Sudais Poetry Point

Sudais Poetry Point Poetry

‏ارمـــــان به وڪړې زه به نه يـــم زړه به دې ډک وي څوک به غږ نه درڪوينه‎ #ټپه
01/06/2024

‏ارمـــــان به وڪړې زه به نه يـــم
زړه به دې ډک وي څوک به غږ نه درڪوينه
‎ #ټپه

که خوله می غواړي راشه واخله لاندی کار مه لره زه نوی پیغله یمه
01/05/2024

که خوله می غواړي راشه واخله
لاندی کار مه لره زه نوی پیغله یمه

13/01/2024

ته له دې ښکلو خلکو مينه غواړې
ته په دې مړو اېرو کې اور لټوې

ګــزاره   مــو نـشــــي  يــــارهځه  چي ځو نـور لـه دې ښـارهد ژونــد   مـلا  پــه  تــا  تــړمــهيـه  د     تـورو    زلـ...
13/01/2024

ګــزاره مــو نـشــــي يــــاره
ځه چي ځو نـور لـه دې ښـاره

د ژونــد مـلا پــه تــا تــړمــه
يـه د تـورو زلــفـو تــاره

ژونـد مي څـه دی زه روان يم
پــر ا وږده ا غــزنــه لاره

زمـا د ټـول عـمــر مـلـګــريـه
انــتــــــظــاره - انــتــــظــــاره

د يـار شـونـډي، د يــار زلـفـي
ځـان سـاتـه لــه اوره، داره

سـتـا لـه حـُسـنـه دي لـوګی شي
د "زهير" ځـوانـي زر واره

#ټپه

‎څوک می د جام ملګری څوک د غزل ملګرې‎زما په دی ښار کښی بلها دی د محفل ملګرې‎د زلفو سیوری ته د سور انګار خبری کوې‎خو د حال...
09/01/2024

‎څوک می د جام ملګری څوک د غزل ملګرې
‎زما په دی ښار کښی بلها دی د محفل ملګرې

‎د زلفو سیوری ته د سور انګار خبری کوې
‎خو د حالاتو په غرمو نه دی د زغل ملګرې

‎د چا پښی ماتی وی د چا لاری ته ملا ماته وه
‎ما به تر څو پوری په ځان پسی راښکل ملګرې

‎ماله خو ټول عمری حالاتو حوصله راکړی
‎مانه خو تل په نیمه لار کښی تښتیدل ملګرې

‎دلته پردی د چا د پښو زولنی نه جوړیږی
‎دلته خو هر سړی ته لاری نیسی خپل ملګرې

‎څوک دی او څنګه دی په څه غرض د څه لیونې
‎ما د جنون صحرا کی ښه وپیږندل ملګرې

‎زمونږ د مستو اتڼو نو به تر څو لری وې
‎د ذات تیارو کی به تر کومی پټیدل ملګرې

‎ښکلی که هر څو کبرجن شی ستا پری څه صابره
‎ستا د محفله که یو لاړ ښی راشی سل ملګرې۔

‎صاحب شاه صابر


وريځې راوله باران راوله زلفو له څنډ ورکه طوفان راوله لر کړه دَ مخه آئينه لرې کړه ما دَ حېرت دَ بیابان راوله سپرليه زه به...
06/01/2024

وريځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکه طوفان راوله

لر کړه دَ مخه آئينه لرې کړه
ما دَ حېرت دَ بیابان راوله

سپرليه زه به دې احسان ومنم
خو ته دَ ځان سره جانان راوله

ځه چې واپس زړې قيصې نوې کړو
راشه واپس هغه دوران راوله

ماښام لمبه کړه تیارې وتښتوه
بله ډیوه شه پتنګان راوله

واعظه، نه په تقوی نه رغېږم
ما له ساقي دَ روهستان راوله

زړه نظر سترګې په جرګه درولم
ښکلي راغونډ که رقيبان راوله

Address

Dubai
0000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sudais Poetry Point posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sudais Poetry Point:

Share

Category