Pakhtoon

Pakhtoon Pakhtoon is a pashto language first magazine. It was published for first time in 1928 by Khan Abdul Ghaffar Khan (Baacha Khan). Community

It was a part of the biggest Pashtoon movement "Khudai Khidmatgar" & played an excellent role in that movement.

سفيان د صوابۍ د سيمې د ترلاندۍ د شاهد عالم ناظم صېب زوے دے. خپل د اګست مجله ئې د ډاک خانې نه ترلاسه مړه
20/08/2025

سفيان د صوابۍ د سيمې د ترلاندۍ د شاهد عالم ناظم صېب زوے دے. خپل د اګست مجله ئې د ډاک خانې نه ترلاسه مړه

د اګست  #پښتون مجله د  #صوابۍ تحصيل ټوپۍ ملګري دې خبر وي چې مجله ملګري شېرعلي ته رسېدلې ده تاسو يې هلته ترلاسه کولې شئ. ...
15/08/2025

د اګست #پښتون مجله د #صوابۍ تحصيل ټوپۍ ملګري دې خبر وي چې مجله ملګري شېرعلي ته رسېدلې ده تاسو يې هلته ترلاسه کولې شئ.

0348 8940301

د 'پښتون' د اګست ګڼه مارکيټ ته راغله!دا ګڼه تاسو هم نن د باچا خان مرکز کتابپلورنځي او د هر لوے کتابتون نه پۀ اسانه تر لا...
12/08/2025

د 'پښتون' د اګست ګڼه مارکيټ ته راغله!
دا ګڼه تاسو هم نن د باچا خان مرکز کتابپلورنځي او د هر لوے کتابتون نه پۀ اسانه تر لاسه کولې شي.
هم نن ئې ارډر کړئ او تر لاسه ئې کړئ!

د ممبرشپ او ډاک ترلاسه کولو دپاره
سرکولېشن منېجر:
سعيد الله سعيد
+92 345 7664084
| |

سجاد ژوندون د پښتونخوا وطن نوموړي  سېلګري کامران خان (کامي خان) ته د پښتون وسايل خصوصي نمبر ډالۍ کوي.
05/08/2025

سجاد ژوندون د پښتونخوا وطن نوموړي سېلګري کامران خان (کامي خان) ته د پښتون وسايل خصوصي نمبر ډالۍ کوي.

د شمس بونېري کرونالوژي ـــــــــــــ اسد ولي خاند ليکوال اديب او سياسي استاذ شمس بونیري ورځ دې ياده وي........• د شمس بو...
01/08/2025

د شمس بونېري کرونالوژي ـــــــــــــ اسد ولي خان

د ليکوال اديب او سياسي استاذ شمس بونیري ورځ دې ياده وي........
• د شمس بونيري خپل نوم شمس الحق ؤ.
• د شمس بونيري د پلار نوم عبدالرزاق ؤ.
• د شناختي کارډ تر مخه ئې 12 فروري 1946ء د زېږون نېټه ده.
• پۀ کال 1953ء کښې د خپل کلي (غازي خانے، بونېر) پۀ لوئير پرائمري سکول چې پۀ جومات کښې ؤ، پۀ ادنيٰ جماعت کښې داخل شو.
• پۀ کال 1956ء کښې پۀ ګورنمنټ پرائمري / مډل سکول ګديزي کښې پۀ درېم ټولګي کښې داخله واخسته.
• پۀ کال 1963ء کښې ګورنمنټ هائي سکول ډګر کښې پۀ نهم ټولګي کښې داخل شو.
• پۀ کال 1964ء کښې ئې لسم پاس کړو.
• پۀ کال 1965ء کښې د خپل کلي پۀ پرائمري سکول کښې استاذ شو او هم دغه کال ئې وادۀ وکړو.
• پۀ کال 1967ء کښې ئې زوے عبدالحق پېدا شو، خو شپږ مياشتې پس وفات شو.
• پۀ کال 1969ء کښې ئې د نېشنل عوامي پارټي د مشرانو پۀ غوښتنه استعفيٰ ورکړه او پېښور ته لاړو. هم دغه کال نه ئې عملي سياست شروع کړو او د ګوند لۀ خوا د بونېر جنرل سېکټري وټاکلے شو.
• پۀ کال 1970ء کښې ئې لور"رحيمه" پېدا شوه.
• پۀ کال 1972ء کښې ئې زوے رياض جان پېدا شو.
• پۀ کال 1973ء کښې چې نېشنل عوامي پارټي د "پښتون ځلمے" په نوم تنظيم جوړ کړو، نو شمس بونېرے ئې د سوات، بونېر او شانګلې کمانډر مقرر کړو.
• "پۀ کال 1974ء کښې مې د ارواښاد اجمل خټک افغانستان ته پۀ بلنه د قلم پۀ ځاے ټوپک پۀ لاس کښې واخستو."
شمس بونېرے (د "زۀ څوک يم؟" نه اقتباس)
• پۀ کال 1976ء کښې ئې لور "رضيت" پېدا شوه.
• د شمس بونيري وړومبنۍ شعري ټولګه "سور سحر" (کومه چې دا وخت زمونږ سره ده) د چاپ کال نۀ لري، خو د خپلو خبرو پۀ آخر کښې ئې 26 اکتوبر 1976ء ليکلے دے.
• "د پاکستان حکومت زما خلاف دوه ويشت مقدمې د قتل، تباه کارۍ او سرکاري املاکو د تباهۍ جوړې کړې. پۀ کال 1977ـ 78ء کښې د حېدر آباد سازش کېس د خاتمې نه پس د پارټۍ پۀ هداياتو واپس راغلو او د سوات د هغې وخت ډپټي کمشنر زمونږ ضمانتونه منظور کړو او وروستو دغه مقدمې حکومت واپس واخستې." شمس بونېرے (د "زۀ څوک يم؟" نه اقتباس)
• "د جېل د وتو نه پس بيا د غلا په لار پۀ نومبر 1979ء کښې کابل ته لاړم." شمس بونېرے (د "زۀ څوک يم؟" نه اقتباس)
• د دوېمې شعري ټولګې "د ژوند نغمې" د خپلو خبرو پۀ آخر کښې ئې 21 فروري 1980ء نېټه ليکلې ده.
• پۀ کال 1980ء کښې ئې زوے رشيد جان پېدا شو.
• پۀ کال 1981ء کښې ئې لور"عابده" پېدا شوه.
• پۀ کال 1983ء کښې ئې د پېښور پوهنتون نه څوارلسم (بي اے) وکړو.
• هم دغه کال (1983ء) کښې ئې د قانوني زدکړو دپاره پۀ "خېبر لاء کالج، پېښور پوهنتون" کښې داخله واخسته.
• هم دغه کال يعنې 1983ء کښې پۀ افغان نېشنل بېنک، پېښور کښې د "انګلش ټائپسټ" په حېث بهرتي شو.
• د درېمې شعري ټولګې "د زندان يادونه" د خپلو خبرو نه پس ئې 27 دسمبر 1983ء نېټه ليکلې ده.
• پۀ کال 1984ء کښې د حکومت لۀ خوا ګرفتار شو. څو مياشتې پۀ بالاحصار کښې قېد ؤ او بيا د کال 1988ء پورې د پېښور پۀ سېنټرل جېل کښې بندي ؤ.
• په څلورمې شعري ټولګې "د سبا سندرې" د خپلو خبرو پۀ آخر کښې ئې کال 1985ء ليکلے دے، خو په ياد کتاب د سيد چراغ حسېن شاه ليکلې مقدمې لاندې 17/1/1986 نېټه درج ده.
• د قېد پۀ دوران کښې ئې د تعليم سلسله هم جاري ساتلې وه او پۀ کال 1986ء کښې د پېښور پوهنتون نه پۀ سياسياتو کښې ماسټر کړے دے.
• په پينځمې شعري ټولګې "سره شپېلۍ" د خپل ليک نه پس ئې
1 ستمبر 1987ء نېټه ليکلې ده.
• پۀ 1990ء کښې د څۀ وخت دپاره افغانستان ته لاړو او څو مياشتې بعد واپس راغلو.
• "پۀ کال 1991ء کښې ډګر عدالت ته تلل شروع کړل. د نوشاد وکيل صاحب په مرسته او وکالت نامو ئې وکالت شروع کړو. هم د دې کال پۀ دسمبر مياشت کښې ئې په يو ملګري پسې رهائي وړه، نو د کړاکړ پۀ غر کښې ئې اېکسيډنټ وکړو Head Injury ورته وشوه چې خوا و شا يو کال ئې يوه پښه او لاس مفلوج ؤ." (رياض جان بونېرے اېډوکېټ)
• پۀ کال 1992ء کښې ئې پۀ راولپنډي لاء کالج کښې داخله واخسته.
• پۀ 1994ء کښې ئې د LLB ډګري ترلاسه کړه او هم پۀ دغه کال کښې ئې د Lower Court لائسنس واخستو او پۀ باقاعده توګه ئې وکالت شروع کړو.
• پۀ کال 1996ء کښې ئې د هائي کورټ لائسنس واخستو.
• پۀ نومبر 2012ء کښې ئې نثري ټولګه "د زندان رڼا" چاپ شوه.
• د کال 2013ء نه تر 2018ء د عوامي نېشنل پارټي د مرکزي ورکنګ کمېټي غړے او سېنټرل کلچر سيکرټري هم ؤ.
• پۀ کال 2014ء کښې ئې شپږمه شعري ټولګه "دغه سجدې مې تا ته وې او کۀ نۀ" چاپ شوه.
• پۀ کال 2016ء کښې ئې نثري ټولګه "فکرونه، يادونه او خيالونه" چاپ شوه.
• د دسمبر2017ء نه تر جون 2020ء د "پښتون" مجلې د مشاورتي کمېټي غړے ؤ.
• مارچ 2021ء کښې ئې د نثر کتاب "کانې کانې ژوند" چاپ شو.
• اوومه / آخري شعري ټولګه "زما دغه شاعري ده" ئې پۀ فروري 2022ء کښې چاپ شوه.
• پۀ 1 اګست 2023ء ماسپښين دوه نيمې بجې پۀ ډګر هسپتال کښې پۀ حق ورسېدو. اروا ئې ښاده
• پۀ 2 اګست 2023ء د ورځې يوولس بجې ئې پۀ خپل کلي کښې جنازه وشوه او خاورو ته وسپارلے شو. په ګور ئې نور
• پۀ جولائي 2025ء کښې ئې ژوند ليک "زۀ څوک يم؟" او
نثري کتاب "د ټولنې په باب" د راقم الحروف پۀ ترتيب او تدوين چاپ شو.
يادونې:
د ارواښاد شمس بونيري د زېږون د نېټې، د تعليمي سلسلې او کتابونو په اړه څو اړينې يادونې:
• د زېږون د نېټې په اړه لکه څنګ چې ارواښاد پۀ ژوند ليک کښې ليکلې، هم دغه سمه نېټه ده، خو د "ليکوال" مجلې د ستمبر 2023ء ګڼه کښې ئې د زوي رياض جان بونيري اېډوکېټ پۀ ليک کښې د زېږون نېټه 2 فروري 1946ء ليکلې شوې ده، کومه چې د ټائپنګ غلطي ده.
• طاهر بونيري پۀ خپل يو ليک "افسانوي شخصيت" کښې، کوم چې د "پښتون" مجلې د ستمبر 2023ء ګڼه کښې چاپ شوے دے، ليکلي چې ارواښاد شمس بونيري پۀ اسلاميات کښې هم ماسټر کړے ؤ. د رياض جان د وېنا تر مخه هغۀ پۀ اسلاميات کښې ماسټر نۀ ؤ کړے او نۀ ئې کوم سند شتون لري.
• د ارواښاد د آخري شعري ټولګې "زما دغه شاعري ده" د ټائټل په وروستي مخ د ناچاپ آثارو پۀ لړ کښې به "سوداګر (افسانې)" او "مارکسي فلسفه (ژباړه)" ستاسو د نظر نه تېر شوي وي؛ د افسانو دغه کتاب ئې تر اوسه راقم الحروف او نۀ د ارواښاد د کورنۍ کوم غړي له په لاس ورغلے دے. د مارکسي فلسفې په اړه راقم الحروف د ارواښاد نه پۀ ژوندانۀ پوښتنه کړې وه، نو ارواښاد وئيل چې دا به د کارل مارکس مشهور کتاب داس کېپيټل پښتو ته ژباړم. خو د مصروفياتو او بيمارۍ لۀ کبله ئې تر مړينې دا ژباړه و نۀ کړې شوه.

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي د کلتور سکتر اکبر هوتي وکيل په مردان مايارو کښې ځوانانو ته  #پښتون مجله او شتمنه پښتونخوا ډال...
29/07/2025

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي د کلتور سکتر اکبر هوتي وکيل په مردان مايارو کښې ځوانانو ته #پښتون مجله او شتمنه پښتونخوا ډالۍ کوي

ستاسو  #پښتون مجله نن کنېډا ته هم ورسېده.د حيات پريغال مننه کوو
28/07/2025

ستاسو #پښتون مجله نن کنېډا ته هم ورسېده.
د حيات پريغال مننه کوو

23/07/2025
ملګرے عبدالله شاه په مردان ګوجر کړهۍ کښې د مائنز اېنډ منرل په حواله غونډه کښې امير حېدر خان هوتي ته  #پښتون مجله ورکوي.
19/07/2025

ملګرے عبدالله شاه په مردان ګوجر کړهۍ کښې د مائنز اېنډ منرل په حواله غونډه کښې امير حېدر خان هوتي ته #پښتون مجله ورکوي.

د پښتنو قامي شاعر رحمت شاه سايل ته  #پښتون وسايل نمبر ورسېده.
18/07/2025

د پښتنو قامي شاعر رحمت شاه سايل ته #پښتون وسايل نمبر ورسېده.

 #پښتون ستاسو تر درشلې در رسي
17/07/2025

#پښتون ستاسو تر درشلې در رسي

 #پښتون د کوهاټ پوهنتون د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د ځوانانو پهٔ لاسونو کښې  |
17/07/2025

#پښتون د کوهاټ پوهنتون د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د ځوانانو پهٔ لاسونو کښې
|

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pakhtoon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pakhtoon:

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share