Hamim Kara

Hamim Kara This page is about the pashto viral songs, trends songs, tappy and psychological words.
#ارواپوهنه #پښتو #سندرې #ښکلا

23/03/2025

بالکل! دلته د نارینه‌وو د سپرم کموالي (کمزورې نطفې) لنډ معرفي:

*✅ لاملونه:*
1. ذهني فشار او ستړیا
2. ناسمه غذا او کم وټامین
3. تمباکو، سګرټ او نشه‌یي توکي
4. اوږده ناستې او ګرمي
5. هورموني ستونزې

*❗ اغېزې:*
1. د اولاد نه پیدا کېدو ستونزه (نازایي)
2. د ځان باور کمښت
3. د اړیکو رواني فشار
4. اوږدمهاله درملنه او لګښتونه

*✅ مشوره:* سالم ژوند، ښه خواړه، ورزش، او د فشار کمول د مخنیوي غوره لارې دي.

ځيرک کسان چې له چاسره لږه شېبه هم تېره کړي، پوهیږي چې څوک ښه انسان دی او څوک مازې د ښه توب تمثیل کوي. ځیرک کس بیا له درو...
21/03/2025

ځيرک کسان چې له چاسره لږه شېبه هم تېره کړي، پوهیږي چې څوک ښه انسان دی او څوک مازې د ښه توب تمثیل کوي. ځیرک کس بیا له دروغجنو سره ناسته پاسته نه کوي، دوی د ملګرتیا لپاره ریښتینې او ژمن کسان خوښوي. دوی د ملګرو څومروالي پسې نه ګرځي، بلکې څرنګوالي ته یې ځېر وي.

یانې ځيرک کسان د ملګرو د کمیت پر ځای کیفیت ته ډېره پاملرنه کوي. د ښه انسان ملګري ښه او د بدو ملګري هم بد وي، ځکه چې د انسان ذهنیت د هغوی له ملګرو سره نښتی وي. همدا لامل دی چې روني میلنکن ویلي و: "ته دې راته ملګري وښایه، زه به دې ملګرو ته په کتلو ووایم چې ستا راتلونکی به څه ډول وي."

د کور د ښځو خاص خیال، پام وساتئ ځکه چې ښځه اول پشلمي راپاڅیږي او د کور ټولو غړو ته پشلمی تیاروي، خو خوراک اخېر کوي. له ر...
21/03/2025

د کور د ښځو خاص خیال، پام وساتئ ځکه چې ښځه اول پشلمي راپاڅیږي او د کور ټولو غړو ته پشلمی تیاروي، خو خوراک اخېر کوي. له روژې وروسته په سهار، ماسپښین کې ماشومانو ته خواړه ورکوي. له کار کولو وروسته، د روژه ماتې په تیارولو بوخته شي. روژه ماتی تیار کړي بیا لوښي مینځي، کور کارونه هم ور غاړي وي، نو د انسان په څېر ژوند، چلند ورسره وکړئ، که مو وس درلود نو کور کارونو کې هم ورسره کومک وکړئ.

«یوه جاپانۍ نجلۍ چې میاوا نومیده، زما د دفتر همکاره وه. کله چې روژه پیل شوه، هغې وویل: د روژې په میاشت کې له سهاره تر ما...
20/03/2025

«یوه جاپانۍ نجلۍ چې میاوا نومیده، زما د دفتر همکاره وه. کله چې روژه پیل شوه، هغې وویل: د روژې په میاشت کې له سهاره تر ماښامه د لوږې او تندې پاتې کیدو څخه تاسو څه ترلاسه کوئ، کومه ګټه در کوي؟ ما ورته وویل چې روژه عبادت دی او یوازې لوږه تنده، نه ده؛ بلکې په روژه کې دروغ نه ویل، خپله دنده په ایماندارۍ ترسره کول، د بل چا حق نه خوړل، عدل کول… او له ټولو بدو کارونو ځان ساتل دي. ډیره جدي خبره یې وکړه. ویې ویلي مزې؛ خو تاسو وکړې. موږ په ټول کال کې له دغو شیانو ډډه کوو او تاسې یې فقط یوه میاشت ترې ډډه کوئ. موږ پوره کال دا شیان ځکه نه کوو چې وجدان مو نه منې، تاسې یې یوه میاشت کوئ، په داسې حال کې چې ځان په حقه مسلمانان هم بولئ».

اشفاق احمد

ماشومان چې معلوم عمر پوره نه کړي، تر هغې یې غاښونه نه را خېژي، خبرې نه پیلوي، په پښو نه ګرځي او ... خو چې عمر یې پوره شي...
20/03/2025

ماشومان چې معلوم عمر پوره نه کړي، تر هغې یې غاښونه نه را خېژي، خبرې نه پیلوي، په پښو نه ګرځي او ... خو چې عمر یې پوره شي، دا ټول کارونه یو په یو کېږي. يعنې هر څه ترلاسه کوي؛ مګر پخپل وخت.
زموږ او ستاسې ژوند هم همداسې دی. باوري اوسئ، هر څه چې مو غوښتي وي ترلاسه کوو یې؛ اما وخت، خواري او حوصله غواړي.
مګر ومنئ، که هرررر څه ولرو، بیا هم داسې ډېرررر څه به وي، چې نه به یې لرو. ځکه چې ډېری وخت خپلو هیلو ته رسېږو؛ مګر ډېر نور څه مو له لاسه ورکړي وي. یا نورې هیلې/غوښتنې مو په زړونو کې پیدا شوې وي.
دا خو تقریبا ناممکنه ده، چې یو وخت به هېڅ کوم غم/اندېښنه و نه لرو. انسان که په هر ځای او هر موقف کې وي، د اندېښنو لپاره به حتماً یو څه لري، حتماً!
نو حوصله به کوو، اندېښنو ته به ځان نه سپارو، هیله به نه بایلو او د له نن څخه به ښه ګټه اخلو. همدا ژوند دی او روان دی ...

- مقامزی
فالو کول د تاسې پورې اړه لری.

۱. کله هم له اولادونو مه پوښتئ پلار دې ډیر درته ګران دی که مور؟۲. د ملګري په میرمنه تبصره مکوئ.۳. د چا خونې یا کور ته خا...
20/03/2025

۱. کله هم له اولادونو مه پوښتئ پلار دې ډیر درته ګران دی که مور؟

۲. د ملګري په میرمنه تبصره مکوئ.

۳. د چا خونې یا کور ته خاموش یا غلی مه داخلیږه لږ تر لږه په یو ټوخي کولو هم هغوی خبرولای شئ.

۴. که مو کرایه کور یا موټر کرایه کوو له مالکه یې د قیمت پوښتنه مکوئ.

۵. که یې اړتیا نه وه له چا څخه د معاش، قد، وزن او نورې شخصي پوښتنې مکوئ.

۶. کله چې کور کې میلمه ولرئ په کوچنیانو مه غصه کیږئ.

۷. کله چې میلمه ولرئ خبرې وکړئ او موبایل لږ کرار کیږدئ.

۸. یو زوم ته د بل زوم غیبت مکوئ همدارنګه یوې اینګور ته د بلې غیبت هم کور خرابوي.

۹. د نورو د بچیانو په تربیت کې مداخله مکوئ فقط اصلاحي مشوره ورکړئ.

فالو کول د تاسې په گټه ده.

Address

Paktia
Gardez
2201

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamim Kara posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share