RTA Pashto and Dari

  • Home
  • RTA Pashto and Dari

RTA  Pashto and  Dari ⭐️🇦🇫⭐️

22/06/2023
17/06/2023

#🇦🇫

21/04/2023

🇦🇫 #پل سوخته # کابل #افغانستان #پل خوشبختی #

❤️
04/12/2022

❤️

30/04/2022

د جنرال سمیع سادات مرکه له ایرونۍ رسنۍ سره.

08/04/2022

د همایون افغان «۷»روژه ماتۍ(افطاری)

06/04/2022
28/03/2022

.

26/03/2022

برنامه آشتی با مبارز و هوتک،جای افتخار است که این دو قهرمان وطن ترک نکرده و در کنار ملت رنج دیده خد استن.

25/03/2022

له جنرال سمیع سادات سره مرکه .

مصاحبه با جنرال سمیع سادات.

25/03/2022

د حمیدالله هوتک تونده ویناه امارتیانو ته٫ په کومه لاره چې امارتیان روان دي هغه د افغانستان د بربادۍ لاره ده ٫ خدای پیغمبر قرآن ماته د تعلیم حق راکړۍ ته څوک یې.

24/03/2022

90 درصد ایران افغان‌ها در تصرف خد درآورده٫
شهروند ایرانی تا چشم باز کنید افغانی را می بنید اینجا ایران نیست کابل است.

24/03/2022

RTA

24/03/2022

فرعون او هامان

ډېر پخوا د نیل د سیند پر پوري غاړه
چي ماڼۍ د فرعونانو وه ولاړه
پر جهان یې غوړېدلی سلطنت وو
سلطانانو یې منلی منزلت وو
هر پاچا ورته لېږله سوغاتونه
په لښکر کي یې شامل وه ټول قومونه
د فرعون په سر کي تل یوه سودا وه
له هر چا یې پټه کړې مدعا وه
چي يې نوم وای تر اسمانه رسېدلی
او یو ځل وای په خدایي خلکو منلی
په نامه یې جوړېدلای معبدونه
پر سجده ورته پراته وای عالمونه
خلکو لمر سپوږمۍ د ده قدرت بللای
پر آسمان یې کرشمې د ده لیدلای
له فرعون سره وزیر نوم یې هامان وو
چي د عقل په میدان کي پهلوان وو
سر افسر د علم پوهي پر میدان وو
په چل ول کي بې جوړې لکه شیطان وو
فرعون غوټه د خپل زړه کړه ورته خلاصه
ور څرگنده یې آرزو کړه له اخلاصه
هامان وویل زما سر ته دي امان وي
ستا تر پښو دي صدقه سر د هامان وي
چي تر څو په دې وطن کي هوښیاران وي
سترگه ور وي، ژبه ور وي عالمان وي
چي شاگرد وي چي مکتب چي معلمان وي
چي لارښود وي چي ښوونکي استادان وي
چي د ښار په منځ کی پاته لا پوهان وي
ستا د تخت او زما د سر به دښمنان وي
اول بویه چي انسان نه وي وطن کي
د ښوونکو جامې نه وي د چا تن کي
نه له چا سره وي توان د فکر کړلو
نه هنر وي چا ته پاته د لوستلو
په وطن کي نه مکتب نه مدرسه وي
نه استاد وي نه منطق نه هندسه وي
ورپسې مي اورېدلې له پوهانو
له نیکونو او له لویو استادانو
د باغلیو کښت په گټه د سلطان دئ
سر پر سر خوراک یې عقل ته تاوان دئ
که جوار غنم سي بند اووه کلونه
خلک واخلي د باغلیو درمندونه
نو به کوچ وکړي د خلکو له سرونو
چي هر څه یې وي زده کړي په کلونو
ټول وطن به سي غوجل د حیوانانو
ولاتونه به سي ډک له جاهلانو
په وطن کي چی نېستي سي د پوهانو
جاهلان مني خدایي د بندگانو
ښار به نه وي یو وطن به وي د مړو
هی کوه یې لکه ډلي د اوزگړو
هم خالق یې هم سلطان یې د وگړو
ټول سرونه به پراته وي پر څپړو
ستا په نوم به خیراتونه وېشل کېږي
ستا په نوم به معبدونه ابادېږي
لوی فرعون امر وکړ پر مصریانو
د وطن پر کروندگرو دهقانانو
نور به نه کرئ غنم په کروندو کي
ذخیرې چي پټي نه کړئ په کورو کي
زه حاصل غواړم له مځکو د باغلیو
چي جوار غنم را نه وړئ له پټیو
دا په دې چي غنم عقل ته تاوان دئ
په لوی لاس چي څوک غنم کري نادان دئ
اووه کاله خلکو وکرل کښتونه
له باغلیو څخه ډک سول گودامونه
استادان او شاگردان یې دهقانان کړل
د باغلیو کروندو ته یې روان کړل
استادانو چلول درانه بارونه
د باغلیو ذخیرې سوې مکتبونه
مدرسې یې د ښارونو کړلې بندي
نښانې د جهالت سولې څرگندي
یوه ورځ په ښار کي جوړه غلغله سوه
تر ماښامه پوري لویه هنگامه سوه
د دوو وروڼو تر مابین جوړه جگړه وه
د ښار خلکو ته راوړې یې دعوه وه
د ښار خلک هم پر دوو برخو وېشلي
چا د مشر چا د کشر دا منلي
کشر ورور ویل چي زه جوړوم خونه
ځایوم پکښي لس غواوي شل پسونه
خرڅوم به یې شیدې مستې ارزاني
او پیسې به را رواني وي پرېماني
په لږ وخت کي به د ښار سرمایه دار سم
د ټول مصر به مالدار او دُنیا دار سم
مشر ورور ویل دا هیڅ نه سي کېدلای
زه پسونه غواوي نه سمه زغملای
ستا د غواوو دي تېره تېره ښکرونه
د زامنو به مي څیري کړي نسونه
چي ته نه کړې اندېښنه زما د زامنو
زه هم نه پرېږدم رمې ستا د پسونو
یو له بله یې په وینو وه لړلي
په لرگیو په چړو سره وهلي
نه د کشر ورور په جېب کي درې غیرانه
چي ماښام ته ډوډۍ رانیسي پرېمانه
نه د مشر ورور کوزده نه یې عیال وو
نه پیسې یې وې په کور کي نه یې مال وو
کشر ځان ته په چورتونو کي پاچا وو
هم څښتن وو د پسونو هم د غواوو
مشر هم خیالي زامن وه زېږولي
د غوایانو په ښکرونو یې وهلي
چي هامان ته خبر ورغى موسکی سو
په نقشو د شیطانت کي بریالی سو
سمدستي د فرعون مخ کي پر سجدو سو
ویل ستوری دي د بخت پر ځلېدو سو
وطن ډک دئ له جاهلو ساده گانو
پر خوبونو یې جگړې دي د خوارانو
دروازې د ښوونځیو مي تړلي
استادان مي زندانونو ته لېږلي
اوس دي وخت دئ د خدایي را رسېدلی
په هر کور کي د وطن به یې منلی
په سجدو به دي په پښو کي زوړ او ځوان وي
هر فرمان به دي راغلی له اسمان وي

۲۰۱۲ مې ۱۳
ویرجینیا
عبدالباري جهاني

24/03/2022

شهید داکتر نجیب الله 💔

23/03/2022

د آریانا نیوز پښتو خبرونه ۳ ۰ -حمل- ۱۴۰۱

23.March.2022

21/03/2022

پیغام محمد اشرف غني. 1401
⭐️🇦🇫⭐️
پیام محمد اشرف غنی. 1401

21/03/2022

د شهید داکتر نجیب الله د وخت پوځي نندارتون.

نمایش نظامی زمان شهید داکتر نجیب الله.

21/03/2022

د دارلامان ماڼۍ او ملي سرود⭐️🇦🇫⭐️
قصر دارلامان و سرود ملی⭐️🇦🇫⭐️

20/03/2022

لایک فالو ⭐️🇦🇫⭐️

20/03/2022

د آلمان د پارلمان تر ټولو ځوانه وکیله د اجباري واکسیناسیون په باره کې تونده ویناه.

سخن رانی تند جوان‌ ترین وکیل پارلمان آلمان در باره واکسناسیون اجباری.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA Pashto and Dari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share