Farah News

Farah News فراه نيوز به ستاسو او د مثبت راپورنو تر مېنځ ښه ګام وي

20/06/2023

از مدت زیادی علاقه داشت که با رهبر خود رو در رو بنشیند، به رهنمودهای ایشان در مورد مبارزه فرهنگی گوش دهد و به دلیل اهمیت زاویه‌ی مذکور حمایت مستقیم رهبری را به دست آو....

امیرالمؤمنینی که من می‌شناسم!قسمت هفتمنویسنده: مهاجر فراهیترجمه: محمدصادق طارقسلسله‌ی مذکور را از ابتدا تا انتها مطالعه ...
20/06/2023

امیرالمؤمنینی که من می‌شناسم!
قسمت هفتم

نویسنده: مهاجر فراهی
ترجمه: محمدصادق طارق

سلسله‌ی مذکور را از ابتدا تا انتها مطالعه نمائید!

از مدت زیادی علاقه داشت که با رهبر خود رو در رو بنشیند، به رهنمودهای ایشان در مورد مبارزه فرهنگی گوش دهد و به دلیل اهمیت زاویه‌ی مذکور حمایت مستقیم رهبری را به دست آو....

18/01/2023

پژواک:
د پکتیا ولایت په شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې نن د ۱۳ اعشاریه شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.

17/01/2023

پژواک:
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له یوې موسسې سره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې په هرات او کابل ولایتونو کې ۳۳۹۹ له زده‌کړو پاتې ماشومانو ته زده‌کړې ورکړل شي.

17/01/2023

‏پژواک:
د ننګرهار په مرکز جلال‌ اباد ښار کې د ۴۲ ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شپږو شبکو چارې پيل شوې.

17/01/2023

‏پژواک:
وزارت امور مهاجرین و عودت کننده‌گان دو تفاهم‌نامه را با یک موسسه امضا کرده که بر اساس آن برای ۳۳۹۹ کودک محروم از آموزش در ولایات کابل و هرات زمینۀ تعلیم فراهم خواهد شد.

په فراه ولایت کې له جامعة الهدی سترې دینې مدرسې او (۱۴) نورو دینې مدرسو څخه (۳۰۴) تنو فارغ العلمو د پګړۍ تړلو ګډه فراغت ...
14/01/2023

په فراه ولایت کې له جامعة الهدی سترې دینې مدرسې او (۱۴) نورو دینې مدرسو څخه (۳۰۴) تنو فارغ العلمو د پګړۍ تړلو ګډه فراغت غونډه ترسره شوه.

فراه نیوز
۲۰ /جمادي الثاني/۱۴۴۴

فراه ولایت د جامعة الهدی سترې دینې مدرسې تر رهبري لاندې د دخترانه الهدی، نجم الهدی، ګلستان قناعت، محمد رسول الله (ص)، تحسین القرآن، دارالقرائت والتجوید نوبهار، حضرت عثمان (رض)، حضرت ابوبکر صدیق (رض)، معارف القرآن، حضرت عمر فاروق (رض)، شمس الهدی، دارالقرآن فاروق اعظم (رض) او دارالقرآن ابی ابن کعب (رض) له دینې مدرسو څخه (۳۰۴) تنو د حنفي فقې د تخصص، حدیثونو، وړې دورې، حفظ او قرائت په څانګو کې د پګړۍ تړلو ګډه فراغت غونډه.

فراه ولایت د مرکز اړوند له جامعة الهدی سترې دینې مدرسې او له (۱۴) نورو بیلا بېلو نارینه او ښځینه دینې مدرسو څخه د فارغ العلمو د بګړۍ تړلو او فراغت په غونډه کې د فراه ولایت د علماؤ شورا رئیس شیخ محمد امین "روحاني"، د علماؤ شورا مالي او اداري مسؤل شیخ عبدالقوي "حقاني"، د شورا غړو، د جامعة الهدی مدرسې مهتمم شیخ عبدالقیوم جان اغا، امر بالمعروف رئیس مولوي عبدالمجید "صمیم"، اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحي "سباوون"، ملي راډیو تلویزیون آمر قاري بدرالدین، دیني جید عالم ابوطلحه، وتلي نعت ویونکي مولوي "تندر عثماني"، ملکي او نظامي مسؤلینو، له لریو پرتو سیمو څخه راغلو میلمنو شیخانو، علماء کرامو، د مدرسو استادانو، قومي مخورو، ملکي وګړو، خبریالانو او ځوانانو هم ګډون درلودل.

ناستې ته د شیخانو، علماء کرامو او استادانو له لوري د یرغلګرې نړۍ او ورسره مل د بن حکومت د ماتې، د ا.ا.ا پر حاکمیت، اسلامي نظام، سرښندونکو مجاهدینو، رښتینو او چوپړوالو مسؤلینو پر رښتینولۍ، د علماؤ او پوهې د ارزښت، د ټولنې د سمون، له مدرسو، مدرسینو او طالب العلمو سره د همکارۍ په اړه له بیانونو او تقریرونو څخه وروسته د جامعة الهدی سترې دینې مدرسې مهتمم شیخ عبدالقیوم جان اغا له ټولو امنیتي مسؤلینو، د مدرسې له اداري کارکونکو، ملي سوداګرو، استادانو، شیخانو او د ناستې له ګډونوالو څخه مننه وکړه، ده همدارنګه ټولو فارغ العلمو ته د مبارکې ترڅنګ په راتلونکي کې د اسلام، ټولنې او هېواد لپاره د ښه چوپړ غوښتنه هم وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د یادو دینې مدرسو د (۳۰) تنو نارینه او (۲۵) تنو ښځینه د حنفي فقې د متخصصو فارغ العلمو په ګډون (۴۹) نارینه و او (۱۲) ښځینه و د حدیثو، (۴۲) د وړې دورې، (۴۲) د حفظ او (۱۰۴) تنو د قرانکریم د حفظ په څانګو کې د ویاړ او فراغت پګړۍ وتړلې او د فراغت سند یې ترلاسه کړل.

له پنچشير څخه کابل ته د اوبو ليږد پروژه به ډير ژر پيل شيفراه نيوز24_ذوالحجه_1443‏د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په یوه خبري...
24/07/2022

له پنچشير څخه کابل ته د اوبو ليږد پروژه به ډير ژر پيل شي

فراه نيوز
24_ذوالحجه_1443

‏د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې له ‎پنجشیر څخه ‎کابل ته د اوبو لېږد پروژه به د درې میلیونه ډالرو په ارزښت ډېر ژر پیل او په پلي کېدو سره به یې کابل ښاریانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

‏نوموړي زیاته کړې، چې د انرژي او برېښنا تولید په برخه کې د پانګونې لپاره درې پلانونه چمتو شوي، چې په تاییدېدلو سره به یې هېواد کې د برېښنا تولید ستونزې تر ډېره حل شي.

‏تخار ولايت کې پر پینځه زره کورنیو مرسته وېشل کېږيفراه نيوز24_ذوالحجه_1443تخار کې ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په م...
24/07/2022

‏تخار ولايت کې پر پینځه زره کورنیو مرسته وېشل کېږي

فراه نيوز
24_ذوالحجه_1443

تخار کې ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز تالقانو ښار کې پر ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې او ډېر ژر به په پینځه زره نورو اړمنو کورنیو هم ووېشل شي

د ا.ا. په ملاتړ د ټويټر فعالانو خورا پراخ کمپاين په لار واچاوهفراه نيوز24_ذوالحجه_1443‏وروسته له هغه چې فیسبوک ادارې د م...
24/07/2022

د ا.ا. په ملاتړ د ټويټر فعالانو خورا پراخ کمپاين په لار واچاوه

فراه نيوز
24_ذوالحجه_1443

‏وروسته له هغه چې فیسبوک ادارې د ملي راډیو تلویزیون پښتو او دري فیسبوک پاڼې وتړلې؛ یو شمېر کاروونکو له فرصت څخه په ګټه اخیستلو کمپاین پیل کړ، تر څو د ا.ا چارواکو ټویټر پاڼې هم بندې شي.

‏د دغه کمپاین پیل د ډېری کاروونکو غبرګون وپاراوه او چمتو یې کړل، چې ټویټر کې د ا.ا په ملاتړ ‎ کمپاین پیل کړي.
دغه کمپاین تر اوسه ۱۱۸ زره ته رسېدلی او هره شېبه زیات شمېر کاروونکي ورسره یو ځای کېږي او پرمختګ کوي.

‏یاد کمپاین د خلکو د یووالي او ملت د اتفاق ښودنه کوي، چې د یوې کوچنۍ نفاق اچوونکې ډلې په مقابل کې درېدلي، تر څو له نظام او خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه ملاتړ ثابت کړي.

په تيره اداره کې د اجرائيه رياست ستر سلاکار هيواد ته راستون شوى دىفراه نيوز24_ذوالحجه_1443‏له ‎افغان شخصیتونو سره د اړیک...
24/07/2022

په تيره اداره کې د اجرائيه رياست ستر سلاکار هيواد ته راستون شوى دى

فراه نيوز
24_ذوالحجه_1443

‏له ‎افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، چې د دغه کمیسیون په هڅو تېره اداره کې د اجرایه ریاست ستر سلاکار او ‎بلخ کې د جنبش ګوند رییس سید شمس‌الدین سادات؛ او تر څنګ يې د دغه ګوند غړی او د ‎جوزجان ولايت ۵۲۲ غونډ قومندان عبدالوهاب ایلبیګي هېواد ته راستانه شوي دي.

17/07/2022

کندز ولايت کې درى تنه خوارج ووژل شوه

فراه نيوز
18_ذوالحجه_1443

‏د ا.ا ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، چې د ‎کندوز امام صاحب ولسوالۍ قنجغه سیمه کې ځانګړې قطعې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د خوارجو یو مرکز کشف او له منځه یووړ.

د نوموړي په وینا؛ په عملیاتو کې۳ تنه خوارج وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

‏د ا.ا ویاند زیاتوي، چې یادو کسانو څه موده وړاندې پر ازبکستان او تاجکستان هيوادنو راکټي بریدونه هم کړي وو.

15/07/2022

د افغان حاجیانو لومړنى کاروان هيواد ته راستون شو

فراه نيوز

‏د ‎افغان حاجیانو لومړنی کاروان ‎سعودي عربستان کې د فرضي حج له ادا کولو وروسته تېره ورځ ناوخته هېواد ته راستون شو.

افغان حاجیان د حج او اوقافو وزارت له هڅو خوښ دي او وايي، چې دوی ته یې په سعودي عربستان کې ډېرې اسانتیاوې برابرى کړې وې.

افغانستان او امريکا د افغانستان د شتمنۍ پر ازاديدو کار روان کړىفراه نيوز30_ذوالقعده_1443واشنګټن پسټ ليکلي دي، چې کابل او...
29/06/2022

افغانستان او امريکا د افغانستان د شتمنۍ پر ازاديدو کار روان کړى

فراه نيوز
30_ذوالقعده_1443

واشنګټن پسټ ليکلي دي، چې کابل او امريکا د افغانستان د شتمنۍ پر ازادېدو کار روان کړی.

واشنګټن پسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې امریکا له افغان دولت سره په داسې میکانیزم کار پیل کړی چې له مخې به یې افغان دولت د افغانستان بانک له ګنګل شویو پیسو څخه ګټه واخیستلی شي.

‏دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان يو لوړ پوړى پلاوى د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د امریکا له ځانګړي استازي سره د لیدو لپاره قطر ته سفر وکړ.

دا ځل‏ هيواد ته ډاکټر عبدالله وردګ د هېواد مشهور متخصص راستون شو.فراه نيوز30_ذوالقعده_1443نوموړی د سرطان يا کينسر ناروغۍ...
29/06/2022

دا ځل‏ هيواد ته ډاکټر عبدالله وردګ د هېواد مشهور متخصص راستون شو.

فراه نيوز
30_ذوالقعده_1443

نوموړی د سرطان يا کينسر ناروغۍ د علاج متخصص ډاکټر دی او وروسته له دې غواړي، چي هېواد کې د سرطاني ناروغیو د علاج لپاره روغتیايي مرکز جوړ او په دې برخه کي خدمت وکړي.

29/06/2022

افغانستان او امریکا د مرکزي بانک او اقتصاد په اړه مذاکرات کوي

فراه نيوز
30_ذوالقعده_1443

‏نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرى یو هیئت قطر هیواد ته سفر وکړ، او هلته به د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره مذاکرات ولري.

‏د خبري سرچینو د معلوماتو سره سم د سیاسي موضوعاتو سربېره به دغه ناسته پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز ولري او د همدې لپاره د افغانستان د مرکزي بانک مشر حاجي ادريس، معاون يې حاجي نوراحمد او د مالیه وزارت معین نذير کبيري د هیئت غړي دي.

حسيب الله کليمزى تير نظام کې د مشرانو جرګې مرستيال او د نړيوالو اړيکو کمېسيون رئيس هيواد ته راستون شوفراه نيوز30_ذوالقعد...
29/06/2022

حسيب الله کليمزى تير نظام کې د مشرانو جرګې مرستيال او د نړيوالو اړيکو کمېسيون رئيس هيواد ته راستون شو

فراه نيوز
30_ذوالقعده_1443

‏له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، چې د دغه کمېسیون په هڅو د تېر نظام مشرانو جرګې مرستیال او د نړیوالو اړیکو کمیسیون رییس حسیب الله کلیمزی هېواد ته راستون شوی دی.

د ډبرو سکرو صادرولو بيه په هر ټن کې له 90 ډالرو څخه 200 ډالرو ته پورته شوهفراه نيوز30_ذوالقعده_1443‏مالیې وزارت وايي، چې...
29/06/2022

د ډبرو سکرو صادرولو بيه په هر ټن کې له 90 ډالرو څخه 200 ډالرو ته پورته شوه

فراه نيوز
30_ذوالقعده_1443

‏مالیې وزارت وايي، چې د رهبرۍ پرېکړې په اساس د ‎هېواد په ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د هر ټن صادرولو بیه له ۹۰ امریکايي ډالرو څخه ۲۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شوه.

ياد وزارت همداراز يادونه کړى ده چې د هيڅ کوم بهرني هيواد سره يې د سکرو په خرڅولو کې قرار داد نه دې کړى، يوازې يې پر داخلي تجارانو پلوري.

Address

Farah

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Farah News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share