Afghan Press

Afghan Press په معتبرو سرچینو ولاړه بریښنایي پاڼه

دا وداني په بدخشان کې  جوړه شوې ده.
11/04/2026

دا وداني په بدخشان کې جوړه شوې ده.

01/04/2026

د پښتون سره دښمني
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا سهیل اپريدی د پنجاب پولیسو لخوا پر ځمکه کشول کيږي
يو کېږو که نه ورکېژټ

23/03/2026

که څه هم وخت بېښي غمجن دی خو دا تاريخي اتڼ درسره وګورۍ
که څه هم ځای دقيق مالوم نه دی خو داسې ښکاري حې دا سیمه د خوست ولايت د صبریو موتخېلو پورې اړه لري. مولي او موتخېل ډېره سرسبزه او غزل بوله سیمه ده. د دې ځای طبیعي ښکلا او خواصو ضرور پر هلته مېشتو خلکو اغېز کړی، او دا خلک یې ډېر مست، مېلمه‌پاله او مئین‌دوسته کړي دي.

دا سپین‌ږیري اتڼچیان به ډېر اوس نه وي ؛ دعا کوم چې خدای ج پرې خاص رحم وکړي او لوی رب تعالی د موږ بیا هماغه پخوانی مینې ته ور وګرځوي.

د هېواد هغه شتمني چې د وطن د دښمنانو له خوا لوټ او په پنجاپ وپلورل شوه دا الوتکې د خوست په هوايي ډاګر کې ولاړې وې خو اوس...
22/03/2026

د هېواد هغه شتمني چې د وطن د دښمنانو له خوا لوټ او په پنجاپ وپلورل شوه
دا الوتکې د خوست په هوايي ډاګر کې ولاړې وې خو اوس نشته

پاکستان چې دا ډول بندونه يا ډيمونه جوړولی شي هغه هم زمونږ اوبوته نو مونږ يې ولې نه جوړ وو?
22/03/2026

پاکستان چې دا ډول بندونه يا ډيمونه جوړولی شي هغه هم زمونږ اوبوته نو مونږ يې ولې نه جوړ وو?

22/03/2026

د خق غږ له مستغمره پښتونخوا څخه

13/03/2026

د اومکام نیوز په نوم یوې هندي رسنۍ په تازه خپاره شوي تحليلي راپور کې ويلي، چې پاکستاني رژيم ښايي په ایران کې له جګړې څخه د ځان ژغورلو لپاره افغانستان سره روان تاوتریخوالی لا زیات کړي.

​سرچینې ويلي، د ايران له لوري پر سعودي عربستان له توغنديزو بریدونو وروسته پاکستان د دفاعي تړون د عملي کولو له امله تر سخت فشار لاندې دی او ښايي په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

​يادې رسنۍ د استخبaراتي سرچينو له قوله زیاته کړې، چې پاکستان په افغانستان کې د یوې لویې پوځي جګړې د پیلولو پلان لري تر څو وخت ونیسي او په ایران کې د سعودي عربستان او امریکا په پلويتوب له جګړې څخه ځان وژغوري.

د سرچينې په خبره دا یو لوی "انحرافي تکتیک" دی، چې پاکستان به یې د ایران په جګړه کې د نه ګډون لپاره د عذر په توګه وکاروي.

​د معلوماتو له مخې دا فشار له هغه ستراتیژیک متقابل دفاعي تړون څخه سرچینه اخلي چې پاکستان او سعودي عربستان د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۷مه لاسلیک کړی و. د دې تړون اصلي ماده دا ده چې پر هر یو هېواد تېری به پر دواړو هېوادونو تېری ګڼل کېږي او اوس پاکستان مجبور دی، چې د ايران پر وړاندې جګړې ته ښکته شي.

​د شنونکو په خبره، پاکستان هیڅکله دا اټکل نه و کړی چې د خپلو ژمنو پوره کولو ته به اړ شي او نه یې هم دا فکر کړی و، چې ایران به د منځني ختیځ پر څو هېوادونو بریدونه وکړي.

سرچینې د یوه چارواکي له قوله زیاته کړې، چې پاکستان دا مهال تر سخت فشار لاندې دی او ډېری هېوادونه ورته هغه ژمنې یادوي چې له سعودي عربستان سره یې لري. خو پاکستان په اوسني وخت کې د جګړې اراده نه لري، ځکه نه غواړي د ایران او سعودي عربستان په لانجه کې راګیر شي.

​په ياد تحلیلي راپور کې همداراز ویل شوي، چې پاکستان په دې جګړه کې د امريکا پر ضد هم نشي درېدلی، ځکه تل یې امریکا سره په خپلو نږدې اړیکو ویاړ کړی دی او پاکستان حتی د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د کانونو یوه معامله لاسلیک کړې، چې دې کار مسله نوره هم پېچلې کړې ده.

اومکو‌ نيوز زیاتوي، چې پاکستان له پخوا راهیسې د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو لپاره د هند پر خاوره بریدونه د یو انحرافي تکتیک په توګه کارولي دي؛ خو دا ځل په نظامي کچه پر هند برید په هیڅ صورت یو انتخاب نه دی. پاکستان لا دمخه په خپلو کورنیو جګړو کې ډوب دی، او د TټP او بلوs لیبریشن آرمي (BLA) د دې هېواد لپاره وضعیت نور هم خراب کړی دی.

​سرچينې همدا راز د یوه بل چارواکي له قوله بیا ویلي، چې پاکستان ته به په افغانستان کې د جګړې پراخول دروند قیمت ولري، خو پاکستان د دغه خطر منلو ته چمتو دی او د اسلام اباد لپاره د ایران په جګړه کې د شاملېدو په پرتله غوره انتخاب دی.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې پاکستان په داسې یو ستونزمن حالت کې بند دی چې نه شي کولای سعودي عربستان، ایران او متحده ایالات په یو وخت کې له ځانه ناراضه کړي.

​سرچینې په پای کې د هوايي چارو د کارپوهانو له قوله ويلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتول به یوازې یوه لنډمهاله حل لاره وي او په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان لپاره دا "خطرناکه لوبه" لا پسې ستونزمنه او پیچلې شي.
ـــــــــــــ
هندوکش غږ

نن په مزري (Mazari Palm) غږیږومزری افغانی خجیره(خرما) ده، چه اصلاح کولو لپاره یی تر اوسه چا د زړه اقدام نه دی کړیمزری، چ...
05/03/2026

نن په مزري (Mazari Palm) غږیږو

مزری افغانی خجیره(خرما) ده، چه اصلاح کولو لپاره یی تر اوسه چا د زړه اقدام نه دی کړی

مزری، چې په اینګلیسی کې په Mazari Palm پیژندل کیږي،یو له هغو نایابه بوټو څخه دی،چې د لاسي صناعت ترڅنګ یوه په زړه پوري میوه هم لري،

دا نبات د Nannorrhops ritchiana په علمي نوم پېژندل کېږي او د وچ اقلیم د سیمو لپاره ځانګړی دی. دا بوټی په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان، ایران، او منځني ختیځ په غرنیو او صحرايي سیمو کې موندل کېږي.

د مزري Mazari Palm ځانګړتیاوې:

1. بڼه: دا یو ټیټ قد لرونکی بوټی دی چې اوږدې او تېزې پاڼې لري. پاڼې یې شنې یا نیلۍ شنې وي او ډېر وخت د پاڼو د ښکلا لپاره کارول کېږي.

2. د اقلیم تطابق: دا بوټی په سختو او وچو اقلیمي شرایطو کې وده کوي، او د تودوخې او کمې اوبو سره په اسانۍ ځان عیاروي.

3. اقتصادي ګټه:

د مزري د پاڼو څخه د کورونو د چتونو، پټونو، کټونو،کټ بوڼ،کشري شکرونه،پوزي،کتې لادونه،مزرینې څپلۍ، ټوکرکي،
راسۍ، تندري چې په غره کې د ساړو چینو پرغاړه د اوبو څښلو لپاره د جام ګېلاس خثیت لري کاریږي او نورو لاسي صنایعو لپاره هم ګټه ترې اخیستل کېږي.

مزري چې کله وچ شي،بیا د سوخ لپاره هم کارترې اخیستل کیږي،
ددې ټولو ځانګړتیاوو ترڅنګ،یوه په زړه پورې خواږه میوه هم لري،چې پټوې نومیږي.

دا بوټی دومره عجیب دی چې پټوې یې تنکی وي بیا هم شنې خوړل کیږي او هم پخې ، بې سارې خوند لري
ددې ترڅنګ یې تنکی پیټانار،هم د خورک وړدی،او دمزري چې کومه تنه ده د پولۍ په نام،په هغې کې د ننه یو قسم خواړه دي،چې ګربز ورته پخپله لهجه کې سکره وایي،او ځینې خلک ورته د سرکې خواړه وایي چې اکثره یې شپنه ډېر خوري،
هغه خواړه یې بیا له جدا ذائقه لري

4. زراعتي اهمیت:

دا نبات په هغه سیمو کې کرل کېږي چېرې چې نور نباتات د اوبو کمښت له امله نه شي ودې کولای.

د خاورې د فرسایش مخنیوي لپاره هم ګټور دی.

ایره: دمزري ایره به پخوانیو وختونوکې د جامو (لباس) مینځلو او نور لوخو کودیو، د پاکولو لپاره استعمالېده
او په سنتي درملو کې هم کارېده

زینتي ارزښت دمزري بوټی یو تر ټولو زینتي او د ښکلا ډک بوټی دی، د دې ښکلی جوړښت د باغونو او صحرايي سیمو د ښکلا لپاره یو مهم رول لري

طبی ګټې:

په دودیزه طب کې باور دی چې د Mazari Palm ځینې برخې د زخمونو، التهاباتو، او ځینو نورو روغتیايي ستونزو لپاره ګټورې دي، که څه هم په دې اړه علمي څېړنې کمې دي.

مزری،نه یوازې د سیمې د خلکو لپاره یو اقتصادي او ګټور بوټی دی، بلکې د وچو سیمو لپاره یو مهم نبات هم ګڼل کېږي چې د چاپېریال په ساتنه کې مرسته کوي.

په اخرکې به اووایم چې زمونږ د لویې پکتیا او خوست ولایت د اکثره ولسوالیو، اقتصاد یو وخت ، د هم دې بوټي پرمټ ولاړ ؤ، لکه ګربز،صبري،پړوخیل،باک،ځاځي میدان،علیشیر،تیریزي،تورې اوبه،قدام او نورې ډیرې ولسوالۍ په هم دې بوټې ابادې وې چې اوس ډېر کم خلک استفاده ترې کوي

شاعر سیدنبی زخمي

محمدغفور مهيدي

02/03/2026

مهمه خبرتيا
پاکستاني پوليس پخپلو ګروپونو کې غږ کوي، چې هر يو کس لس لس يا پنځه پنځه افغانان له ځان سره تر ماښام راولئ

که دوکان کې ناست وي هم راجګ يې کړئ، که په لاره روان وي هم وه يې نيسئ، ور ور وټکوئ، چې څنګه له کوره را ووځي تاڼې ته يې راولئ

سل کسان يې غوښتي دي، چې تر ماښام يې ورته پوره کړو

دا کسان بيا مډيا ته ورکوي، چې موږ د ج نګ په مهال دومره حضرات مج اهدين نيولئ دئ

که کيږي دا خبر تشهير کړئ، تر څو وار له مخکې د عامه ذهنيت د تخريب مخه نیول شوي وي

27/02/2026

خلک له طالبانو څخه غواړي، چې نن د جمعې په ورځ په ټولو جوماتونو کې بیانونه او خطبې د پاکستان پر ضد د جهاد او جکړې لپاره برابرې شي

دوی ټینګار کوي، چې د طالبانو حج او اوقافو وزارت ټولو ریاستونو ته باید دغه دنده ورکړي، چې د هېواد په هر دیني مرکز او جوماتونو کې د پاکستان پر ضد خپل بیانونه ترتیب کړي.

کابل
22/01/2026

کابل

خبرتیا!درنو خوست مېشتو!پکتیا ولایت ته پر تلونکې لار (سټو) کې د سختو واورو د ورېدو له امله لارې ښویېدلې او د موټرو تګ رات...
22/01/2026

خبرتیا!
درنو خوست مېشتو!
پکتیا ولایت ته پر تلونکې لار (سټو) کې د سختو واورو د ورېدو له امله لارې ښویېدلې او د موټرو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.
د خوست د ترافیکو مدیریت د پکتیا له ترافیکي مسؤلینو سره په دوامداره توګه اړیکه کې دی. له ټولو موټرچلوونکو او په یاده لار تلونکو خوست مېشتو څخه هیله کیږي چې تر بلې خبرتیا پورې له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.

خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر

Address

Madina Zaeyd
Abu Dhabi
1

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Press posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share