AVR پښتو

AVR پښتو موږ مو له مهمو حالاتو خبروو. تاسي خپل نظر راته وواياست، چي په اړه ئې څه فکر کوئ. د افغانستان او نړۍ پر مهمو موضوعاتو زموږ سره بحث وکړئ. www.avr.fm

The goal of this project is to raise awareness, degree of knowledge and information, self-confidence and resilience of Afghan people, especially women, both in Afghanistan and abroad. Amid the deathly silence in Afghanistan, AVR will be a source of liveliness and hope.

چمپینز ټرافي؛ افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړهد افغانستان ملي لوبډلې په چمپینز ټرافي کې د انګلنډ لوبډلې ته د اتو منډو په ت...
02/26/2025

چمپینز ټرافي؛ افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړه
د افغانستان ملي لوبډلې په چمپینز ټرافي کې د انګلنډ لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي‌کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د انګلنډ ټول لوبغاړي په وروستي اوور کې د ۳۱۷ منډو کولو وروسته وسوخېدل او لوبه یې وبایلله.

په دې لوبه کې د افغانستان پرانیستونکی توپ وهونکی رحمت الله ګربز د یوازې شپږو منډو کولو وروسته وسوځېد خو د هغه سره ملګری توپ وهونکی ابراهیم ځدران وتوانېد چې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې وکړې او ددې لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا د چمپینز ټرافي په تاریخ کې د یو لوبغاړي لخوا په یوه لوبه کې ترټولو زیاتې منډې دي.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۴۱، او کپتان حشمت شهیدي او محمد نبي هر یوه ۴۰ - ۴۰ منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکي جفري ارچه درې لوبغاړي او لیام لوینګسټن دوه لوبغاړي وسوځول.

تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د خپلې ځانګړې او غوره سلیزې او ۱۷۷ منډو پر مټ د انګلستان پر وړاندې د نننۍ لوبې غوره ل...
02/26/2025

تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د خپلې ځانګړې او غوره سلیزې او ۱۷۷ منډو پر مټ د انګلستان پر وړاندې د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د کرکټ نیمه پای لوبې ته ووته
06/27/2024

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د کرکټ نیمه پای لوبې ته ووته

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه جون ۲۴ ( چنګاښ څلورمه) د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر-۸ پړاو په وروستۍ لوبې کې د بنګله دیش لوبډلې ته د ات....

د موسیقۍ نړیوالې ورځي په مناسبت پیښور کې د ټنګ ټکور پروګرام دغه پروګرام د ښار په منځ کې جوړ شوی ؤ.د هارمونیې ښوونکۍ پروف...
06/27/2024

د موسیقۍ نړیوالې ورځي په مناسبت پیښور کې د ټنګ ټکور پروګرام

دغه پروګرام د ښار په منځ کې جوړ شوی ؤ.

د هارمونیې ښوونکۍ پروفیسور ای ار انور ، زلمې دریاب صدف د رباب ږغوونکۍ خان اغا بهسودي او تبله غږونکی وحید دلته خپله موسیقې ږغوي

په پیښور کې ددغه بنسټ مشر روغانی بابا AVR ته وویل هنرمندان په دواړو هیوادونو پاکستان او افغانستان کې له ستونزو سره مخ دي .
بشپړ راپور په ویډیویې بڼه دلته کتلائ شي.

د موسیقۍ نړیوالې ورځي په مناسبت پیښور کې د ټنګ ټکور پروګرام دغه پروګرام د ښار په منځ کې جوړ شوی ؤ.د هارمونیې ښوونکۍ پروفیسور ای ار انور ، زلمې دریاب صدف د رب...

رڼا هاشمي څوک ده ؟  رڼا هاشمي په کابل کې په یوه هوټل کې مدیره وه، خو  د طالبانو له راتګ سره سم یې هوټل او دنده له لاسه و...
06/27/2024

رڼا هاشمي څوک ده ؟

رڼا هاشمي په کابل کې په یوه هوټل کې مدیره وه، خو د طالبانو له راتګ سره سم یې هوټل او دنده له لاسه ورکړل، نوموړې دا مهال پاکستان کې اوسیږي او اوس یې سندرو ویلو ته مخه کړي، هغې څنګه او د چا په خوښه سندرې ویل پیل کړل؟
دې هوډ ښودلی چې پاکستان کې د افغاني خوړو هوټل جوړوي، خو څنګه او چېرته؟
له رڼا هاشمي سره د هغې په ژوند، کار او هنر غږېدلي یو.
مرکه د راتلونکې جمعې په ماښام د اي وي ار پر ټولنیزو پاڼو او راډیو خپریږي.
لیدل او اوریدل یې مه هېروئ!

رڼا هاشمي څوک ده ؟ رڼا هاشمي په کابل کې په یوه هوټل کې مدیره وه، خو د طالبانو له راتګ سره سم یې هوټل او دنده له لاسه ورکړل، نوموړې دا مهال پاکستان کې اوسیږ...

Rights Groups: Taliban Arrest 4 Afghan Women at HomesA female Afghan human rights activist, her two sisters and another ...
04/07/2024

Rights Groups: Taliban Arrest 4 Afghan Women at Homes
A female Afghan human rights activist, her two sisters and another activist have been taken from their homes after recent protests in Kabul, friends and activists say, prompting suspicions they were detained by the Taliban.

A female Afghan human rights activist, her two sisters and another activist have been taken from their homes after recent protests in Kabul, friends and activists say, prompting suspicions they were detained by the Taliban. Shafi Karimi, a freelance journalist, told VOA that Tamana Paryani and her t...

د ۱۴۰۲ کال د افغانستان غوره خبریالان اعلان سولافغانستان دخبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د یوولسمې کلنۍ دورې ...
04/07/2024

د ۱۴۰۲ کال د افغانستان غوره خبریالان اعلان سول
افغانستان دخبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د یوولسمې کلنۍ دورې ګټونکي اعلان کړل. د دې سیالۍ د غوراوي کمیټې د پایلې د اعلان له مخې په کابل او فراه کې د طلوع نیوز خبریالان میترا مجیدي، فرید الله محمدي او نصیر احمد صالحي د رخشانه خپرونې خبریال محمد طاهر احمدي او د هشت صبح ورځپانې خبریال محمد امین کاوه د ډیرو نمبرو په ترلاسه کولو په ګډه د۱۴۰۲ کال د افغانستان د خبریال جایزه وګټله.

افغانستان دخبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د یوولسمې کلنۍ دورې ګټونکي اعلان کړل. د دې سیالۍ د غوراوي کمیټې د پایلې د اعلان له مخې په کابل او فراه کې د طلوع ن...

په داسې حال کې، چې سبا د مارچ ۳۱ د پاکستان حکومت بې ویزې او بې پاسپورټه باروړونکو موټر چلوونکو لپاره هغه هیواد ته د ننوت...
03/30/2024

په داسې حال کې، چې سبا د مارچ ۳۱ د پاکستان حکومت بې ویزې او بې پاسپورټه باروړونکو موټر چلوونکو لپاره هغه هیواد ته د ننوتلو لپاره ورستۍ نېټه ټاکل وه، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې شرط د لرې کېدلو خبره کوي.
د دغه وزارت ویاند رسنیو ته په یو لېږلي ویدیوي کلیپ ویلي، له پاکستاني لوري سره د نوې هوکړې له مخې به د یو بل کال لپاره هم دا موټرو چلونکي په موقتو اسنادو تګ راتګ کوي.
د پاک افغان سوداګرۍ خونې یو مسسول خان جان الکوزي هم رسنیو سره په خبرو کې منلی، چې د ویزې شرط لیرې شوی او په ټکو یې دا د دواړو لوریو سوداګرو لپاره مهم پرمختګ دی.
افغان او پاکستاني سوداګرو هم له دې پرېکړې هرکلی کړی، خو د ستونزې د دایمي حل غوښتنه یې کړې ده.

Address

Boone, NC

Telephone

+491725312828

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AVR پښتو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AVR پښتو:

Share