27/06/2025
له کابل، کندهار، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو څخه له پرون راهیسې د ۷ قضيو جزييات زاويه نيوز ته رسېدلي، چې لوستونکي د خصوصي او دولتي روغتونونو د ډاکترانو له ناسم چلند، د روغتونو د مسوولينو له کم ظرفيتۍ، د محيط له چټلۍ او پکې د ډاکټرانو او نيمچه نرسانو لخوا د درملنې پر مهال د ناروغانو د ناسم علاج له وجې په لا علاجه ناروغيو د ناروغانو د اخته کېدو ګڼ ثبوتونه او داستانونه شريک شوي دي.
دوی وايي، د کندهار ميرويس حوزوي روغتون، په ننګرهار کې د ښځينه ناروغيو د درملنې يو مشهور خصوصي روغتون، د ننګرهار يو شمېر شخصي ډاکټران، د کابل دولتي او ځينې شخصي روغتونونه ټول په کم کارۍ او د پيسو ټولولو په مرجعو بدل شوي دي.
استول شويو معلوماتو کې د هر ډاکټر، روغتون، ناروغ او د ناروغۍ نوم او مشخصات ذکر شوي، چې موږ به يې د يو متخصص ډاکټر تر ارزولو وروسته جزييات په يو بل خبر کې رسنيز کړو او د اوس لپاره د ناروغانو په غوښتنه د دې کم کاريو د رفع کولو په موخه دغه عموميات شريکوو.
يو شکايت کوونکی وايي، د ننګرهار په يو خصوصي روغتون کې د زېږنتون څانګه کې د زېږون پر مهال د ناسمو درملو د تطبيق له وجې ماشوم د مغز په وچوالي يا کمبود Birth Asphyxia لا علاجه ناروغۍ اخته شوی، چې بيا يې تر پاکستان هم رسولی، خو علاج يې ندی شوی او ناروغ وفات شوی دی.
په يوې بلې قضيې کې بيا يو بل خصوصي روغتون د زېږون پر مهال پر يوې مېرمنې داسې درمل تطبيق کړي، چې هغې ته يې د ډيسک ناروغي تر څنګ څو نورې ناروغۍ پيدا کړې دي: «موږ چې روغتون ته ولاړو زما مېرمنې ته يې مصنوعی دردونه او د ماشوم د زېږون لپاره Misoprostol ټابلېټ ورکړل. د ماشوم تر زېږون وروسته مې اوس مېرمنې ته ډېسک ناروغي پيدا شوې ده.»
په يو بل ولايت کې بيا د يو ځوان د مرګ عجيب داستان شريک شوی، چې د ډاکټرانو لخوا د هغه د مرګ تر اعلان دولس ساعته بعد بيا د ناروغ د وجود غړي خوځېدلي دي: «ټپي ناروغ روغ و، خو ډاکټرانو مړ اعلان کړی او دولس ساعته يې يخچال کې ايښی دی.»
دا ادعاوې په ګڼو قضيو کې د ناروغانو د کورنيو تجربه شوي او خپل شريک شوي داستانونه دي، چې د افغانستان د طبي سکتور ګڼو برخو ته د سمدستي بیاکتنې غوښتنې پکې مطرح شوې دي.