Star News سټار نیوز

  • Home
  • Star News سټار نیوز

Star News سټار نیوز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Star News سټار نیوز, Media/News Company, .

خوست باک ولسوالۍ کې د کرکټ د اتلانو جام پای لوبهFinal match of the Champions Cricket Cup in Bak, Khost.📍Bak. Khost, خوست...
12/07/2025

خوست باک ولسوالۍ کې د کرکټ د اتلانو جام پای لوبه

Final match of the Champions Cricket Cup in Bak, Khost.

📍Bak. Khost, خوست باک ولسوالۍ کې د کرکټ د اتلانو جام پای لوبه

Final match of the Champions Cricket Cup in Bak, Khost.

📍Bak. Khost, Afghanistan

جونوغونډۍ روان سټار
تریزیو سوپر سټار کلب
باک اتلانو کریکټ کلب

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په محکوم وطن پښتونخوا کې د پښتون قام یو بل غږ هم ټپ شو.انا لله و انا الیه راجعونشهی...
11/07/2025

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په محکوم وطن پښتونخوا کې د پښتون قام یو بل غږ هم ټپ شو.
انا لله و انا الیه راجعون
شهید مولانا خانزیب زړور، د حق ملګری او پښتون پاله شخصیت و، د شهید مفتي منیر شاکر وروسته د مولانا خانزیب نشتون به په کوز وطن کې سخت احساس شي.
هغه د خپلو خلکو د غږ او چتولو او قوم لپاره ځآن قرباني کړ، له همدې امله دې ورته شهادت مبارک وي، کورنۍ او ټول پښتون قام ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
روح یې ښاد او پر ګور یې نور

11/07/2025

د باک ولسوالۍ اتلانو جام ستره پای لوبه نن ماسپښين ۳ بجې ترسره کیږي.
که وخت لرئ نو راځئ!
له طبیعي منظرو او خوندورې پای لوبې خوند واخلئ.
ځای: د باک ولسوالۍ پول ترڅنګ مرکزي کرکټ لوبغالی.

متون اتفاق vs منګل سټار

02/07/2025

اړينه خبرتیا!

د نرخونو ڪنټرول او د احتڪار مخنیوي ڪمیسیون د ناروغانو د اسانتیا، شفافیت او د درملو د بازار د سالم رقابت په موخه پرېڪړه ڪړې ده، چې: ټول ډاڪټران مڪلف دي، چې خپل فیس د نمبر اخیستلو پر مهال له ناروغانو واخلي؛ تر معاینې وروسته به ناروغ ته نسخه په لاس ورڪول ڪېږي؛ ناروغ حق لري، چې له هر هغه درملتون څخه دوا واخلي، چې خوښ یې وي.

د یادې پرېڪړې له مخې، هیڅ ډاڪټر حق نه لري، چې ناروغ ڪوم ځانګړي درملتون ته وروپيژني یا پرې فشار راولي.

ڪه له داسې غیر قانوني یا غیر اخلاقي چلند سره مخ ڪېدئ، نو ڪولای شئ خپل شڪایت د لاندې تلیفون یا واټساپ شمېرې له لارې له اړونده ادارو مسؤلینو سره شریڪ ڪړئ، تر څو قانوني اقدام ترسره شي.

📞 د اړیڪې شمېرې:
0778000097
0778774727
0767692929
0775996264

خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفت
Naqibullah Zaland

22/06/2025

نن راسره ادبی تنده حړوبه کړئ

13/06/2025

د اسراییلو د پوځ ویاند وايي چې ایران د اسراییلو په لور له ۱۰۰ څخه زیاتې بې پیلوټه الوتکې توغولي دي. د هغه په وینا، د اسراییلو هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو څارنه کوي او دوی د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، چې کېدای شي توغندي هم پکې شامل وي. د اسراییلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکي برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. ایران هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
Star News سټار نیوز

اوس مالوم شي چې څومره بیرته پري مصرفه وید لوي اختر په ورځو کې سپینې شګې ته له ۳۵۰ زره ډېر سیلانیان تللي ديد پکتیا ولایت ...
13/06/2025

اوس مالوم شي چې څومره بیرته پري مصرفه وی

د لوي اختر په ورځو کې سپینې شګې ته له ۳۵۰ زره ډېر سیلانیان تللي دي

د پکتیا ولایت رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د اختر په ورځو کې د یاد ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي پارک ته څه باندې ۳۵۰ زره سیلانیان تللي دي.
په دې تفریحي پارک کې د سیلانیانو لپاره اړین خدمتونه هم برابر شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ یاد پارک یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړ شوی دی.
د دې شرکت د څرګندونو له مخې؛ په ياده تفريحي سيمه کې دوه‌ زره خېمې، د ناستې لپاره غرفې، څلیريشت ساعته مخابراتي خدمات او برښنا، د اوبو سېسټم، دوه لوی هوټلونه، ايسکريم خونې، کافي شاپونه او نور بېلابېل خوړن‌ځايونه جوړ شوي دي.

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د غلنګ پل د سيمې د اوسېدونکو له لوري په شخصي لګښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.Star Ne...
13/06/2025

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د غلنګ پل د سيمې د اوسېدونکو له لوري په شخصي لګښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
Star News سټار نيوز

د بنګله دیش کرکټ بورډ:شکیب الحسن به تر هغې لوبو ته دوام ورکوي، ترڅو نوموړی مجرم ثابت شوی نه وي.بنګلدېشی الرونډر شکیب الح...
29/08/2024

د بنګله دیش کرکټ بورډ:
شکیب الحسن به تر هغې لوبو ته دوام ورکوي، ترڅو نوموړی مجرم ثابت شوی نه وي.
بنګلدېشی الرونډر شکیب الحسن چې دا مهال د پاکستان سره په سیالیو بوخت دی، په یاد هېواد کې په یوه قتل ترسره کولو تورن شوی.

د نوولس کلنې ملي لوبډلې راتلونکو پروګرامونو لپاره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ وټاکل شود افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کم...
28/08/2024

د نوولس کلنې ملي لوبډلې راتلونکو پروګرامونو لپاره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ په ډاګه کړ. دغه لوبغاړي به د ۲۰۲۴م کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل پورې په تمریناتي او روزنیزو کمپونو، دوه اړخیزو او درې اړخیزو لوبلړیو او د اسیا جام په ګډون په ګڼو نورو پروګرامونو کې برخه واخلي.

نو ټینشن 😃 #نوین الحق  #نوراحمد د ملګرو د تشویش په خاطرپه نوین الحق او نور احمد لږیدلی بندیز فقط په ILT20 دوبی نړیوال لی...
20/02/2024

نو ټینشن 😃
#نوین الحق #نوراحمد
د ملګرو د تشویش په خاطر
په نوین الحق او نور احمد لږیدلی بندیز فقط په ILT20 دوبی نړیوال لیګ کې د یو کال د لوبیدو بندیز دی چې کومه عټه خبره نده څکه دوی خپله ددې لیګ پرځای د سوت افریقا لیګ غوره کړیدی
ددی لیګ اوصول دادي چې هره لوبډله که کوم لوبغاړی ځان سره ساتې نو لوبغاړی مکلف دی چې ورسره ولوبیږي او که نه لوبیږي نو یو کال لپاره یاد لیګ کې نشي لوبیدلی
او یو کال بعد کولی شي چې د خپلې خوښې لوبډلې سره تړون وکړي
ایوبی

رب د رحم وکړي 😥د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې تېره شپه د اورښت له امله د غر ښویېدنې پېښه کې د...
19/02/2024

رب د رحم وکړي 😥
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې تېره شپه د اورښت له امله د غر ښویېدنې پېښه کې د لومړنيو معلوماتو له مخې شل کورونه لاندې شوي.
تر اوسه ۵ جسدونه موندل شوي او د نورو لټون جريان لري چې اټکل کيږي د تلفاتو شمېر زيات شي.
بلخوا د واورې او اورښت زياتېدو له امله د کونړ - نورستان لار هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Star News سټار نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share