نړۍ دا وخت

نړۍ دا وخت Your Voice Your Story Your Platform

26/08/2026
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان‌الاصله استازې عائشه وهاب له واشنګټن غوښتي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره دیپلوماتیک تع...
25/08/2026

د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان‌الاصله استازې عائشه وهاب له واشنګټن غوښتي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره دیپلوماتیک تعامل وکړي. هغې ټینګار کړی چې امریکا باید پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، خپلې اړیکې وساتي او د ډیپلوماسۍ له لارې طالبان د بشري، ښځو او مدني حقونو په برخه کې سمې لارې ته سوق کړي.مېرمن وهاب، چې تازه د امریکا د استازو جرګې ته ټاکل شوې، د افغانستان د ښځو او نجونو پر وضعیت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د یوې افغان‌امریکایۍ په توګه د افغانستان اوسنی حالت ورته ناهیلي کوونکی دی.هغې د افغانستان پر جیوپولیټیک او اقتصادي اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکا باید لږ تر لږه د اقتصادي همکاریو او قراردادونو په برخه کې له افغانستان سره ونډه ولري.

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

د پاکستان د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو ک...
24/08/2026

د پاکستان د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د وسله‌والو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۵۶ پولیس وژل شوي دي.راپور زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې پر پولیسو او امنیتي مرکزونو شاوخوا ۲۵۰ ډرون بریدونه هم ترسره شوي دي، چې د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو څرګندونه کوي.

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

امنیتي سرچینو ویلي چې د جمعه خان له ډیپوګانو څخه داسې چینایي جوړ توغندي نیول شوي چې د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ کیلومټره واټن ویشتل...
24/08/2026

امنیتي سرچینو ویلي چې د جمعه خان له ډیپوګانو څخه داسې چینایي جوړ توغندي نیول شوي چې د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ کیلومټره واټن ویشتلی شي. همدارنګه په سلګونو چینایي ډرونونه هم ضبط شوي دي.کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغو تجهیزاتو تر شا د چین او پاکستان ګډ پلانونه پراته دي، چې موخه یې د افغانستان معدني سیمې ناامنه کول او د ورانکارو ډلو د تجهیز له لارې د کانونو په ارزانه بیه ترلاسه کول دي.شنونکي ټینګار کوي چې د چینایي پیت‌پوزي کانونو پروژې باید لغوه شي، څو د ملي ګټو او د افغانستان د معدني سرچینو ساتنه وشي.

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

ترکیې غزه کې د عام وژنې په تور د نتنیاهو د نیولو پرېکړه کړې د راپورونو له مخې، ترکیې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د عمل...
23/08/2026

ترکیې غزه کې د عام وژنې په تور د نتنیاهو د نیولو پرېکړه کړې
د راپورونو له مخې، ترکیې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د عملیاتو په تړاو د یاد ریژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیولو پرېکړه کړې او له «انټرپول» څخه یې غوښتي چې د نوموړي او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو پر وړاندې د نړیوال توقیف حکمونه تطبیق کړي.

د راپورونو له مخې، انټرپول د خپلو غړو هېوادونو له لوري ورسپارل شوي د توقیف غوښتنلیکونه ارزوي او وروسته یې په اړه پرېکړه کوي.

که د انټرپول له لوري د نتانیاهو پر وړاندې د نړیوال توقیف خبرتیا صادره شي، نوموړی به د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې د سفر پر مهال د نیول کېدو له قانوني خطر سره مخ شي..

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

افغانستان او بېلاروس د نفتو وارداتو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مستقيمو تړونونو پر لاسليکولو خبرې کړې دي.د صنعت او سودا...
23/08/2026

افغانستان او بېلاروس د نفتو وارداتو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مستقيمو تړونونو پر لاسليکولو خبرې کړې دي.د صنعت او سوداګرۍ مرستيال وزير مولوي احمدالله زاهد د بېلاروس له چارواکو سره د انرژۍ، صنعت، پانګونې او صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر پراخېدو بحث کړی. بېلاروس د افغان دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره د مستقيمې همکارۍ چمتووالی ښودلی، په ځانګړي ډول د نفتو د محصولاتو د وارداتو او ترانسپورت په برخه کې.کارپوهان وايي چې د عرضه کوونکو تنوع به د افغانستان د انرژۍ بازار باثباته کړي، د کورني توليد د پياوړتيا او د صادراتو د پراخېدو لپاره به نوې لارې پرانيزي.

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

*د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مـجا.هـد:تر اوسه مو پاکستان ته بیخي ډېره حوصله کړې ده اوکه اسلام‌اباد د افغانستان پر وړ...
22/08/2026

*د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مـجا.هـد:
تر اوسه مو پاکستان ته بیخي ډېره حوصله کړې ده اوکه اسلام‌اباد د افغانستان پر وړاندې خپلو روانو سیاستونو ته دوام ورکړي،‌ نو مونږ به هم بیا پر خپلو پالیسو بیا غور وکړو.

هغه له ملي ټلوېزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې تر اوسه یې له پاکستان سره له ډېرې حوصلې کار اخیستی دی.

*وموړي روسیه یوازینی هېواد وباله چې غواړي ورسره اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي؛د ګوانتامو، پلچرخي او باګرام زندانونه په بندیانو باندې ډک شول، خو یرغلګرو ته مو د ...
15/08/2026

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي؛

د ګوانتامو، پلچرخي او باګرام زندانونه په بندیانو باندې ډک شول، خو یرغلګرو ته مو د غلامۍ سر ټیټ نکړ تر هغه چې اشغالګر د توافق له مخې له ملک څخه وتل او زموږ مبینه فتحه په نصیب شوه او ټول هېوادوال له اسلامي نظام سره همکار دي ځکه چې ارزښتونه یې مشترک دي..

#خبر
#خبرتازه
#خبرونه

Address

Al Ajman
00000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نړۍ دا وخت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share