nunn.barya نن ټکی بريا

nunn.barya نن ټکی بريا نن ټکی بريا ازاده او خپلواکه خبرې فيسبوک پاڼه ده چې د افغانستان او نړۍ څخه تازه هراړخيزه خبرونه خپروي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۵۰ کورنۍ، د قندهار د سپین بولدک له لار...
14/04/2025

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۵۰ کورنۍ، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۴۰۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه راز ۳۵۲۲ راستنو شويو ته سيمکارتونه وېشل شوي, ۲۶۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې پرون له کابل څخه هم ۲۱۰کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۲۱۶تنه وو، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۰۹ زره ۴۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د نن دوشنبې ورځې نېټه.
14/04/2025

د نن دوشنبې ورځې نېټه.

د نن یکشنبې ورځې نېټه.
13/04/2025

د نن یکشنبې ورځې نېټه.

د نن شنبې ورځې نېټه.
05/04/2025

د نن شنبې ورځې نېټه.

د نن ورځې نېټه:
03/04/2025

د نن ورځې نېټه:

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو....
24/03/2025

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو.

د یاد وزارت د خبر له مخې، دغه مهم ګام به د غزني ولایت ځوانانو سربېره د هېواد د بېلابېلو برخو زده کړیالانو ته د طب برخه کې د لوړو زده کړو زمینه برابره او روغتیایي خدمات به ورسره پیاوړي او لا معیاري شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې بدخشان پوهنتون کې هم د طب پوهنځی منظور شوی و.

د بست غږ د واټساف لينک 👇https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E
27/01/2025

د بست غږ د واټساف لينک 👇
https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E

د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دې وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د «ترستکو مېډل اېسټ» شرکت له استازو سره کتلي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې د یاد شرکت استازو د هېواد د سړکونو او اوسپنیزو کرښو رغولو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند کړی دی.

د ټولګټو سرپرست وزیر د دوی د لېوالتیا هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو لپاره امنیتي او اقتصادي شرایط برابر شوي دي.

د بست غږ د واټساف لينک 👇
https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E

د بست غږ د واټساف لينک 👇https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E
27/01/2025

د بست غږ د واټساف لينک 👇
https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E

د هرات ولایتي مقام ویلي، چې د ټاپي پروژې رییس د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار سره کتنه کې د ګازو دغې نل لیکې د چارو چټکتیا خبر ورکړی دی.

د ټاپي پروژې رییس عبدالله یوف دې کتنه کې د یادې پروژې د کاري پروسې معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د ګازو نل لیکې ۶ کیلومټره کارونه بشپړ شوي دي.

بلخوا د هرات والي د ټاپي پروژې کار چټکتیا لپاره د محلي ادارې له لوري د لازمو اسانتیاوو برابرولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د بست غږ د واټساف لينک 👇
https://whatsapp.com/channel/0029VayWUFmBvvsd3nIIyz2E

د پولي واحدونو په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان خپل مقام ښه کړی دی.د مالي چارو په اړه راپور ورکوونکې ادارې ‘بلوم...
04/01/2025

د پولي واحدونو په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان خپل مقام ښه کړی دی.

د مالي چارو په اړه راپور ورکوونکې ادارې ‘بلومبرګ’ د راپور له مخې چې تازه یې خپور کړی، په کې افغانۍ د نړۍ په دریو باثباته اسعارو کې راغلې ده.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، د لبنان لیرا په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د نورو هېوادنو د اسعارو په پرتله ارزښت له لاسه ورکړی او د ۸۳ سلنې څخه ډېرې کمې شوي، خو ایراني تومان بیا د نړۍ بې ارزښته اسعار پېژندل شوي.

ایتوپیا، نایجیریا، ارجنټاین، برازیل، روسیه، ګانا، مکسیکو او ترکیه هم د هغو هېوادونو په لېست کې دي، چې د خپلو ملي اسعارو په ارزښت کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان واخان باندې د دې هېواد پوځیانو د برید اوازې رد کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو و...
04/01/2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان واخان باندې د دې هېواد پوځیانو د برید اوازې رد کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ دغو اوازو ته په غبرګون کې ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان په ګډون ګاونډیانو سره د ډیپلوماسي او اړیکو ساتلو ته ژمن دی.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې ځینو پاکستاني استخباراتي کړیو دې وروستیو کې داسې اوازې خپرولې چې ګواکې پاکستاني ملېشو د واخان په ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

خو تر دې وړاندې د افغانستان ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې واخان د «افغانستان سر» بللی او ویلي یې دي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هر ډول شرایطو کې ترې دفاع وکړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو تر بریدونو وروسته افغان ځواکونو پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او د لومړي ځل لپاره یې ډیورڼد فرضي کرښې هغې بلې غاړې ته د شریرو کړیو او ملاتړو مرکزونه یې په نښه کړل.

نن د شنبي د ورځي نېټه!
04/01/2025

نن د شنبي د ورځي نېټه!

Address

Al Ain
30000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when nunn.barya نن ټکی بريا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to nunn.barya نن ټکی بريا:

Share