03/11/2025
په چاپيریال ساتنه کې د رسنیو رول
راپور: افغان
په ننني وخت کې د هوا، اوبو او خاورو ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تلل او د پلاستیکي توکو بېځایه غورځول د ټولنې روغتیا، اقتصاد او د ژوند کیفیت ته جدي ګواښونه جوړ کړي دي. رسنۍ د خلکو د پوهاوي لوړولو، د ستونزو د څرګندولو او د پاک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره مهم رول لري.
چاپیریال د ټولنې د روغتیا او پرمختګ سره مستقیم تړاو لري. د هوا ککړتیا، د ځنګلونو پرېکول، د اوبو او خاورو ککړتیا، د پلاستیکي موادو بېځایه غورځول او د طبیعي زیرمو بې ځایه کارونه د چاپیریال د بحران اصلي علتونه دي.
رسنۍ، په ځانګړي ډول راډیو، تلویزیون، ورځپاڼې او ټولنیزې شبکې، د دې بحران په اړه خلکو ته معلومات ورکوي او د چاپیریال ساتنې اهمیت روښانه کوي. د رسنیو له لارې عامه پوهاوی خلک هڅوي چې کثافات په سمه توګه اداره کړي، د اوبو او برېښنا سپما وکړي، او د ځنګلونو او حیواناتو ساتنه وکړي.
ډاکټر جلال احمدي وایي:
"که رسنۍ په منظمه توګه د کثافاتو د ستونزو راپورونه خپاره کړي او خلکو ته عملي لارښوونې ورکړي، نو ټولنه کولای شي د پاک او شنو سیمو لپاره ګډ مسوولیت احساس کړي."
سید جمال، یو ټولنیز فعال، زیاتوي:
"د ښاروالۍ هڅې یوازې یوه برخه ده؛ رسنۍ کولای شي د خلکو چلند بدل کړي او هغوی وهڅوي چې په ورځني ژوند کې د پلاستیکي موادو کار کم کړي."
د ځوان خبریال حکمت الله پاڅون په وینا:
"موږ هڅه کوو چې هره اونۍ په ښار کې د پاکوالي او د چاپیریال د ساتنې اړوند راپورونه خپاره کړو، څو خلکو ته دا پیغام ورسوو چې د چاپیریال ساتنه د هر فرد مسوولیت دی."
رسنۍ د چاپیریال ساتنې په برخه کې یوه ځواکمنه وسیله ده. د خلکو د پوهاوي لوړول، د سمو مالوماتو وړاندې کول او د عملي اقداماتو هڅونه د رسنیو مهمه دنده ده. که رسنۍ په مسلکي توګه فعالیت وکړي، د چاپیریال ساتنه به د ټولنې د دوامداره پرمختګ او د خلکو د ژوند کیفیت لپاره اغېزمنه وي.
رسنۍ نه یوازې د خبر خپرولو وسیله دي، بلکې د ټولنې په پوهاوي، د چاپیریال د ساتنې په هڅونو او د خلکو د مسؤولیت د لوړولو په برخه کې یوه مهمه او مؤثره وسیله ده. د پاک چاپیریال رامنځته کول د حکومت، ټولنیزو فعالانو، رسنیو او د هر فرد ګډه مسؤولیت دی. که ټولې خواوې په ګډه کار وکړي، کولای شو یو شین، پاک او صحتمند چاپیریال ولرو.