ننګرهار ورځ پاڼه

ننګرهار ورځ پاڼه به دنیای درامد خوش آمدید😜

12/09/2025

د ظلم انتها
ننګرهار ولایت کي هغه فامیلونه چي کلونه کلونه دلته په کرایه پراته وه اوس د کورونو مالکان ورته په دي بهانه زنګونه وهي او ورته وايی چي هفته یا څو ورځو کي راته کور خالي کړه مونږ خپله خپل کور ته راځو خو کله چي کرایه دار غریب په دي سختو حالاتو کي له کور وباسي خپل کور په دری یا څلور زره افغانیو جیګه بیه باندي نوو راغلو فامیلونو ته په کرایه ورکړي دا شو زمونږ عدالت او انصاف
د داسي ظالمانو لپاره باید یو قانوني سزای حکم برابر شي افغانان ټول ددي هیواد بچیان دي ټولو ته باید په یوه سترګه وکتل شي
هر چیري چي ظلم کیږي خلاف يی یو

ایپل د ایفون ۱۷ د بېلا بېلو ماډلونو د پېژندنې وروسته ایفون ۱۶ سل ډالره ارزانه کړل او اوس یې قیمت ۵۹۹ ډالره ټاکل شوی دی.س...
12/09/2025

ایپل د ایفون ۱۷ د بېلا بېلو ماډلونو د پېژندنې وروسته ایفون ۱۶ سل ډالره ارزانه کړل او اوس یې قیمت ۵۹۹ ډالره ټاکل شوی دی.
سربېره پر دې، ایپل د آی فون ۱۵، ۱۵ پلس، آی فون ۱۶ پرو او آی فون ۱۶ پرو میکس د پلور بندولو پرېکړه هم کړې ده.

08/09/2025

رو-سیه وايي که چیرې د ناټو کوم هیواد د رو-سیې پر وړاندې د مرستې لپاره اوکر-این ته ننوځي نو دریمه نړیواله جګړ-ه به رامنځته شي.

که ملت د لوط قوم په پَل‌ قدم ږدي یا هغسې کړنې کوي، نو د هغوی غوندې انجام ته به هم ورسـيږي!د لوط قوم فطرت ضد ګناه وکړه، ن...
08/09/2025

که ملت د لوط قوم په پَل‌ قدم ږدي یا هغسې کړنې کوي، نو د هغوی غوندې انجام ته به هم ورسـيږي!

د لوط قوم فطرت ضد ګناه وکړه، نبي یې رد کړ، او لېواطت يې کاوه سپیان يې جنګول د الله ﷻ سخت عذاب پرې راغی ښارونه یې پورته شول، لاندې شول، او د آسمان نه پرې د تیږو باران وشو.

نن سبا دا ګناه بیا راژوندۍ شوې ده؛ که اُمت غلی پاتې شي، نو تاریخ به بیا تکرار شي.
اصلاح پکار ده، توبه پکار ده، غفلت نور بس دی!

07/09/2025

•سپوږمې تندر ونيوله.🌔
• دعاء او استغفار ووایه.📿🌔
• ذکر او تکبیر ووایه.📿
• صدقه ورکړه📿🌒

04/09/2025

ننګرهار ا.ق رسنیز دفتر:
وروستۍ زلزلې له امله دوه ښځې ژوبل شوي دي

تازه خبرهمدا شیبه د زلزلې احوال، د ننګرهار ولایت د خیوې ولسوالۍ په بډیالۍ کلي کې. یو شمېر کورونه تخریب شوي، خو د نېکمرغۍ...
04/09/2025

تازه خبر
همدا شیبه د زلزلې احوال، د ننګرهار ولایت د خیوې ولسوالۍ په بډیالۍ کلي کې. یو شمېر کورونه تخریب شوي، خو د نېکمرغۍ خبره دا ده چې په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي

د زندانونو چارو د سمون لوی رياست لخوا د مرستو کاروان هم کونړ ته ورسيد. د دغه کاروان مشر په وينا د ورځني ژوند اړين وسایل ...
03/09/2025

د زندانونو چارو د سمون لوی رياست لخوا د مرستو کاروان هم کونړ ته ورسيد. د دغه کاروان مشر په وينا د ورځني ژوند اړين وسایل او مواد یې زلزله ځپلو ته چمتو کړي دي. وایې په شفاف ډول به وويشل شي.

03/09/2025

د کونړ له زلزله ځپلو سيمو څخه وروستي جزييات دا دي، چې د خلکو هجوم او د لارو خرابوالي وړاندې درو ته د ژغورونکو ډلو رسېدل ستونزمن کړي او لاره بنده شوې ده.

لا هم په ځينو زيانمنو کليو کې خلک تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې عمليات بشپړ شوي ندي.

د لارو بندښت له وجې پر ټولنيزو شبکو کمپاين پيل شوی، چې د مرستو د وېش پر مهال دې بیروبار نه جوړېږي او د مرسته شويو لومړنيو خوراکي توکو وېش دې نه محدودېږي، ترڅو توکي خراب نشي او اړمنو ته ورسېږي.

#کونړ

قمر بنسټ په عملې ډکر کې د کنړ زلزله ځپلو ټپیانو ته د ۷۵۰ زره افغانیو نغدی مرسته  ووېشل شوهقمر بنسټ د ننګرهار ولایت صحت ع...
02/09/2025

قمر بنسټ په عملې ډکر کې
د کنړ زلزله ځپلو ټپیانو ته د ۷۵۰ زره افغانیو نغدی مرسته ووېشل شوه
قمر بنسټ د ننګرهار ولایت صحت عامه کې د کنړ زلزله ځپلو زخمیانو فی نفر زخمي ته 5000 افغانې نغده مرسته وکړه، یاد مرسته د قمر بنسټ ټیم او د ننګرهار ولایت د عدلي ریس او د ننګرهار د ولایت استازي مولوي سمیع‌الله سمون په حضور کې، د کنړ ولایت د زلزلې ۱۵۰ ټپیانو ته مرستې ووېشلې.
د هر ټپي ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې چې ټولیزه اندازه یې ۷۵۰ زره افغانۍ کېږي.

02/09/2025

څوکۍ ولسوالۍ
سپیرکو او ګورکنډۍ بانډو ته تر اوسه څوک نه دي ورغلي.
ورته څېرمه سیمو اوسېدونکي وای، هلته هم کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي.
که کوم کس ټپي پاتې وي، د هغوی ژوند هم خطر سره مخامخ دی؟

02/09/2025

د همکارۍ غوښتنه!
دا پوسټ در سره شیر کړئ ترڅو خلکو ته ورسېږي.
درنو هېوادوالو که څوک غواړئ همکاري وکړئ دلته پوهنتون شفاخانې کې د مریضانو لپاره د اوبو اشد ضرورت دی، اوبه دلته راوړئ.

Address

Jalalabad
2657

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار ورځ پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share