01/09/2025
پکتیا څخه یو مرستندویه مسلکي او روغتیايي ټیم کونړ ته د زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره حرکت وکړ
#دریځ نیوز
د پکتیا ولایت مقام په لارښوونه یو مرستندویه مسلکي او روغتیايي ټیم کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره حرکت وکړ.
د پکتیا عامې روغتیا رئيس ډاکتر معراج ګل عادل وايي، په یاد ټیم کې تر ډیره متخصص ډاکټران دي چې له ځان سره یې درمل، خوراکي توکې، خیمې او نور اړین توکې او مرستې انتقال کړې.
ورته مهال مرکز ګردیز ښار کې د ټاکل شوې ولایتي کمېټې له لورې د کونړ ولایت زلزلې قربانیو ته د نغدي مرستې راټولونې لپاره صندوق کېښودل شو.
د یادې ولایتي کمېټې مسؤلین وايي، چې راټولې شوې مرستې به د کونړ زلزلې قربانیو ته د یوې شفافې پروسې له لارې ولیږدوي.
پکتیا ولسونه د مرستې راټولولو له دغه ګام هرکلی کوي او وايي، چې تیار دي تر څو د یادو ولایت زلزلې قربانیو سره مرستې وکړي.