Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد

  • Home
  • Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد

Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد şiir paylaşimlar
‌ډاګتر حضرت علی حامد لغمان علینګار

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ټولو دوستانو ته د کوچني اختر مبارکي وايم الله مو عبادتونه نفلي فرضي مونزونه او ختمونه قبول...
30/03/2025

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ټولو دوستانو ته د کوچني اختر مبارکي وايم
الله مو عبادتونه نفلي فرضي مونزونه او ختمونه قبول او منظور کړه
ڈاکټر صفي الله ناقد حامد

11/12/2024

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

شهادت د مبارک شهوه شهیده ګیله منه خدای بخلیه ګیله منهشهادت د مبارک شه و سپیڅلیه ګیله منه ۱ـ دا دعزم دادعهد وه سرد خپل په...
13/07/2024

شهادت د مبارک شه
وه شهیده ګیله منه خدای بخلیه ګیله منه
شهادت د مبارک شه و سپیڅلیه ګیله منه
۱ـ دا دعزم دادعهد وه سرد خپل په وطن کیښود
د افغان اصلي بچیه ژلیــــدلیه ګیــــــــله منه
۲ـ نامراد نه شوی کامیاب شوی دافغان په ننګ هم مړشوی
که ته خاندی خلک ژاړي و ویاړلـــیه ګیله منه
۳ـ تا به دا چیغې وهلی لر او بر افغان بچي ته
هم وزیر وی ، پیښوری وی کابلیه ګیله منه
۴ـ تا ګټلی ده مړ نه یی ته ژوندی یی بی له شکه
مړه هغه دي چی ته یی مړ کړی و ژوندیه ګیله منه
۵ـ یوه ورځ به داسی راشي په بی ننګو به نارې کړې
د حامد د سترګو توره ګران لالــیه ګیــله منه

د علم برکتدا د علم برکت دی چی انسان نه انسان جوړ شيکه په چا کی علم نه وي له انسان نه حیوان جوړشيدانایی او بینایی ده دا د...
09/04/2024

د علم برکت
دا د علم برکت دی چی انسان نه انسان جوړ شي
که په چا کی علم نه وي له انسان نه حیوان جوړشي
دانایی او بینایی ده دا د علم له تحصیله
دا د علم برکت ده چی لوستو ته قران جوړ شي
دا د علم برکت ده چی له ځمکی ګټه اخلو
دا د علم برکت دی چی ګردش په اسمان جوړ شي
دا د علم نتیجه ده چی اکمال د فرضو وکړي
دا د علم نتیجه ده چی تعرف د رحمان جوړشي
دادعلم محصولات دی چی خوراک،څخاک تهیه کړي
دا د علم نتیجه ده چی باوراو برهان جوړ شي
اهتمام د ژوندانه ټول په بنا د علم کیږي
په بنا د علم او فن کی تکلم او بیان جوړ شي
بی له علمه ممکن نه ده پیژندل د کایناتو
دغه علم وسیله ده چی تعرف د جهان جوړشي
علم امر د الله دی مرسلانو ته چی شوی
عبادت ته د ادم په هغه دم کی مکان جوړشي
دا دیني اوعصري علم د قران له غیږی وتی
دا یوبل لره لازم دي په عمل یی عرفان جوړشي
دواړه حق دي تفاوت په کی رواه نه دي عاقله
دا به هله شي معلومه چی د حشر میدان جوړشي
حامد دا وایی جانانه ځان په علم ښه سمبال کړه
په دارینو کی د خامخا خپل ځان اوایمان جوړشي

13/01/2024

شامل نه شومه
چی انسان شوم انسانیت کی شامل له نه شوم
د خالق په معرفت کی شامل نه شوم
مخلوقاتو کی اشرف یم پیدا شوی
په خطا می شرافت کی شامل نه شوم
سمه لاره کی په سمه روان نه یم
د خپل ځان په کرامت کی شامل نه شوم
رب د ټولو کایناتو په سر سر کړم
ناشکري کی په رحمت کی شامل نه شوم
له غروره بغاوت می ځانته خپل کړ
له ریا نه عبادت کی شامل نه شوم
لا ترڅو به زه حامد سرشاره اوسم
د خپل یارسره محبت کی شامل نه شوم
په چغار شوم
نه بلبل شوم نه ګلاب شوم نه نه ګلزار شوم
نه له یار سره می یار شوم نه دیار شوم
په لارځمه قدمونه په اغزو ږدم
چی ګل نیسم په لاسونوکی خارخارشوم
کوم ګلرخ ته چی د زړه مینه هبه کړم
په انکار سره له مینی نه انکار شوم
له معهده تر لحده ارام نه شوم
له معهده تر لحده په چغار شوم
دا له ما دی که له یاره را رسیږي
نه په کورمی دخپل واک شوم نه واکدارشوم
په محبت کی بغاوت را نه ښکاره شوه
ځکه هسی د باغي په لاس په دار شوم
ما حامد ته نا هیلئ د عمر راغلی
له جنت څخه دوزخ ته ورګذار شوم

د زړه د سکون محلچی سکون پکی دزړه  شي دا رکوع او هم سجده دهچی تهذیب پکی ادا شي که قومه ده او که جلسه ده چی د رب سره د راز...
03/01/2024

د زړه د سکون محل
چی سکون پکی دزړه شي دا رکوع او هم سجده ده
چی تهذیب پکی ادا شي که قومه ده او که جلسه ده
چی د رب سره د رازوي دا که هرمحل اوسازوي
پرواه نه کړي که دا کور دی که مسجد که میکده ده
رب په هرمحل ، مکان کی وي هرچا سره هرحال کی
بی نظره په چا نه ده که په دار که بی خانه ده
چی د رب په اطاعت کی چا سر کیښوده په ځمکه
رب دزړه تصدیق ته ګوري که څوک ناست په بتخانه ده
عبادت کی چی خلوص وي که بی شکه او بی ریا وي
پیغمبر پکی جوړیږي که دا غار که اشیانه ده
ای حامده دا دنیا ټوله مزرع د اخرت ده
دا دنیا چاته جنت ده چاته جوړه جیلخانه ده

17/12/2023
ګل کده دهګران وطنه در نه زار شم هر یو کنج د ګلکده دهشنی دری ،خوږی اوبه د په نیشه کی میکده دههر یو ښار له اولیاو زیارت ګا...
11/12/2023

ګل کده ده
ګران وطنه در نه زار شم هر یو کنج د ګلکده ده
شنی دری ،خوږی اوبه د په نیشه کی میکده ده
هر یو ښار له اولیاو زیارت ګاه لکه یثرب ده
د ایمان په کی یو زور ده د توحید یی عقیده ده
اب هوا یی ده معطره ځکه روح په کی مستان وي
یو مکان د خاپیرو ده خا پیری په کی ویده ده
کوږ نظري درکی مړه دي هدیره یی د باطلو
چا چی تا ته بد کتلي په ټول عمر شرمنده ده
له تاریخه لوی هیواد یی هریووخت په تا ګواه دی
څوک چی بل رنګه نظر کړه نا بینا اوبیهوده ده
تخت اوبخت دهرافغان یی د (حامد) د زړه حرم یی
بی لتا می ژوندون چیرته په ارام او اسوده ده

Address


Telephone

+905523227397

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share