوسیږی
خلق دې نه کوې په زړونو ګوزار‌..
شان فلکٓ یوسفزۍ

#پښتو

08/01/2026

زه مدیح خیل یمه
لرمه روڼ خپل تاریخ
خوارې وارې مو څانګې
د هرې څانګې ګل نه
راځې خوشبو د آمن
د ژوند آداب پیژنو
ښه اؤ خراب پیژنو
ځلیږو پاس په آسمان
پخپله مونږ یُو درانۀ
چاته سپک نشو کتلے
مونږ یُو اولاد د مدیحٌ
چې وو ولی د اللّٰه
په جلاله کښ مدفن
نور نه یی ډک دی مزار
په قام یادیږی دیشان
جدا جدا خېلونه
د دغې خلقو سره
مونږ د صدو اوسیږم
لرو ریشتې ورسره
خو بیا هم خپل خیل اؤ قام
باندې زه ناز کومه
چې یوسفزے یمه
هر څو که زه اوس جُدا
د قام د سیل یمه
زه مدیح خیل یمه
زه مدیح خیل یمه

شان فلکٓ مدیح خیل یوسفزۍ
شینګلې بالا بټګرام...

06/01/2026

خوند ترې واخلې
شاعر:- محمد نسیم

05/01/2026

د بدو ورځو یاران نه وینو مونږ
شان فلکٓ یوسفزۍ
#پښتو

Address

9 Number
Riyadh

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shan Falak Yousafzai Poetry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shan Falak Yousafzai Poetry:

Share