01/09/2025
د عامې روغتیا وزارت: د بېګانۍ زلزلې له امله په لغمان او ننګرهار کې تر ۳۳۰ تنو ډېر ټپیان دي
د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرې شپې زلزلې په پایله کې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تر ۳۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان نن (دوشنبه، د وږي ۱۰مه) ویلي، ددې ټپیانو له ډلې نږدې اتیا یې لغمان او ۲۵۰ تنه ننګرهار کې دي.
د نوموړي په وینا، د مړو شویو کسانو لا هم دقیق ارقام نشته.
د شرافت زمان په خبره، کونړ کې د زیانمن شویو کسانو شمېر لوړ دی او سیمه زیاته متضرره شوې.