باختر اطلاعاتي اژانس په خپل ایکس پاڼه خبر خپور کړی دی. چی پرون د تورخم له لارې ۵۸، سپین بولدک له لارې ۵۳، د اسلام کلا له لارې ۸۹ او د ورېښمو پله له لارې ۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
17/04/2024
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله په ټول هېواد کې ۷۰ تنه م.ړه شوي او ۵۶ تنه ټپیان دي.
16/04/2024
پاکستان د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ وتړله.
پاکستاني چارواکو ویلي، هغو کسانو ته اجازه ورکوي، چې پاسپورټ او ویزه ولري.
ځايي مسوولین وايي، هڅه کوي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
15/04/2024
د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي چې مختلفو ولایتونو کې د تیرو ورځو د شدیدو بارانونو او سیلابونو له کبله ۵۰ تنو خپل ژوند بایللی او لسگونه نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې سیلابونو زرگونه جریبه زراعتي ځمکه هم له منځه وړې او سلگونه کورونه تخریب او ویجاړ شوي دي.
15/04/2024
د باختر اطلاعاتي اژانس په خپل ایکس پاڼه خبر خپور کړی.
اې.بي.سي شبکې د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې پر اسرایلو د ایران د وړمې شپې توغندیزو بریدونو صهیونستي رژیم ته پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
د معلوماتو له مخې؛ ۹ توغندي د اسرایلو پر دوه هوایي ډګرونو (نواتیم) او (نګو) لګېدلي، چې په پایله کې یې ځینې لویې
او وړې مسافر وړونکې او نورې الوتکې زيانمنې کړې دي.
13/04/2024
په افغانستان کې به سیکانو ته د هغوی ځمکې بیرته ورکړل شي.هغه ځمکې چی په افغانستان کې له سیکانو او اهل هنود څخه غضب شوې دي بیرته ورکړئ شي.په همدی تړاو
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال له رسنیو سره په خبرو کې د ا.ا له لوري اهل هنود او سیکانو ته د هغوی ځمکو بېرته ورګرځول یو مثبت اقدام بللی.
Be the first to know and let us send you an email when Bahir Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.