BBE Pashto

BBE Pashto BBE Pashto | د ولس غږ
⚡ عاجل خبرونه | 🌍 نړیوال راپورونه | 🏆 ځانګړي خپرونې
چټک، کره او باوري معلومات ستاسو لپاره

06/09/2026

بلخ کې تازه فعاله شوې د بوجیو کارخونه هره ورځ ۱۵۰ زره بوجۍ تولیدوي

#افغانستان #بلخ

شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د افراطیت د مخنیوي او د یوه پیاوړي او دوامدار نظام د جوړولو ل...
05/09/2026

شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د افراطیت د مخنیوي او د یوه پیاوړي او دوامدار نظام د جوړولو لپاره اړینه ده چې د مکتب او مدرسې زده‌کړیز علوم له یو بل سره همغږي او یوځای شي.

نوموړي د نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو په اړه هم خپل نظر څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دغو برخو د بشپړ محدودولو لپاره روښانه شرعي دلیل نه ویني.

د ځینو راپورونو له مخې، د نوموړي له دغو څرګندونو او د اسلامي امارت د مشرتابه پر ځینو پالیسو له نیوکو وروسته، هغه له فشارونو سره مخ شوی او تر ډېره له رسمي فعالیتونو او رسنیزې صحنې لرې پاتې شوی دی.

05/09/2026

د کابل ښار د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې د سړک د بنسټیزې رغونې چارې په چټکۍ سره دوام لري.

د دغې کارخونې چارواکي وايي، یاده فابریکه په دغه ولایت کې له مهمو تولیدي فابریکو څخه ده چې د هېواد شپږو ولایتونو ته باکیف...
05/09/2026

د دغې کارخونې چارواکي وايي، یاده فابریکه په دغه ولایت کې له مهمو تولیدي فابریکو څخه ده چې د هېواد شپږو ولایتونو ته باکیفیته بسکویټ صادروي.

د چارواکو په وینا، په دغه ولایت کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د تولید ګڼې فابریکې هم فعالیت لري، چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

بلخ ولایت کې د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د بوجیو د تولید یوه فابریکه فعاله شوې، چې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ زره بوجۍ...
05/09/2026

بلخ ولایت کې د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د بوجیو د تولید یوه فابریکه فعاله شوې، چې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ زره بوجۍ تولید او بازار ته وړاندې کوي.
دغه فابریکه د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د وارداتو د کمښت په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌ز...
05/09/2026

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره کتلي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، په بېلابېلو برخو کې پر شته فرصتونو او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
متقي ویلي، په افغانستان کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې په برخو کې پرمختګونه شوي او هېواد اوس د پانګونې لپاره مساعد چاپېریال لري.
بلخوا، زلمي خلیل‌زاد په افغانستان کې د امنیت، ثبات او بیارغونې په برخو کې پرمختګونه ستایلي او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

د افغان سرچینو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د دویمې سرحدي لوا د لومړي سرحدي کنډک استخباراتي ...
05/09/2026

د افغان سرچینو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د دویمې سرحدي لوا د لومړي سرحدي کنډک استخباراتي پرسونل ادعا کوي چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته، د انارګي سیمې په مقابل کې یې د پاکستان اړوند یوه کوادکوپټر ډرون الوتکه کشف کړې ده.
د سرچینو په وینا، یادې بې‌پیلوټه الوتکې درانه مهمات لېږدول.
تر اوسه د پاکستان حکومت یا اړوندو چارواکو د دغې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ترجیحي سوداګرۍ ت...
05/09/2026

افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ترجیحي سوداګرۍ تړون (PTA) لاسلیک کړی دی.
د دغه تړون له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو شمېر سوداګریزو توکو تعرفې او ګمرکي خنډونه کم شي، چې تمه ده ورسره دوه اړخیزه سوداګري پراخه او د سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو بهیر اسانه شي.
دغه تړون د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ، د ټرانزیټي بازارونو ته د لاسرسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هم مهم ګڼل کېږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ موضوعات له اوږدې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو د اړیکو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.
د افغان حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هم په بېلابېلو مواردو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
تمه کېږي چې د دغه تړون عملي کېدل به د دواړو هېوادونو سوداګرو ته نوي فرصتونه برابر کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره به نوره هم زمینه مساعده کړي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د افغان کډوالو ۲۰ دوکانونه، چې د سرچینو په وینا په زور ترې نیول شوي وو، نیلام ش...
05/09/2026

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د افغان کډوالو ۲۰ دوکانونه، چې د سرچینو په وینا په زور ترې نیول شوي وو، نیلام شوي دي.

سرچینې وایي، د دغو دوکانونو مالکان مخکې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو؛ یو شمېر یې لا هم په زندان کې دي او ځینې نور افغانستان ته جبري ډیپورټ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ځینو افغان دوکاندارانو غوښتل لومړی د پاکستان ویزه ترلاسه کړي او بیا خپل دوکانونه په قانوني ډول وپلوري، خو دوی وروسته خبر شول چې دوکانونه یې له خبرتیا او رضایت پرته نیلام شوي دي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده:

د پاکستان په خاوره کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د افغان اتباعو د حقونو د دفاع لپاره څه کوي؟

ولې د افغان کډوالو د شتمنیو د نیولو او نیلامولو په اړه غږ نه پورته کېږي؟

پاکستان د کوم قانون او حق له مخې د افغانانو شخصي مالونه او پانګه قبضه او نیلاموي؟

د افغان کډوالو د حقونو او شتمنیو ساتنه باید یوازې یوه شعار نه، بلکې د افغان دیپلوماتیکو ادارو عملي مسوولیت وي.

#پاکستان

Address

Dubai

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when BBE Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share