افغانستان انټرنشنل - پښتو

افغانستان انټرنشنل - پښتو په پښتو ژبه د افغانستان، پښتونخوا، سیمې او نړۍ لومړی خبر
(2)

د طالبانو مشر د اریانا -افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیا...
10/08/2025

د طالبانو مشر د اریانا -افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ټاکلی او نن یاد وزارت ته ور معرفي شوی.

دغه راز د روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ملا بخت رحمان شرافت د اریانا-افغان هوايي شرکت د رییس په توګه ګومارل شوی.
https://afintl.com/pa/202508103104

د ایران د روغتیا وزیر محمد رضا ظفرقندي د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې غیر قانوني یا بې اسناده افغان کډوالو ته د دولتي ...
10/08/2025

د ایران د روغتیا وزیر محمد رضا ظفرقندي د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې غیر قانوني یا بې اسناده افغان کډوالو ته د دولتي روغتیايي بیمې امیتازات نه ورکول کیږي. نوموړي ویلي، چې یوازې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال به له دغو خدماتو برخمن وي.
https://afintl.com/pa/202508102017

10/08/2025

له پاکستان نه د افغان کډوالو اخراج د کډوالو د بشري حقونو او قانوني خوندیتوب په اړه ژورې اندېښنې راټوکولې دي.
سره له دې چې ډېری افغان کډوال د پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي په څېر قانوني کارتونه لري، بیا هم سلګونه زره افغانان له نیونو، چاپو او د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.
د کډوالو د حقونو د دفاع ډلې وایي، دغه وضعیت نه یوازې افغان کډوال له سخت ذهني فشار او دوامدارې وېرې سره مخ کړي، بلکې په پاکستان کې د هغوی د لسیزو استوګنې قانوني حیثیت یې هم تر پوښتنې لاندې راوستی.
ازاده خبریاله کوثر اعوان وحید یې په اړه له پېښوره رپوټ را کوي:

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې د غلا، انسان...
10/08/2025

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې د غلا، انسان‌تښتونې، اخلاقي فساد، د لاسي بم غورځولو او نورو جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي دي.

دا کسان په ننګرهار، سمنګان، خوست، فراه، هرات او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي.
https://afintl.com/pa/202508107718

د اوکراین پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې په ساراتوف سیمه کې یې د تېلو پر یوې تصفیه خونې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی...
10/08/2025

د اوکراین پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې په ساراتوف سیمه کې یې د تېلو پر یوې تصفیه خونې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی. د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې د ساراتوف د تېلو پر تصفیه خونې برید له امله چاودنې شوې او اور لګېدلی دی.
https://afintl.com/pa/202508100522

د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د قرنطين مديريت مسوولينو په تورخم کې له پاکستان څخه وارد شوي پنځلس...
10/08/2025

د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د قرنطين مديريت مسوولينو په تورخم کې له پاکستان څخه وارد شوي پنځلس ټنه ليمو چې کانکر ناروغۍ وهلي وو، بېرته ياد هېواد ته لېږلي دي.
https://afintl.com/pa/202508106949

د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي وايي، چې د دوغارون پولې له لارې غیرقانوني افغان کډوال په منظم ډول او درناوي بېرته ا...
10/08/2025

د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي وايي، چې د دوغارون پولې له لارې غیرقانوني افغان کډوال په منظم ډول او درناوي بېرته استول کیږي، خو وايي، له کډوالو سره ناسم چلند د قانون له مخې تعقیبیږي.
https://afintl.com/pa/202508106816

په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي اړوند پلاوي د باجوړ قومي جرګې ته په خپلو غوښتنو کې په قبایلي سیمو کې د شریعت نفاذ او د ام...
10/08/2025

په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي اړوند پلاوي د باجوړ قومي جرګې ته په خپلو غوښتنو کې په قبایلي سیمو کې د شریعت نفاذ او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ادارو وړاندیز کړی، خو دغه وړاندیزونه رد شوي او اوس د پاکستان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
https://afintl.com/pa/202508109221

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملا ضمیر ن...
10/08/2025

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملا ضمیر ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی. دا پېښه تېره ورځ د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ولي کریم هدیرو په سیمه کې شوې ده.
https://afintl.com/pa/202508105651

نوې-زړې:جانو: (لږ په غمجن انداز) سالاره خدای دې ستا مور ته معافي وکړي.سالار: (په تعجب) نو هغه خو څلور کاله مخکې وفات شوې...
10/08/2025

نوې-زړې:
جانو: (لږ په غمجن انداز) سالاره خدای دې ستا مور ته معافي وکړي.
سالار: (په تعجب) نو هغه خو څلور کاله مخکې وفات شوې ده، ستا نن درپه یاد شوه؟
جانو: نن هسې په هدیره کې راتېرېدم قبر ته مې یې پام شو او دعا مې ورته وکړه.
سالار: (په غرور) زما مور خدای بښلې ده، ستا دعا ته هیڅ اړتیا نه‌لري.
جانو: څنګه خدای بښلې ده؟
سالار: ما تېره شپه خوب لیده، چې زما د مور جنازې ته امیرالمومنین راغلی وي.
جانو: (په خندا) دروغ مه وایه امیرالمومنین تر اوسه چا په ويښه نه دی لیدلی او ته یې په توره تیاره کې په خوب کې وينې.
سالار: (جدي) ولاکه دروغ درته وایم، رښتیا راغلی و.
جانو: ښه څه ډول سړی و؟
سالار: توره شپه وه ولاکه مې سم لیدلی وي، خلکو ویل دغه امیرالمومنین دی.
جانو: خو بیا هم ستا تر مور زما د مور مرتبه لوړه ده.
سالار: ولې؟
جانو: امیرالمومنین خو څه کوې، زما د مور جنازې ته د خدای رسول راغلی و.
سالار: زما د مور جنازې ته نه یوازې دا چې د خدای رسول راغلی و، ټول اصحابان یې هم ورسره وو او بل دا چې لمر هم راغلی و.
جانو: (په تعجب) لمر بیا څنګه راغلی و؟
سالار: لمر په هدیره کې خدای ته پر سجده پرېوت، ویل الهي د سالار مور ته معافي وکړې.
جانو: ما ته خوږ شه! زما د مور جنازې ته لمر، سپوږمۍ او ستوري ټول راغلي وو. په هدیره کې ځای نه و.
سالار: نو بیا مو څه وکړل؟ ستاسې هدیره خو ډېره وړه ده.
جانو: بس نور یې څه کوې ټوله دنیا له رڼا ډکه وه.
سالار: یاره که رېښتیا درته ووایم ستا تر مور زما د مور مرتبه څو برابره لوړه ده.
جانو: هغه څنګه؟
سالار: زما د مور جنازې ته ټول پيغمبران، ټولې فرښتې، لمر، سپوږمۍ، ټول ستوري او اووه اسمانونه راغلي وو.
جانو: (لږ موسکی کېږي) ملایان خو وايي، چې د خدای د رسول جنازه هم دومره لویه نه وه، دا ستا مور څه کاره وه؟
سالار: څه کاره یې څه کوې زما مور هر کاره وه.
جانو: بیا هم څه کاره وه؟
سالار: زما مور له ابۍ سره کار کاوه.
جانو: ابۍ خپله څه کاره وه؟
سالار: ابۍ د کلي مزدوره وه.
جانو: (د ملنډو په ډول) متل دی وايي زه د ابۍ مزدوره او ابۍ د کلي مزدوره.
سالار: (په قهر) خدای وهلی زه خوبونه درته وایم او ته متلونه راته وایې.
جانو: نو سړی خوبونه ووايي، دا خو خوبونه نه‌دي سم د نس بادونه دي.
سالار: (په قهر) ستا عقیده خرابه ده، ته پر خوبونو باور نه لرې؟ پرون خلیفه صاحب مبارک نه ویل، چې ځينې خوبونه بشارتونه وي، یانې زېري وي.
جانو: (په خندا) هو ځينې خوبونه رښتیا هم بشارتونه وي؛ خو ستا دغه بشارتونه نه‌دي، د دروغو اوږده لاړونه دي.
سالار: (په خندا) سالاره که رېښتیا درته ووایم ولاکه مې شی لا په خوب کې لیدلي وي، بس هسې مې ستا څخه د دروغو سیالي ګټله. ما ویل زما مور په څه شي کې ستا تر مور پاتې ده.
(دواړه خاندي)
جانو: (په خندا) په پاکستان کې به یې د رېکشو پر شا لیکلي و، چې (هم کېسي سې کم نهي)، یانې زه تر هیچا کم نه یم.
سالار: (په خندا) بس هغه د پاکساني رېکشو کيسه ده، زه هم تر خلیفه صاحب کم نه یم.
(دواړه خاندي)
https://afintl.com/pa/202508100715

نن (د زمري ۱۹مه) د زمري نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ هر کال (د زمري په ۱۹مه) د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د دغې...
10/08/2025

نن (د زمري ۱۹مه) د زمري نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ هر کال (د زمري په ۱۹مه) د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د دغې ورځې د نمانځلو موخه د زمريانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خلکو د پوهاوي لوړول او د ناقانونه ښکار او قاچاق مخنیوی ښودل شوی.

https://www.afintl.com/pa/202508109533

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې له لومړۍ نیټې نیولې د جون تر وروستیو پورې د ط.البانو له‌خوا د ملګرو ...
10/08/2025

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې له لومړۍ نیټې نیولې د جون تر وروستیو پورې د ط.البانو له‌خوا د ملګرو ملتونو کارکوونکې ګواښل شوې او د جنسيتي توپیر، جبري ودونو او په عام محضر کې خلکو ته د بېلابېلو سزاګانو د ورکړې ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

https://www.afintl.com/pa/202508102204

Address

London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغانستان انټرنشنل - پښتو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share