JAHAN News جهان نیوز

JAHAN News جهان نیوز جهان نیوز د موثقو خبرونو معتبره منبع ده. کره، تازه او هر اړخیز خبرونه، شننې او لیکنې دلته لوستلای شئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی حنيف پښتين وايي، د دې غورځنګ د مرکزي شورا غړی حاجي عبدالصمد خان چې د پېښور محکمې د حکم پر...
04/01/2025

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی حنيف پښتين وايي، د دې غورځنګ د مرکزي شورا غړی حاجي عبدالصمد خان چې د پېښور محکمې د حکم پر بنسټ تازه له پېښور مرکزي زندانه خوشي شو، د زندان له مخې څخه نورو مخ پټو پوليسو بيرته ونيوه.

پاکستان د دوو کلونو (۲۰۲۵- ۲۰۲۶) لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا موقت غړيتوب ترلاسه کړ.تېره ورځ، د ياد سازمان د...
04/01/2025

پاکستان د دوو کلونو (۲۰۲۵- ۲۰۲۶) لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا موقت غړيتوب ترلاسه کړ.

تېره ورځ، د ياد سازمان د ۱۸۵ غړو له ډلې په ۱۸۲ رايو د پاکستان غړيتوب تائيد شو.

په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې د ملګروملتونو سازمان امنيت شورا کې د ياد هېواد استازی خپل بيرغ په ځانګړي شوي ځای کې نصبوي.

د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزيز د سوريې د بهرنيو چارو وزیر، د دفاع وزير او د استخباراتو عم...
04/01/2025

د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزيز د سوريې د بهرنيو چارو وزیر، د دفاع وزير او د استخباراتو عمومي رييس سره د دوه اړخيزه اړيکو د تقويت په اړه مفصلې خبرې کړې دي، چې د سعودي عربستان رسمي دولتي اژانسونو دغه کتنه «ګټوره» بللې ده.

وړاندې ويل شوي، په دې ناسته کې په سوریه کې په وروستیو تحولاتو او د داسې انتقالي سیاسي بهیر د ملاتړ پر لارو چارو بحث شوی، چې د سوريې د خلکو هيله او غوښتنه ده: «دغه ټول څه بايد د سوریې امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړي.»

د جمعیت ګوند د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې غړي حفیظ منصور...
04/01/2025

د جمعیت ګوند د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې غړي حفیظ منصور په یوې تازه مرکه کې ډیورنډ کرښه نړیوال سرحد یاد کړی دی.

ښاغلي منصور له امو ټلویزیون پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې ډیورنډ کرښه د نورو هغو منل شویو تاریخي نړیوالو سرحدونو په څېر ده، چې افغانستان یې له ایران، تاجیکستان او چین سره لري.

د هغه په خبره، که پاکستان د ټروریزم له ملاتړه لاس واخلي او خپلو پلان شویو ترورونو ته د پای ټکی کېږدي؛ د مقاومت په نوم جبهه کولای شي راتلونکي کې ورسره تعامل وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له اوونیو ځنډ وروسته یو ځل بیا په انلاین ډول د خلکو په مخکې راڅرګند او ټینګار یې و...
04/01/2025

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له اوونیو ځنډ وروسته یو ځل بیا په انلاین ډول د خلکو په مخکې راڅرګند او ټینګار یې وکړ چې پي ټي ایم به د عدالت تر پلي کېدو خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ښاغلي پښتین د جرمني په کولن ښار کې د پښتون قامي جرګې د پرېکړو عملي کېدو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته د ویډیو پیغام له لارې پخپله وینا کې وویل، چې د کابل لپاره د پاکستان سفارت د افغانانو په لوټ مارۍ بدل شوی دی.

د پښتین په خبره، هره ورځ لسګونه افغانان د پاکستان سفارت ته زرګونه ډالر د ویزې لپاره ورکوي.

د هغه په وینا، د وزیرستان پښتنو ته د خوست سبزي ـ مېوه په ۶۰؛ خو د لاهور او فیصل اباد سبزي بیا ۳۰۰ کلدارې پرېوځي، چې له دې سره د دواړو خواوو پښتانه غربت خواته بیايي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغه راز وویل، چې د دښمن تر رانسکورولو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

برېټانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول رسما ومنله چې انګلستان ترې د روانې سپتامبر میاشتې تر پایه د افغان سفارت خالي کولو...
09/09/2024

برېټانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول رسما ومنله چې انګلستان ترې د روانې سپتامبر میاشتې تر پایه د افغان سفارت خالي کولو او تړلو غوښتنه کړې ده.
یوه سرچینه راته وایي، برېټانیا ډپلوماټانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړی چې یا له دغه هېواده ووځي یا د پناه غوښتنلیک ورکړي.
دې نه مخکې امریکا هم واشنګټن کې د افغانستان سفارت بشپړ تړلی و.

اوکراین:ایران، روسیې ته د خضر بحیرې له لارې ۲۰۰ بالستیک توغندي استولي.ایران:دا زموږ پر ضد د لویدیځ بې اساسه تبلیغات دي.
09/09/2024

اوکراین:
ایران، روسیې ته د خضر بحیرې له لارې ۲۰۰ بالستیک توغندي استولي.
ایران:
دا زموږ پر ضد د لویدیځ بې اساسه تبلیغات دي.

د پنجاب حکومت نرښځیانو او ښځو ته ځانګړی ترانسپورتي سیسټم جوړ کړ.د دغو ټکسیانو، بسونو او موټرو چلوونکي به نرښځیان یا ښځې ...
09/09/2024

د پنجاب حکومت نرښځیانو او ښځو ته ځانګړی ترانسپورتي سیسټم جوړ کړ.
د دغو ټکسیانو، بسونو او موټرو چلوونکي به نرښځیان یا ښځې وي، انلاین به بلل کېږي او سورلۍ به یې هم یوازې نرښځیان او ښځې وي.
د پنجاب حکومت وایي، د (شي رایډز انلاین سیسټم) به د ښځو او نرښځیانو د ځورونې کچه کمه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزی د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت:احمد شاه مسعود واقعي افغان، وطندوسته او د افغانستان اتل و، چې د...
09/09/2024

پخواني ولسمشر حامد کرزی د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت:
احمد شاه مسعود واقعي افغان، وطندوسته او د افغانستان اتل و، چې د وطن د ازادۍ لپاره یې مبارزه وکړه.

د فلسطین لویدیځه غاړه کې د ترک نژادې امریکایي فعالې عایشه نورایزګي وژل کېدو ته د اردغان غبرګون:د اسراییلو پر وړاندې باید...
09/09/2024

د فلسطین لویدیځه غاړه کې د ترک نژادې امریکایي فعالې عایشه نورایزګي وژل کېدو ته د اردغان غبرګون:
د اسراییلو پر وړاندې باید د اسلامي هېوادونو یو ایتلاف جوړ شي.

له جمهوریته د اوسنیو واکمنو سرسخته پلوي فاروق اعظم:چې شل کاله نور هم تېر شي دنیا به دغسې حکومت چې د ښځو حقه حقوق نه ورکو...
09/09/2024

له جمهوریته د اوسنیو واکمنو سرسخته پلوي فاروق اعظم:
چې شل کاله نور هم تېر شي دنیا به دغسې حکومت چې د ښځو حقه حقوق نه ورکوي او په سپکه ورته ګوري، په رسمیت ونه پېژني.
وایي، هر وار چې دنیا موږ ته رانږدې شوې، موږ له دغې ادرسه لغته ور اچولې.

افغانستان د ایران په کوربه توب د کیوکیشن کراټې اسیایي اتلولیو دوه برخو کې دویم او دریم مقامونه وګټل.دې سبالیو کې افغان ز...
09/09/2024

افغانستان د ایران په کوربه توب د کیوکیشن کراټې اسیایي اتلولیو دوه برخو کې دویم او دریم مقامونه وګټل.
دې سبالیو کې افغان زلمیانو ۴ د طلا او ۱ د برونزو مډال ګټلی، خو لویانو بیا دوه د سرو زرو، دوه د سپینو او دوه د برونزو مډالونه وګټل.
دې سیالیو ته ۲۸ افغان لوبغاړي ورغلي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when JAHAN News جهان نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share