01/14/2026
د خوست د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي هغه اووه کسان ئې نيولي دي، چي په کليوالي سيمو کي خلګو ته د يوې بهرنۍ مؤسيسې د مامورينو په نوم معرفي کړي او د خلګو څخه ئې د نوم ثبتولو په موخه پيسې اخيستلې چي دغه مؤسيسه تاسو ته وروسته مرستي درکوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په نیول سوو کسانو کي د دغه جعلي مؤسيسې رئيس، کمپیوټرکار، موټرچلوونکی او څلور ډاکټراني شاملي دي، چي د کليوالي خلګو څخه په ياده بهانه پيسې ټولوي.