20/09/2026
#وطن
په ابونصر فراهي ګمرک کې څلور نوي هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د فراه ولایت په دغه ګمرک کې د شاوخوا ۶۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت یاد هنګرونه جوړ شوي دي.
د دغو تاسیساتو موخه د سوداګریزو توکو خوندي ساتل دي، چې هر هنګر د شاوخوا ۸ زره مټریک ټنه مالونو د ذخیره کولو ظرفیت لري.