Mohammad Rasool Zahid

Mohammad Rasool Zahid Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mohammad Rasool Zahid, Digital creator, Dubai.

21/06/2023
08/01/2023

داهم د مکتب د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول کتابونه

─┅━━━━✦━━━━┅─
د لومړي ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6404
─┅━━━━✦━━━━┅─
د دوهم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6411
─┅━━━━✦━━━━┅─
د دريم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6419
─┅━━━━✦━━━━┅─
د څلورم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6427
─┅━━━━✦━━━━┅─
د پنځم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6437
─┅━━━━✦━━━━┅─
د شپږم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6448
─┅━━━━✦━━━━┅─
د اووم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6459
─┅━━━━✦━━━━┅─
د اتم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6476
─┅━━━━✦━━━━┅─
د نهم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6492
─┅━━━━✦━━━━┅─
د لسم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6508
─┅━━━━✦━━━━┅─
د يوولسم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6523
─┅━━━━✦━━━━┅─
د دولسم ټولګي ټول کتابونه
https://t.me/ketabton/6537
─┅━━━━✦━━━━┅─

اميد دی چې له ملګرو سره مو شريک کړئ، تر څو ټول ترې استفاده وکړي.

Telegram: Ketabton عمومي کتابتون
شیر یې کړي دوستانو ترڅو نور خلکوته هم پیدا ورسږي

05/01/2023
21/12/2022
17/01/2022

د لمانځه احکام بايد ضرور يې زده کړو !

د لمانځه 14 فرائض دي،
7 واجب،
14 سنت،
10 مکروه،
او 14 اودس ماتونکي.

د لمانځه فرائض :
په لمانځه کې فرائض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي.

د لمانځه شرطونه :
(۱)اودس کول یا تیمم وهل (د عذر په وخت)
(۲)د جامو پاکوالی
(۳)د لمانځه د ځای پاکوالی
(۴)د بدن پاکوالی
(۵)د عورة پټول د سړي عورت د نامه نه لاندې تر زنګنو پورې او ښځه ټول عورت دی مګر مخ ،لاسونه تر مړوندونو او پښې تر ګیټو پورې عورت ندی.
(۶)قبلې ته مخ اړول
(۷) نیت کول
(۸) وختونه پیژندل

د لمانځه ( رکنونه ) :
(۱)تکبیر افتتاح
(۲)قیام (ولاړه )
(۳)قرآت
(۴)رکوع
(۵)سجده
(۶)آخره قعده وروستۍ ناسته

یادونه : که د پورته څخه یو هم پاتې شي لمونځ نه صحیح کیږي.

د لمانځه واجبات : د لمانځه ټول واجبات ٧ اووه دي :
(۱) دالحمدلله لوستل
(۲)لومړۍ قعده
(۳)په وروستۍ قعده کی تشهد لوستل
(۴)امام لپاره په جهر لمانځه کې په جهر لوستل
(۵)دخفیه (په پټه )لوستلو په ځای کې په پټه لوستل
(۶)وترو کې دعاء قنوت لوستل
(۷)د رکنونو برابرول

که د پورته څخه کوم شی په سهوه پاتې شي سجده سهوه لازميږي.

د لمانځه سنت : د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دي!
(۱)د تکبیر تحریمه سره لاسونه د غوږنو پورې اچتول
(۲)نامه لاندې ښي لاس په چپ لاس ایښودل
(۳)سبحان ویل
(۴)اعوذ بالله ویل
(۵)بسم الله ویل
(۶)آمین ویل
(۷)سمع الله لمن حمده ویل
(۸)ربنا لک الحمد ویل
(۹)د رکوع تسبیحات
(۱۰)د سجدی تسبیحات ویل
(۱۱)اوله قعده کې تشهد ویل
(۱۲)اخرو رکعتونو کې الحمدلله ویل
(۱۳)د تکبیر افتتاح نه غیر نور تکبیرونه ویل
(۱۴)سلام ګرځول

دلمانځه مکروهات : په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږي!
(۱)بې عذره پلتۍ وهل
(۲)په لاس د آیتونو شمیرل
(۳)څنګلې خورول په سجده کې
(۴)په سترګو ښي او چپ طرفته کتل
(۵)بی عذره سترګې پټول
(۶)د سجدې ځای نه ګیټۍ لرې کول په هغه صورت کې چې تکلیف نه جوړوي
(۷) ستوماني ویستل
(۸)خوله وازه کول
(۹)په جامه لوبې کول
(۱۰)د صف نه روسته یوازې ودریدل

دلمانځه ماتونکي : دلمانځه ماتونکي ۱۴ دي!
(۱)بی عذره غاړه تازه کول
(۲)پرنجی کونکی ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل
(۳)د خپل امام نه غیر بل چاته فتح ورکول
(۴)لااله الاالله ویل که مقصد یې چاته جواب ورکول وي
(۵)عورت لوڅیدل (۶)د مصیبت د وجې جړا کول
(۷)د سلام جواب په ژبه یاپه لاس ورکول
(۸)د فوتی لماځه یادیدل
(۹)ډیر عمل کول په لاس وی که په بل څه
(۱۰)قصداً خبرې کول
(۱۱)خوراک یاڅښاک
(۱۲)اه او اوه ویل
(۱۳)خندل
(۱۴)بې هوشي.

د ثواب لپاره یی نشر کړي..ستاسو ددعا و په هیله...iiooipppuuou

29/10/2021

Life cricket
Afghanistan & Pakistan
29/10/2021

21/10/2021

که د ملا درد لرئ ډاکتر ته مه ورځئ او هيڅ درمل مه خورئ، دغه ويډيو وګورئ او په منظمه توګه دغه سپورت سهار او ماسخوتن ترسره کړئ
هرچاته مې چې دا ويډيو ليږلی دعا يې راته کړي ، ډاډه يم تاسو به هم راته دعا کوئ
Zwak tv ځواک تلویزیون ـ
Zhman TV
@

      کام اير هوايي شرکت وايي چې دوې به په اونۍ کې يو پرواز د کابل څخه ابوظبي ته ترسره کوي. کوم چې اول پرواز به د دا ميا...
17/10/2021



کام اير هوايي شرکت وايي چې دوې به په اونۍ کې يو پرواز د کابل څخه ابوظبي ته ترسره کوي. کوم چې اول پرواز به د دا مياشتې په 20 تاريخ باندي ترسره شي.

نور معلومات به په راتلونکي ويډيو کې درته خپاره کړم انشالله

نه کار نه تنخواه نه دياړي، نه ..............! ای رب کريمه ستا رحم به مو له دې حالته وباسي کنه ځمونږ په وس خو نه ده پوره....
10/10/2021

نه کار نه تنخواه نه دياړي، نه ..............!
ای رب کريمه ستا رحم به مو له دې حالته وباسي کنه ځمونږ په وس خو نه ده پوره.
د اوړو مخکینۍ بیه ۱۴۰۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۲۳۵۰ افغانۍ
د ۱۶ لیتره غوړیو مخکینۍ بیه ۱۲۵۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۲۳۰۰ افغانۍ
د ۱۰ لیتره غوړیو مخکینۍ بیه ۸۰۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۱۴۷۰ افغانۍ
د یو لیتر پطرولو مخکینۍ بیه ۳۵ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۷۲ افغانۍ
د یو کیلو اوبلن ګاز مخکینۍ بیه ۴۰ افغانۍ
اوسنۍ بیه ۹۵ افغانۍ
او همداسې لسګونه مورده نور لومړني او د اړتیا وړ توکي در حساب کړي.
دا لومړني توکي دي چې هر څوک ورته اړتیا لري خو په تیرو دوه میاشتو کې یې بیې څو برابره لوړې شوي، ایا واقعا انسانیت او اسلامیت همدا دی چې د خلکو پر ژوند لوبې کیږي؟ که څه هم اسلامي امارت وایي چې پر خوراکي او سون توکو یې مالیه کمه کړې خو نه دا چې بیه ټیټه شوې نه ده بلکې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده، اسلامي امارت چې اوس یې بشپړ مسوولیت او مکلفیت دی باید ددې چارې مخه ونیسي او د احتکار کوونکو سوداګرو او هټۍ والو لاسونه لنډ کړي.
د خدای لپاره د خلکو پر ژوند لوبې مه کوي!
#نور یې تاسې ولیکئ

 #افغان  #مسافر  #وژغوري. که چيرته اسلامى امارت دافغان مسافرو د افغانستان څخه دوتلو طريقه ژر تر ژره برابره نه کړي، لوی ا...
08/10/2021

#افغان #مسافر #وژغوري.
که چيرته اسلامى امارت دافغان مسافرو د افغانستان څخه دوتلو طريقه ژر تر ژره برابره نه کړي، لوی اقتصادي بهران او سخت تاوان به مسافرو ته ورسیږي. ځکه د اکثرو مسافر رخصتۍ خو ختم دى.او ګڼ نورو خو اقامې هم ختم شوى دى،
يو ځل بيا د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه مامورينو باندې غږ کووم چې دمسافرو وروڼو په وخت غم وخوري، وطن مو هسې هم دغټ اقتصادى بهران سره مخ دى،
#مهربانى وکړى دوستانو دغه ليکنه درسره شير کړى.
تر څو مسؤل کسان خبر شي

محترمو مسافرو وروڼو .. د پاسپورتونو په مورد د تاسو پوښتنو ته په ځواب کې :په سفارت او قونسلګرۍ کې پاسپورتونه ختم دي ، او ...
21/08/2021

محترمو مسافرو وروڼو .. د پاسپورتونو په مورد د تاسو پوښتنو ته په ځواب کې :
په سفارت او قونسلګرۍ کې پاسپورتونه ختم دي ، او دا چې اوس اضطراري حالت راغلی دی نو سفارت او قونسلګرۍ په پام کې لري چې پاسپورتونه په موقت ډؤل په یو کلن ټاپه تمدید کړي .
خو سفارت او قونسلګرۍ باید مسافرو ته اطمینان ورکړي چې دا ټاپه څومره قانوني ده ؟ آیه د امارات په رسمي اداراتو کې د منلو وړ ده ؟ د دې تمدید قانوني پیس څومره دی ؟
سفارت او قونسلګري باید مسافرو ته رسمي وضاحت ورکړي او د مسافرو کارونه په ښه شکل ترسره کړي .
په درنښت
کاپی..

سلامونه درنو مسافرو لکه څرنګه چې ابوظبې سفارت کې دپاسپورت کاپۍ ختمې  شوي وي  افغان مسافرو وروڼو دپاسپورت  په برخه کې  مش...
18/08/2021

سلامونه درنو مسافرو
لکه څرنګه چې ابوظبې سفارت کې دپاسپورت کاپۍ ختمې شوي وي افغان مسافرو وروڼو دپاسپورت په برخه کې مشکلات درلودل نو سفیر صیب دمسافرو دخل په خاطر یو سیسټم جوړ کړو ستاسو پاسپورتونه به همدا کاپۍ دیوکال لپاره نوي کیږي هغه مسافر چې ویزې یا نور ضرورت لري هغوی لپاره به کار کوي کله چې کاپۍ راغاې بیرته به تاسو ته نوي کاپی درکول کیږي

د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ! سباح حتما روژه ونیسی دی عرفات روژه دیر ثواب لری❤۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ ر...
19/07/2021

د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ!

سباح حتما روژه ونیسی دی عرفات روژه دیر ثواب لری❤

۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ روژه ونيسئ، ځکه د رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي. (سبحان الله څومره بهترین چانس)

۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي، تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي، چې هېر يې نه کړئ.

د تکبير الفاظ دا دي:
الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰه ﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.

۴- غوره ذکر پکې دا دی:
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- دا يوه ورځ ده، ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.

۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.

۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.

۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.

يادونه؛ راتلونکې دوشنبه د عرفې ورځ ده.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، هر مسلمان چې پرې عمل کوي، نو موږ او تاسې ته به یې ثواب رسېږي.

19/04/2021

يوا انګريزه مسلمانان تجربه کوي او ورته وائي يو آيفون موبايل درکوم خو روژه به خوري ؟؟؟

‏شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ❤د رحمتونو میاشت مو مبارک شه!❤ خدايه ته د دي مبارکی مياشت..! په خاطر ...
13/04/2021

‏شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ❤
د رحمتونو میاشت مو مبارک شه!❤
خدايه ته د دي مبارکی مياشت..!
په خاطر زمونږه ګناهونه معاف کړه🙏

Address

Dubai

Telephone

+93779855555

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mohammad Rasool Zahid posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mohammad Rasool Zahid:

Share