01/02/2025
په دې وروستیو کې زاویه نیوز د کابل ښار په نهمې حوزې کې د یوه جومات د امام پر سر د رامنځته شوې پخوانۍ شخړې په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي. حقیقت دا دی چې دا شخړه د خلکو ترمنځ شخصي وه، نه د جومات د امام پر سر.
دا پېښه لومړی د جمهوریت پرمهال رامنځته شوې چې د یوې کورنۍ درې تنه په کې وژل شوي و، وروسته د دواړو لورو ترمنځ روغه شوې وه او تازه بیا د مقابلې کورنۍ له لوری د روغې جوړې باوجود په بلې کورنۍ برید شوی دی.
زاویه نیوز او ورته نورې مغرضې رسنۍ تل هڅه کوي چې د ۱۱ پر وړاندې ناسمه انګېرنه رامنځته، د خلکو ترمنځ اختلافات او جعلي روایتونه خپاره کړي.