VOA Deewa - وي.او.اې ډيوه

VOA Deewa - وي.او.اې ډيوه VOA Deewa is a trusted source of news and information on Pakistan, Afghanistan and the world. Here you'll find the best of deewaradio.com, plus a community of fans discussing each day's most interesting stories. www.voanews.com/wm/live/radiodeewa.asx
VOA Deewa is a trusted source of news and information around the world. Here you'll find the best of deewaradio.com, plus a community of fans discussing each day's most interesting stories.
(6413)

Launched in October 2006, VOA Deewa Radio broadcasts 24 hours a day, 7 days a week. Nine hours of daily live programs featuring news, current affairs and call-in shows are available during prime time in the Pakistan/Afghanistan Border Region (0000 to 0300 UTC, 6:00 a.m. to 9:00 a.m., and 1200 to 1800 UTC, 6:00 p.m. to 12:00 a.m. Pakistan Standard Time). The remaining 15 hours include special radio packages and contemporary Pashto popular music. The programs are heard on MW, SW, and on the Web 24 hours a day.

Mission: VOA Deewa Radio (Radio Light) provides reliable information to its audience in the Pakistan/Afghanistan border region, where over 40 million Pashto-speaking Pakistanis and Afghans live. The audience in this region lacks access to independent sources of information. A biased State and private media ,newspapers with a Jihadi agenda and propaganada of extremists’ groups are dominant in the media market. VOA Deewa Radio reaches this critical region on radio and the Internet.

پاکستان کې بند پاتې شوي ۳۰۰۰ افغانان دچمن دلارې بیرته خپل هیواد ته اوښتي
05/10/2020
پاکستان کې بند پاتې شوي ۳۰۰۰ افغانان دچمن دلارې بیرته خپل هیواد ته اوښتي

پاکستان کې بند پاتې شوي ۳۰۰۰ افغانان دچمن دلارې بیرته خپل هیواد ته اوښتي

دپاکستان لخوا افغانستان سره له ګډې پولې پرانستلو وروسته د شنبې یا خالي په ورځ پاکستان کې بند پاتې شوي شا وخوا ۳۰۰۰ افغان وګړي د چمن پولې دلارې افغانستان ته اوښتي دي.

پاکستان:یو شواروز کې څه کم ۲۰۰۰کسان په کرونا وایرس اخته شوي
05/10/2020
پاکستان:یو شواروز کې څه کم ۲۰۰۰کسان په کرونا وایرس اخته شوي

پاکستان:یو شواروز کې څه کم ۲۰۰۰کسان په کرونا وایرس اخته شوي

پاکستان کې په کرونا وبایي ناروغۍ څار لرونکی مرکز وایي په تیر یو شوارزو کې ۱۹۹۱نور کسان په دغه وایرس اخته شوي چې دې سره ګرد هیواد کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۹۴۶۵ ته ر....

د امریکې د پښتون کونسل او پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډه آنلاین غونډه کې لسګونو پښتنو مېرمنو د عارف وزیر وژنه وغندله او د پښ...
05/10/2020
د پښتنو ښځو آنلاین غونډه: د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې کمېشن دې د پښتنو د وژنو پلټنه وکړي

د امریکې د پښتون کونسل او پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډه آنلاین غونډه کې لسګونو پښتنو مېرمنو د عارف وزیر وژنه وغندله او د پښتنو پر خاوره د جګړې د ختمېدو تر څنګ یې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یوه کمېشن جوړېدو غوښتنه وکړه چې وایي په پاکستان کې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې او تر هغه را وروسته د پښتنو د هدفي وژنو پلټنه وکړي.

د امریکې د پښتون کونسل او پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډه آنلاین غونډه کې لسګونو پښتنو مېرمنو د عارف وزیر وژنه وغندله او د پښتنو پر خاوره د جګړې د ختمېدو تر څنګ یې د ملګرو م...

05/10/2020
امریکې کې د پښتون ژغورنې غورځنګ کونسل غونډه

د امریکې د پښتون ژغورنې غورځنګ کونسل لخوا د پښتنو مېرمنو انلاین غونډه وشوه. په دې غونډه کې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه شاوخوا ۶۵ مېرمنو د انټرنټ له لارې ګډون وکړ. نور تفصیل یې د منزه شهید په راپور کې وګورئ.

05/10/2020
د امریکې د پښتون ژغورنې غورځنګ کونسل لخوا د پښتنو مېرمنو انلاین غونډه

د امریکې د پښتون ژغورنې غورځنګ کونسل لخوا د پښتنو مېرمنو انلاین احتجاجي غونډه وشوه. په دې غونډه کې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه شاوخوا ۶۵ مېرمنو د انټرنټ له لارې ګډون وکړ. نور تفصیل یې د منزه شهید په راپور کې وګورئ.

05/10/2020

د امریکې د پښتون ژغورنې غورځنګ کونسل لخوا د پښتنو مېرمنو انلاین غونډه وشوه. په دې غونډه کې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه شاوخوا ۶۵ مېرمنو د انټرنټ له لارې ګډون وکړ. نور تفصیل یې د منزه شهید په راپور کې وګورئ.

د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر څلوېښت لکه 59 زره او د مړو شمېر دوه لکه 79 زره 500 ت...
05/09/2020
په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس اخته کسان تر څلوېښت لکه زیات شول

د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر څلوېښت لکه 59 زره او د مړو شمېر دوه لکه 79 زره 500 ته رسېدلی دی. په امریکا کې له دې ناروغۍ د مړو شمېر اتیا زره ته نیژدې شوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر دیارلس لکه څلوېښت زره اوښتی دی.

د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر څلوېښت لکه 59 زره او د مړو شمېر دوه لکه 79 زره 500 ته رسېدلی دی. په امریکا کې له دې ناروغۍ د مړو شمېر اتیا ...

په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا بین الافغاني خبرو ته د لارې برابرولو ...
05/09/2020
افغان حکومت: 1000 طالب بندیان مو خوشي کړل طالبان: له هراته مو نن 28 نور بندیان خوشي کړل

په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا بین الافغاني خبرو ته د لارې برابرولو لپاره د قطر، هندوستان ا پاکستان په سفر دی، افغان حکومت او طالبانو پر یو بل د بندیانو په خوشي کولو کې د ځنډ او په مذاکراتو کې د خنډ تورونه پورې کړي دي.

واشنګټن ـــــ په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا بین الافغاني خبرو ته د لارې برابرولو لپاره د قطر، پاکستان او هندوستان...

د پاکستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ګډ تنظیم پي ایم اې یو ځل بیا د حکومت د دې ګام مخالفت کړی چې په هېواد کې یې په...
05/09/2020
د پاکستان د ډاکټرانو تنظیم یو ځل په ټینګار د لاک ډاون د عملي کېدو غوښتنه کړې

د پاکستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ګډ تنظیم پي ایم اې یو ځل بیا د حکومت د دې ګام مخالفت کړی چې په هېواد کې یې په تدریجي ډول د ټولبند یا لاک ډاون د ختمولو اعلان کړی او وایي د حکومت دا کار به د کرونا وایرس د زیات خپرېدو سبب شي.

واشنګټن ـــــ د پاکستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ګډ تنظیم پي ایم اې یو ځل بیا د حکومت د دې ګام مخالفت کړی چې په هېواد کې یې په تدریجي ډول د ټولبند یا لاک ډاون د ...

05/09/2020
غور کې احتجاج

د غور ولایتی چارواکي وايي چې د شنبې په سهار د مې ۹مه په دغه ولایت کې درې تنه لاریون کوونکي هغه مهال ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول چې کله د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ وډب پېښ شو. احتجاج کونکو د لاک ډاون لاوجې د حکومت څخه د مرستو غوښتنه کوله.

05/09/2020
د سوات شهاب شاهين او حسن جان د میندو په نړیوالې ورځ خپله مور ستایي

په ګرده نړۍ کې د هرکال د می میاشتې دویم اتوار/ یکشنبه د میندو نړیواله ورځ (مدرز ډی) په توګه لمانځل کیږی. په دې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ‌ کې خلک خپلو میندو ته د مینې ډک پېغامونه او تحفې لیږي.‌ د. سوات دوه ځوانانو شهاب شاهین او حسن جان د دې ورځ په مناسبت یوه سندره ریکارډ کړې. راځۍ چې د شهاب شاهین او حسن جان دغه سندره واورو.

05/09/2020
پاکستان لاک ډاون او کرونا وائرس

د پاکستان حکومت د خالي / شنبې د ورځې نه د دکانونو، ودانۍ جوړیدو ځایونو یا کنسټرکشن سائټس او نورو کاروباونو ته د کار کولو اجازه ورکړی ده. د عمران خان حکومت د کرونا وائرس د خوریدو مخنیوي لپاره په ګرد هیواد کې ټول بندیز یا لاک ډاون اعلان کړی وو او هر قسمه روزګارونه تړل شوي وو.

05/09/2020
05/09/2020
د میندو نړیواله ورځ او د سوات فضیلت اکبر بي بي

د سوات فضیلت اکبر بي بي چې د سیمې په هایېر سېکنډري سکول کې پرنسپله یا مشره ده، د ډیرو کلونو راهسې په دغه سیمه کې د جینکو په زده کړو کې مهم رول لوبولی دی او د سیمې زرګونو جینکې یې. شاګردانې پاتې دي. د لاک ډاون په دې ورځو کې د جینکو زدکړو لپاره څه کوي؟ او د میندو نړیوالې ورځې په مناسبت خپله مور څنګه یادوي؟ د فیاض ظفر په دې مرکه کې یې کیسه واورۍ.

05/09/2020
د پاکستان،‌سیمې او نړۍ د اقتصاد لنډه جایزه

د پاکستان د خزانې وزیر عبدالحفېظ شېخ ویلي په روان مالي کال کې به د ملک مالي خساره ۹ فیصد ته رسیږي. د رویټرز خبري ادارې سره په یو مرکه کې عبدالحفیظ شېخ ویلي د کرونا وبا وړاندې په ملک کې روان کال د ۷.۶ فیصد مالي خسارې طمع لرل کېده خو د اوس مالي خساره د ۸ نه تر ۹ فیصد پورې زیاتېدی شي.
د خزانې وزیر وايي د کرونا وایرس له کبله په ملکي آمدن،‌ برامداتو او په بهر ملکونو کې کاروبار کوونکو پاکستانیانو خپل ملک ته پیسو لیګلو باندې ډېر بد اثر غورځېدلی او د عامو خلکو ژوند ډېر متاثره شوی.
اخوا ملګرو ملتونو د نړۍ مالداره ملکونو،‌ کمپنو او مالداره خلکو نه اپیل کړی چې د کرونا وایرس نه متاثره شوو غریب ملکونو سره ددې وبا خلاف جنګ کې په فوري‌ توګه د ۶.۷ ارب ډالرو فنډ کې مرستې وکړي.
د نړۍ په اقتصاد نور حال تاسو ته د ډیوه همکار محمداکرام په دې ځانګړي پروګرام کې وړاندې کوي.

05/09/2020
05/09/2020
05/09/2020
حكومتي‌ لاک ډاون دکانداران د څومره اقتصادي تاوان سره مخ کړي؟

رونق زمان د خیبر پښتونخوا نوښار سیمې تعلق لرونکی چې د تیرو دولسو کالو راهسې د پاکستان سرښار اسلام اباد کې خپل دکان لري،‌ وايي په خپله دکاندارۍ کې مې داسې مالي / معاشی مشکلات چرې هم نه وو لیدلي. نوموړی وايي یو خوا د کرونا وایرس ویره ده او بلې خوا حکومتي لاک ډاون د سختو مالي چیلنجونو سره مخ کړي نو په کور هم نه شي کېناستلی.

05/09/2020
05/09/2020
د پاکستان مركزي حكومت په ټول بندیز کې نرمي اعلان کړې خو خېبر پښتونخوا کې لا هم بندیز دی

د پاکستان مرکزي حکومت لخوا نن د خالي په ورځ په هیواد کې په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان شوی خو په خېبر پښتونخوا کې نن هم په لویو ښارونو کې بازارونه او دکانونه تړلي وو.‌ د پیښور صدر دوکاندارانو چې د خالي په ورځ دوکانونه پرانستل نو ځایي انتظامیې پرې بیا وتړل. پاکستان کې د صحت چارواکي او کاروپوهانو اندېښنې ښودلي د حکومت دغه فیصلې سره به پاکستان کې د کرونا وایرس ناروغانو شمیر نورې هم سېوا شي. نور حال د مدثر شاه په دې رپورټ کې وګورۍ.

05/09/2020
05/09/2020

رونق زمان ، چې تعلق ئ د خیبر پښتونخوا نوښار سیمې سره دې، تیرو دولس کالو نه په پایه تحت اسلام آباد کښې کاروبار کوی، وای چې دومره لوې معاشی مشکلات ی چرته هم نه وؤ لیدلې چې څومره ی د کرونا مخنیوې د پاره په دې لاک ډاون کښې اوکتل.
رونق زمان وائ د کرونا وائرس نه هم یره لری ښو دومره وسائل هم نه لری چې په کور کینی اؤ ځان اؤ خپل فامیل اوساتی.

م م: د کرونا وايرس بحران به د اووه ميلينه غېر پلان حملونو او ۳۱ صنفي تشدد سبب وګرځي
05/09/2020
م م: د کرونا وايرس بحران به د اووه ميلينه غېر پلان حملونو او ۳۱ صنفي تشدد سبب وګرځي

م م: د کرونا وايرس بحران به د اووه ميلينه غېر پلان حملونو او ۳۱ صنفي تشدد سبب وګرځي

ملګرو ملتونو ويلي د کرونا وايرس بحران او د دې وبا له امله لاک ډاؤن به د اووه ميلينه پورې غېر پلان شوؤ حملونو او ۳۱ ميلينه پورې صنفي تشدد سبب وګرځي.

پاکستان: په سند صوبه کې لاک ډاؤن نه ختميږي
05/09/2020
پاکستان: په سند صوبه کې لاک ډاؤن نه ختميږي

پاکستان: په سند صوبه کې لاک ډاؤن نه ختميږي

د پاکستان د سند صوبايي حکومت ويلي د ګل/ دوشنبې د ورځې نه په صوبه کې لاک ډاؤن نه ختموي، دغه خبره په صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري کړې ده.

د حکومت لخوا په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو سرہ سم په بازارونو کې د خلکو گڼه سېوا شوې دہ۔ د چارسدې په بازار کې د ښځو گڼه لید...
05/09/2020

د حکومت لخوا په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو سرہ سم په بازارونو کې د خلکو گڼه سېوا شوې دہ۔ د چارسدې په بازار کې د ښځو گڼه لیدل کيږ‎ي۔
عکسونه: ارشد مومند

پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۶۱۸ ته رسېدلې
05/09/2020
پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۶۱۸ ته رسېدلې

پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۶۱۸ ته رسېدلې

په پاکستا ن کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۲۴ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس له امله د ټولو مړه شوؤ شمېره ۶۱۸ ته رسېدلې او په ملک کې په ۲۷زره ...

https://www.voadeewanews.com/a/us-covid-drug-overdose-suicide-deaths-well-being-trust/5412664.html
05/09/2020
امریکايي‌ اداره: د کروناوایرس په حالاتو کې ځان وژنې کېدلی شي

https://www.voadeewanews.com/a/us-covid-drug-overdose-suicide-deaths-well-being-trust/5412664.html

د "وېل بیینګ ټرسټ" نومې د جمعې په ورځ خپل رپورټ په داسې حال کې خپرو کړی چې په امریکا کې د بې روزکارۍ شرح د یورپ او د نورو ترقیافته ملکونو برطانیه او جاپان نه هم زیاته شوي...

05/09/2020
بي بي شیرینه – وي او اې ډيوه په ټیلې ویژن

د پاکستان په وخت سحر شپږ نیمو بجو نه د اته نیمو بجو او د افغانستان د سحر شپږو بجو نه د اتو بجو پورې په سیټلایټ ټي وي، ډیوه ریډیو ویب پاڼه، او په فیس بک هم کتلی شئ. په سیټلایټ ډش دا خپرونه په ایشیا سیټ تري چینل ۴٦ باندې خپریږي. د ډیوه ویب پاڼې درک دا دی
https://www.voadeewanews.com

https://www.voadeewanews.com/a/pakistan-us-khalilzad-gen-bajwa-taliban-afghan-peace/5412340.html
05/08/2020
امریکايي استازي او پاکستاني پوځي مشر په افغانستان کې د امن په موضوع خبرې کړي

https://www.voadeewanews.com/a/pakistan-us-khalilzad-gen-bajwa-taliban-afghan-peace/5412340.html

په قطر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالب استازو سره د خبرو په باره کې زلمي خلیلزاد په ټویټر وویل د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د هغې ډلې سریې په یو شمېر موضوع...

05/08/2020

په داسې حال کې چې خلق دکرونا وايرس له وجې د ویرې ښکار دي د نیویارک په بروکلېن سیمه کې داسې خلق او ټولنې هم شته چې هغوي خلقو ته ويړيا خوراک ورکوي او د خېرښېګړې کارونه کوي. دنیویارک نه درته د ډیوه خبریال فضل الله حال درکوي

https://www.voadeewanews.com/a/us-jobless-ratio-saors-higher-than-eu/5412276.html
05/08/2020
په امریکا کې د بې روزګارۍ کچه د ۱۴ فیصد نه بره او د یورپې ملکونو نه هم زیاته شوي ده

https://www.voadeewanews.com/a/us-jobless-ratio-saors-higher-than-eu/5412276.html

څو میاشتې وړاندې په امریکا کې د بې روزګارۍ شرح درې اشاریه پنځه فيصد وه چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د بې روزګارۍ تر ټولو ټیټه کچه وه. دغه وخت په یورپ کې د بې روزګارۍ شرح شپږ اش...

Address

330 Independence Ave Sw
Washington D.C., DC
20237

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when VOA Deewa - وي.او.اې ډيوه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to VOA Deewa - وي.او.اې ډيوه:

Videos

Our Story

Launched in september 2006, VOA Deewa Radio broadcasts 24 hours a day, 7 days a week. Nine hours of daily live programs featuring news, current affairs and call-in shows are available during prime time in the Pakistan/Afghanistan Border Region (0000 to 0300 UTC, 6:00 a.m. to 9:00 a.m., and 1200 to 1800 UTC, 6:00 p.m. to 12:00 a.m. Pakistan Standard Time). The remaining 15 hours include special radio packages and contemporary Pashto popular music. The programs are heard on MW, SW, and on the Web 24 hours a day.

Nearby media companies


Other Broadcasting & media production in Washington D.C.

Show All