د سرحدي ځواکونو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، په خوست کې د غلام خان لار نن (چهارشنبه) د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته خلاصه شوه.
ښاغلي فاروقي زیاته کړې چې دا لار د پنځلسو ورځو لپاره پرانیستل شوې خو د لنډې مودې لپاره یې د پرانیستل کېدو وضاحت نه دی ورکړی.
دغه لار شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.
16/07/2025
راډیویي ښوونځی
د عینک راډیو ښونیزه خپرونه (پښتو او انګلیسی مضمون لسمه برخه)
له شنبې تر پنجشنبې سهار لس بجې په ژوندۍ بڼه او تکرار یې مازدیګر شپږ بجې له عینک راډیو څخه اورېدلی شئ.
ښوونکي: محمدعارف ویسا او بشیراحمد ساحل
تخنیک: محمد نسیم افغان
عینک ــ ریښتینی غږ
۹۵.۵اف ام
16/07/2025
ټرمپ: له ایران سره خبرو ته بېړه لرم
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، ایران غواړي له امریکا سره مذاکرات پیل کړي او په خبره یې دی هم بېړه لري چې له ایران سره خبري وکړي.
ټرمپ چې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې ویلي، «موږ د ایران اټومي تاسیسات له منځه وړي، داسې چې نور د استفادې وړ نه دي او هغوی اړ دی بل غر ورته وټاکي.»
ایران تر اوسه له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په اړه څه نه دي ویلي خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمان پر مېز کېدونکې شپږم پړاو خبرې پر ایران د اسراییلو بریدونو له امله لغوه شوې وې.
تهران د واشنګټن هغه ادعاوې هم رد کړي چې ګواکې اټومي پروګرام یې په بشپړه له منځه تللی.
16/07/2025
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي ح قاني د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د عملیاتي برخې له رییس بو متیاسین سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې، عبدالولي حقاني د یاد دفتر له دوامدارې همکارۍ او همغږۍ مننه کړې او د نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې یې د دغه دفتر رول مهم بللی دی.
15/07/2025
۰۷۰۰عینک خبري ګړۍ
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه او وروستي خبرونه د عینک پر څپو له خبري ګړۍ څخه
ویاند: محمدنسیم افغان
تخنیک: جواد تسل
عینک ــ رښتینی غږ
۹۵.۵اف ام
Be the first to know and let us send you an email when Aynak Radio - عینک راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.