Âtâl Yønûsî Êsmâîlkhîl

Âtâl Yønûsî Êsmâîlkhîl Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Âtâl Yønûsî Êsmâîlkhîl, laghman, `Alingar.

*اللّٰهُمَّ اِنّیِ اَسْـَلُكَ تَوْبَهً قَبْلَ الْمَوْت!*
یا الله "ج" مخکی له مرګ څخه د توبه کولو توفیق راکړه!👏 (آمين)♥
يو ځل درٶد شريف په خوږ نبى حضرت محمد مصطفى صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ووايه ځوانه.!😍
Economist.👑

تیر سوی آختر مو مبارک سه.❤️آختریز آلبوم.📷
12/06/2025

تیر سوی آختر مو مبارک سه.❤️
آختریز آلبوم.📷

( #تراویح)تراويح جمع او مفرد يې ترويحه دى، چې لغوي معنا يې په راحت، ارامتيا، دمه او کرار سره، د سنت لمونځ اداء کول دي. ت...
09/03/2025

( #تراویح)

تراويح جمع او مفرد يې ترويحه دى، چې لغوي معنا يې په راحت، ارامتيا، دمه او کرار سره، د سنت لمونځ اداء کول دي. تراويح په مبارکه روژه کې، د شپې له خوا يو ځانګړى سنت عبادت دى او د معنا او مفهوم څخه يې له ورايه څرګنديږي، چې مسلمان به دغه عبادت په روژه کې په پوره شوق، ذوق، ليوالتيا او جذبې سره ترسره کوي، پر ځان به يې پيټى نه ګڼي او په پوره ډاډ، دمې، جذبې او راحت سره به يې ترسره کوې، نه دا چې منډې به پکې وهي او خداى ج مکړه ريشخند به ترې جوړوي، چې د قيام، قراَت، رکوع، سجدې او د لمانځه د الفاظو توپير پکې نه کېږي، الله ج مو له دې ډول تراويحو څخه وساته. مونږ ته پکار دي چې تراويح په پوره راحت، دمې، بشپړ ذوق او شوق سره ترسره کړو او خوند ترې واخلو، ترڅو زمونږ په نيکو اعمالو کې حساب شي. الله ج دې دې ځېنو ملګرو ته انصاف ورکړي، له تراويحو يې سم بريښنايې ماشين جوړ کړى، چې بټن دې لا وهلي نه وي، په کيلو مترونو در څخه ليريوتى وي، په والله که په طیاره کې يې هم را ونيسي. ډېرى مسلمانان په ډېر ذوق، شوق او جذبې سره د تراويحو د اداء په نيت له کوره راوځي، خو مسجد ته چې رسيږي، تراويح ترې خلاصې شوي وي. عبادت هغه دى چې انسان ترې خوند واخلي او په زړه کې يې دا احساس پېدا شي، چې ان شاءالله دغه عمل به يې د الله ج پر وړاندې قبول او منظور شي.!
✅✅✅

زمونږ وعدې د ښکلو څڼي نه دي چې رنګ به واړوي، ارزانې به شي❤️
30/01/2025

زمونږ وعدې د ښکلو څڼي نه دي
چې رنګ به واړوي، ارزانې به شي
❤️

🌹د لمونځ په خوند هغه وخت پوهېدلي شې.! چې کله د لمونځ په معني پوه شي.!🌹د لمونځ_ټکي_په_ټکي_ترجمه.!👇سُبْحَانَكَ اللهُمَّ   ...
17/12/2024

🌹د لمونځ په خوند هغه وخت پوهېدلي شې.!
چې کله د لمونځ په معني پوه شي.!🌹

د لمونځ_ټکي_په_ټکي_ترجمه.!👇

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله!
وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه..
أَعُوذُ پناه غواړم
بِاللَّهِ په الله تعالى
مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان
الرَّجِيمِ رټلي شوي نه..
بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دی..
اَلْحَمْدُ ټول صفتونه
لِلّٰهِ خاص الله لره دي
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِیْمِۙ۝۲ خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳ واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ خاص تاته
نَعْبُدُ عبادت کوو
وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ۝۴ مرسته غواړو
اِهْدِنَا برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵ سيده باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى
غَیْرِ نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ په هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ او نه لار د ګمراهانو
آمين اى الله! زموږ دعا قبوله کړې.
...
قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ۝۱ يو دى
اَللّٰهُ الله
الصَّمَدُۚ۝۲ بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولي
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ او نه له چانه زېږېدلي
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته د هغه لپاره
كُفُوًا اَحَدٌ۠۝۴ برابر، هیڅوک..
الله اکبر الله تعالي ډېر لوی دی..
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى..
سَمِعَ اللهُ اوري الله تعالى
لِمَنْ وينا د هغه چا
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي
...
رَبَّنَا اى ربه زموږ
لَكَ الْحَمْدُ تالره صفت دى
...
الله اکبر الله تعالى ډېر لوى دى
...
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ رب زما لره
الْأَعْلَى چې اوچت دى
...
الله اکبر الله تعالى ډېر لوى دى
...
التَّحِيَّاتُ ټول وينا والا عبادتونه
لِلَّهِ خاص الله لره دي
وَالصَّلَوَاتُ او ټول بدني عبادتونه
وَالطَّيِّبَاتُ او ټول مالي عبادتونه
السَّلاَمُ عَلَيْكَ سلام دې وي په تا باندې
أَيُّهَاالنَّبِيُّ اى پیغمبره
وَرَحْمَةُاللَّهِ او رحمت د الله تعالى
وَبَرَكَاتُهُ او برکتونه د هغه ( الله تعالی)
السَّلاَمُ علينا سلام دي وي، پر موږ باندې
وَعَلَى او په
عِبَادِ بنده ګانو
اللَّهِ د الله تعالى
الصَّالِحِينَ نېکانو باندې
...
أَشْهَدُ زه ګواهي کوم
أَنْ لاَإِلَهَ چې نشته د عبادت لايق
إِلَّا اللَّهُ مګر الله تعالى دى
وَأَشْهَدُ او زه ګواهي کوم
أَنَّ مُحَمَّدًا چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم
عَبْدُهُ بنده د هغه (الله تعالی) دى
وَرَسُولُهُ او استازى د هغه (الله تعالی) دى
...
اللَّهُمَّ اى الله جل جلاله
صَلِّ رحم وکړې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په کورنۍ د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَاصَلَّيْتَ لکه څرنګه چې تا رحم کړى
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بې شکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې
...
اللَّهُمَّ بَارِكْ اى الله برکت واوروې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په اولادې د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَا بَارَكْتَ لکه تا چې برکت ورولى و
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په اولادې د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بېشکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې
...
اللَّهُمَّ اى الله
رَبَّنَا زموږ ربه
آتِنَا راکړې مونږ ته
فِي الدُّنْيَا په دنيا کې
حَسَنَةً نېکي
وَفِي الآخِرَةِ او په اخرت کې
حَسَنَةً نېکي
وَقِنَا او وساتې موږ
عَذَابَالنَّارِ د عذاب د اور نه. ..
دعا قنوت 👇

اللَّهُـمَّ. . . . . . اى الله
انّا. . . . َ. . . . . بېشکه موږ
نَسْتَعِينُكَ. . . مرسته غواړو تانه
وَنَسْتَغْفِرُكَ. او تانه بښنه غواړو
وَنُؤْمِنُ بِكَ. . .او ايمان مو راوړى په تا باندې
وَنَتَوکَلُ. . . . ..او توکل کوو
عَلَيْکَ. . . . . . . په تاباندې
وَنُثْنِي. . . . . . او صفت کوو
عَلَيْكَ الْخَيْرَ. . . ستا غوره
وَنَشْکُرُکَ. . . ..او موږ شکر کوو ستا
وَلَانَكْفُرُكَ. . . . او ستا ناشکري نه کوو
وَنَخْلَعُ. . . . . . . . موږ جدا کېږو
وَنَتْرُکُ. . . . . . . موږ پرېږدو
مَنْ. . . . . . . . . هغه څوک
يَّفْجُرُکَ. . . . . . چې ستا نافرماني کوي
اَلَهُمَّ. . . . . . . . يا الله مونږه
اِيَّاکَ. . . . . . . . . خاص تالره
نَعْبُدُ. . . . . . . . عبادت کوو
وَلَكَ نُصَلِّي ......... او تاته مونځ کوو
وَنَسْجُدُ. . . . . . . او سجده کوو
وَإِلَيْكَ. . . . . . . . او ستا طرف ته
نَسْعَى. . . . . . . منډې وهو
وَنَحْفِدُ. . . . . . . . او تېزي کوو
وَنَرْجُو. . . . . . . . . او اميد لرو
رَحْمَتَكَ. . . . . . . . ستا د رحمت
وَنَخْشَى. . . . . . . او وېرېږو
عَذَابَكَ. . . . . . . . ستا د عذاب نه
إِنَّعَذَابَكَ. . . . . . . بېشکه عذاب ستا
بِالْكُفَّارِ....... ......کافرانو پورې
مُلْحِقٌ. . . . . . . . پېوسته کېدونکى دى. ..
دعا قنوت.!👇

الَلَهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَ نُؤْ مِنُ بِکَ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْکَ وَنُثْنِیْ عَلَيْکَ الْخَيْرَ وّ نَشْکُرُکَ وَلَانَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ يَّفْجُرُکَ اَلَهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ وَلَکَ نُصَلِّیْ وَ نَسْجُدُ وَاِلَيْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ وَنَرْجُوْاُ رَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ اِنَّ عَذَا بَکَ بّالْکُفَارِ مُلْحِقْ.!
ومن الله التوفيق.!!
ستاسو ورور عبدالحامد "يونسي"♥

ولی توبه ځنډوې.؟آیا د ګناه سره دې قرارداد کړی دی چې حتمأ به یې کوې؟ آیا د الله تعالی څخه دې تضمین راوړی دی چې تر بوډا کی...
08/12/2024

ولی توبه ځنډوې.؟
آیا د ګناه سره دې قرارداد کړی دی چې حتمأ به یې کوې؟
آیا د الله تعالی څخه دې تضمین راوړی دی چې تر بوډا کیدو پورې به ژوندی یې؟
ګوره ! ډیری هدیرې په هغو ځوانانو ډکي دي چې غوښتل یې د زړښت پر مهال توبه وباسې، نو مه ناوخته کوه!
👏💯

ای ځوانانو! په غفلت کې مه پاتې کیږئ، خپل وخت او ځواک په بې ګټې کارونو مه ضایع کوئ. خپل ژوند د اسلام د پیغام په خپرولو، د...
03/12/2024

ای ځوانانو!
په غفلت کې مه پاتې کیږئ، خپل وخت او ځواک په بې ګټې کارونو مه ضایع کوئ. خپل ژوند د اسلام د پیغام په خپرولو، د علم په زده کړې، او د امت د بیا احیا لپاره وقف کړئ.
راپاڅئ او د خپل رب هغه امانت ته ځواب ووایاست چې تاسو ته یې سپارلی دی: *"کنتم خیر أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر."*

تاسو د اسلامي امت ستنې یاست، او دا ستاسو دنده ده چې امت د ضعف له حالته ځواک ته بوځئ. د خپل دین لپاره کار وکړئ، د خپل قلم په وسیله حق ولیکئ، د خپل فکر په وسیله حق وپېژنئ، او د خپل عمل په وسیله حق پلي کړئ.

نن هماغه وخت را رسېدلي چي، خپل مسؤولیتونه ترسره کړو او خپل درديدلی ولس ته خوشحالي راوړو.

14/11/2024

"موږ ته په ماشومتوب کښې دا ویل شوي وو چې کونګ یعنې شکوڼ بدبخته دې، کارغه هم بدبخته دې، توره پیشو پېرۍ ده، ګیدړه چالاکه ده، لیوه خاین دې، او اوښ په زړه کښې کینه ساتي. خو کله چې رالوي شو نو دا ټولې نښې او ځانګړتیاوې مو په انسانانو کښې وموندلې."
#ماهر

مشر ورور می انجنير صاحب Abdulmanan Yonusi ته د ازاد رقابت له لاري د لغمان ولايت کور او ښار جوړولو  رياست کې څلورم بست(د ...
02/11/2024

مشر ورور می انجنير صاحب Abdulmanan Yonusi
ته د ازاد رقابت له لاري د لغمان ولايت کور او ښار جوړولو رياست کې څلورم بست(د مهندسي لوی مدیریت) ته د کاميابي په پار مبارکى وايم.💌
الله ج د ورته د ښه خدمت کولو توفيق ورکړی.!👏
Saraj Ulhaq Yonusi ♥

"کله چې زموږ په موجودیت کې څوک زموږ قدر نه کوي، نو له هغه څخه د دې په هیله لرې تلل چې ګواکي زموږ قدر به وکي، بلکل داسې د...
07/10/2024

"کله چې زموږ په موجودیت کې څوک زموږ قدر نه کوي، نو له هغه څخه د دې په هیله لرې تلل چې ګواکي زموږ قدر به وکي، بلکل داسې ده لکه پر وچو لرګیو باندې اوبه تویول او بیا د اور بلولو هڅه کول. څوک چې احساس نه لري، هغوی یې نلري؛ که ته د اوو سمندرونو هاخوا ولاړ هم سې یا په ځمکه کې ښخ سې. د هغوی لپاره ستا وجود داسې بې معنا دی لکه د یوه ړوند لپاره د رنګین 'کمان' رنګونه."

Address

Laghman
`Alingar
LAGHMAN

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Âtâl Yønûsî Êsmâîlkhîl posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share