05/29/2026
افغان حکومت د پرمختللې بېپیلوټه الوتکې (ډرون) یوه نوې نسخه په بریالیتوب سره ازمایلې ده، چې د ایراني «شاهد» ډرون ته ورته ډیزاین او عملیاتي وړتیاوې لري.
سرچینو ویلي، دغه ډرون شاوخوا ۳۰ کیلوګرامه باروت یا چاودېدونکي توکي انتقالولی شي او د لرې واټن هدفي عملیاتو لپاره جوړ شوی دی. ویل کېږي چې دا ډرون د کشفي، څارنیزو او بریدیزو ماموریتونو وړتیا هم لري.
پوځي شنونکي وایي چې د «شاهد-۱۳۶» په څېر ډرونونه د کم لګښت او اوږده واټن بریدونو له امله په عصري جګړو کې مهم رول لري. د ځینو راپورونو له مخې، د ایران د شاهد-۱۳۶ ډرون د ۲۰ تر ۹۰ کیلوګرامه پورې سرګلولې انتقالوي، خو ځینې ارزونې د لوړې اندازې احتمال هم یادوي.
تر اوسه افغان چارواکو د دغه نوي ډرون د دقیق نوم، واټن او تخنیکي سیستمونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو ټینګار شوی چې د دفاعي او تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره به نور پرمختګونه هم وشي.