Aynak Radio - عینک راډیو

  • Home
  • Aynak Radio - عینک راډیو

Aynak Radio - عینک راډیو عینک رښتینی غږ - عینک صدای واقعی
Aynak Radio broadcasting via 95.5 FM in Logar - Afghanistan

قزاقي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ویلي، په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د ټینګښت په موخ...
16/07/2025

قزاقي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ویلي، په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د ټینګښت په موخه غواړي په دغه هېواد کې بشري او ښوونیزې پروژې پلې کړي.
د قزاقستان ولسمشر چې د افغانستان لپاره یې له خپل ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره کتلي زیاته کړې، د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره په الماتا کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي موخو له سیمه ییز مرکز ګټه اخیستل اړین دي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ويلي، چې رتلونکې اونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي. ...
16/07/2025

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ويلي، چې رتلونکې اونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.
یادې ادارې ویلي، چې دغه کمپاین به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیل شي.
د یادې ادارې له‌خوا د پولیو ضد واکسین پېلېدونکي پړاو کې به له ۵ کلونو کم عمره زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

16/07/2025

نبوی ژوند
د عینک راډيو اسلامی او ښوونیزه خپرونه
هره ورځ غرمه مهال ۰۱:۰۰ بجه په ژوندۍ د عینک پرڅپو.
کوربه: قاري عبیدالله عابد
تخنیک: محمدنسیم افغان
عینک ــ رښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

د کابل - هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښي له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغ...
16/07/2025

د کابل - هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښي له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه د هلمند د واشېر ولسوالۍ اړوند کارېز سيمه کې د کابل- هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دغه پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

د لوګر د کرکټ لوبغالي کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوېد لوګر ولایت د کرکټ لوبغالي د پر...
16/07/2025

د لوګر د کرکټ لوبغالي کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې

د لوګر ولایت د کرکټ لوبغالي د پراختیا او سمبالښت په موخه د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې.
د کرکټ بورډ د انجنیري برخې مسوول محمد نعیم لېوال وویل چې یادې پروژې د کرکټ بورډ په مالي ملاتړ پلې شوي او په کې د لوبغالي هوارول، چمن کرل، د اوبو د څاه کیندنه او د اوبو د منظم سیسټم جوړول شامل دي.
د نوموړي په وینا، دغه چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې چې په ترڅ کې یې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه

16/07/2025

جوړ پخیر
تفریحي، مالوماتې او سوداګریزه خپرونه
هره ورځ ۱۱:۰۰ بجې په ژوندۍ بڼه اوبیا ځلې د شپې۰۸:۰۰بجې د عینک پرڅپو.
کوربه: رامین عباسي
تخنیک: محمدنسیم افغان
عینک ــ رښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

خوست کې د غلام خان بندر لار بېرته خلاصه شوه.د سرحدي ځواکونو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، په خوست کې د غلام خان لار نن (چه...
16/07/2025

خوست کې د غلام خان بندر لار بېرته خلاصه شوه.

د سرحدي ځواکونو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، په خوست کې د غلام خان لار نن (چهارشنبه) د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته خلاصه شوه.
ښاغلي فاروقي زیاته کړې چې دا لار د پنځلسو ورځو لپاره پرانیستل شوې خو د لنډې مودې لپاره یې د پرانیستل کېدو وضاحت نه دی ورکړی.
دغه لار شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

16/07/2025

راډیویي ښوونځی
د عینک راډیو ښونیزه خپرونه (پښتو او انګلیسی مضمون لسمه برخه)
له شنبې تر پنجشنبې سهار لس بجې په ژوندۍ بڼه او تکرار یې مازدیګر شپږ بجې له عینک راډیو څخه اورېدلی شئ.
ښوونکي: محمدعارف ویسا او بشیراحمد ساحل
تخنیک: محمد نسیم افغان
عینک ــ ریښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

ټرمپ: له ایران سره خبرو ته بېړه لرمد امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، ایران غواړي له امریکا سره مذاکرات پیل کړي او په خبره...
16/07/2025

ټرمپ: له ایران سره خبرو ته بېړه لرم

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، ایران غواړي له امریکا سره مذاکرات پیل کړي او په خبره یې دی هم بېړه لري چې له ایران سره خبري وکړي.
ټرمپ چې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې ویلي، «موږ د ایران اټومي تاسیسات له منځه وړي، داسې چې نور د استفادې وړ نه دي او هغوی اړ دی بل غر ورته وټاکي.»
ایران تر اوسه له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په اړه څه نه دي ویلي خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمان پر مېز کېدونکې شپږم پړاو خبرې پر ایران د اسراییلو بریدونو له امله لغوه شوې وې.
تهران د واشنګټن هغه ادعاوې هم رد کړي چې ګواکې اټومي پروګرام یې په بشپړه له منځه تللی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي ح قاني د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې...
16/07/2025

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي ح قاني د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د عملیاتي برخې له رییس بو متیاسین سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې، عبدالولي حقاني د یاد دفتر له دوامدارې همکارۍ او همغږۍ مننه کړې او د نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې یې د دغه دفتر رول مهم بللی دی.

15/07/2025

۰۷۰۰عینک خبري ګړۍ
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه او وروستي خبرونه د عینک پر څپو له خبري ګړۍ څخه
ویاند: محمدنسیم افغان
تخنیک: جواد تسل
عینک ــ رښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

لوګر کې د دوه کورنیو ترمنځ روغه جوړه شوېد لوګر ولایت د امر بال.معروف، نهي عن‌ال.منکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وا...
15/07/2025

لوګر کې د دوه کورنیو ترمنځ روغه جوړه شوې

د لوګر ولایت د امر بال.معروف، نهي عن‌ال.منکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
د لوګر د امر بال.معروف ریاست ویاند مولوي اکرام‌الله عزیز وویل: «دغه دښمني شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې په دې موده کې په خپلو کورونو کې کېنولې وې خو اوس دغه دښمني زموږ په هڅو پر دوستۍ بدله شوه.
هغه دغه راز زیاته کړه، دغه دښمنۍ په مرکز پل‌علم کې د ستانکزیو قوم اړوند د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې بالاخره یوه او بل ته یې بښنه وکړه.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aynak Radio - عینک راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Aynak Radio - عینک راډیو:

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share