Nan TV &Network

Nan TV &Network Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Nan TV &Network, TV Network, پکتیا ګردیز ښار, Gardez.

تاسو له نن سره ووسئ!نن ایف ایم راډیو تاسو ته تر نورو چټک د لوبې ژوندی جریان وړاندې کوي.AFG -VS- BAN
06/11/2024

تاسو له نن سره ووسئ!
نن ایف ایم راډیو تاسو ته تر نورو چټک د لوبې ژوندی جریان وړاندې کوي.

AFG -VS- BAN

افغان اتلان به نن د افغانستان پر مهال د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ ل...
06/11/2024

افغان اتلان به نن د افغانستان پر مهال د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
لوبې ژوندي جریان له نن اېف اېم فیسبوک پاڼې او راډیویې څپو مه هیروئ
خوست: ۸۹.۱ اېف اېم
پکتیا: ۸۹.۵ اېف اېم

nanfm.radiostream321.com

انځورونه: د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو جام د دواړو لوریو د لوبډلمشرانو له لوري د شارجې...
05/11/2024

انځورونه: د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو جام د دواړو لوریو د لوبډلمشرانو له لوري د شارجې په کرکټ لوبغالي کې نندارې ته وړاندې شو.

| |

د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله نن د شپې ناوخته متحده عرب اماراتو ته ورسېده. د نولس کلنو ځوانانو ملي...
01/11/2024

د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله نن د شپې ناوخته متحده عرب اماراتو ته ورسېده. د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله به د عرب اماراتو او پاکستان پر وړاندې درې اړخیزې لوبلړۍ او همدا راز به د اسیا جام لپاره په تمریناتي کمپ کې بره واخلي.

وېسټ‌اېنډیز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړهد وېست‌اېنډيز په کوربه‌توب د درېيو يوورځنيو سياليو په لومړۍ ...
01/11/2024

وېسټ‌اېنډیز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه

د وېست‌اېنډيز په کوربه‌توب د درېيو يوورځنيو سياليو په لومړۍ لوبه کې وېسټ‌اېنډيز کرېکټ ملي لوبډلې د انګلستان لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپير ماته ورکړه .

د ویلو ده، چې دا لوبه د ډېر باران له امله د DSL ميتود له مخې د وېسټ‌اېنډيز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د دې لوبلړۍ دويمه لوبه به سبا « شنبه، نومبر ۲مه » ماښام شپږ بجې تر سره شي.

#کرېکټ

افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ ترسره کويافغان ملي لوبډله به د روان کال د دسمبر میاشتې په پیل کې د زمبابوې ...
29/10/2024

افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ ترسره کوي
افغان ملي لوبډله به د روان کال د دسمبر میاشتې په پیل کې د زمبابوې په کوربه توب د نړیوالو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي چې د دسمبر میاشتې په نهمه نېټه به پیل او د ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام ومومي.

ابداليانو په لومړي ځل د ځوانانو آسيا جام اتلولي وګټلهد افغانستان الف لوبډلې د ۲۰۲۴ ځوانانو آسيا شل‌اووره جام پای لوبه د ...
27/10/2024

ابداليانو په لومړي ځل د ځوانانو آسيا جام اتلولي وګټله
د افغانستان الف لوبډلې د ۲۰۲۴ ځوانانو آسيا شل‌اووره جام پای لوبه د اوو وېکټو په توپير له سريلانکا الف لوبډلې څخه وګټله او په لومړي ځل يې د ياد جام اتلولي خپله کړه.

کام ایر هوایي شرکت په لمړي ځل له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته پر نوی مسیر د الوتنو د پیلیدو خبر ...
27/10/2024

کام ایر هوایي شرکت په لمړي ځل له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته پر نوی مسیر د الوتنو د پیلیدو خبر ورکړ.
د یاد شرکت د خپرې شوې خبر پانې له مخې، د راتلونکې میاشتې نومبر په ۱۳مه نېټه به د خوست نړیوال هوایی دګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار او له جدې څخه خوست ولایت ته هره چهارشنبه په لمړي ځل د عمرې اړوند پراوزنه پیل شي.

افغانستان الف لوبډله نن سريلانکا سره پای‌لوبه کويد ۲۰۲۴ کال ځوانانو آسيا شل‌اووره جام پای لوبه به نن « يکشنبه، اکتوبر ۲۷...
27/10/2024

افغانستان الف لوبډله نن سريلانکا سره پای‌لوبه کوي

د ۲۰۲۴ کال ځوانانو آسيا شل‌اووره جام پای لوبه به نن « يکشنبه، اکتوبر ۲۷مه » د افغان ابداليانو او سريلانکا الف لوبډلو تر منځ تر سره شي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام « شپږ بجې » د عمان په الامارت لوبغالي کې وشي.

دا لومړی ځل دی چې ابداليانو د دې سياليو پای‌لوبې ته لار موندلې ده.

افغانستان الف لوبډله داسې مهال پای‌لوبه کې سريلانکا الف لوبډلې سره لوبه کوي، چې په ګروپي پړاو سياليو کې يې دې لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

مبارک شه !افغان ابدالیانو د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره وموندهافغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ لوبډلې د ...
25/10/2024

مبارک شه !

افغان ابدالیانو د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ لوبډلې د یوې خورا زړورې او غوره لوبې په پایله کې پیاوړې هند الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

د افغان ځوانانو دغه ستره بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي!

د ځوانانو آسيا جام کې سبا دوه نيمه پای‌لوبې کېږيد ځوانانو آسيا شل‌اووره جام سياليو کې به سبا په لومړۍ نيمه پای‌لوبه کې س...
24/10/2024

د ځوانانو آسيا جام کې سبا دوه نيمه پای‌لوبې کېږي

د ځوانانو آسيا شل‌اووره جام سياليو کې به سبا په لومړۍ نيمه پای‌لوبه کې سريلانکا الف او پاکستان شاهين او په دويمه هغه کې به افغانستان الف د هندوستان الف لوبډلې سره مخامخ شي.

لومړۍ لوبه به د ماسپښين ۱:۳۰ بجه د پاکستان او سريلانکا تر منځ وشي .

دويمه لوبه چې ماښام شپږ بجې کېږي افغان ابداليان په د هند پر وړاندې خپل بخت ازمايي.

د دغو دواړو سياليو ګټونکې لوبډلې به په پای لوبه کې سره مخامخ شي .

د ځوانانو آسيا جام سيالۍ چې په عمان هېواد کې روانې دي، پای لوبه به يې د راتلونکې یکشنبې ورځ « اکتوبر ۲۷مه » تر سره شي.

د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د لومړۍ سیالۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې یوولس کسیز نوملړ
18/10/2024

د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د لومړۍ سیالۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې یوولس کسیز نوملړ

Address

پکتیا ګردیز ښار
Gardez
2201

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nan TV &Network posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Nan TV &Network:

Share