Shaour News

Shaour News د شعور نیوز پر فسبوک پاڼه د هېواد، سیمې او نړۍ تازه خبرونه ولولئ.

شعور_د ولس شعور!

02/10/2025

په غزني ولایت کې د دوو ورځو لپاره د نهو ولایتونو تر منځ د نېزه وهنې سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د المپیک، بدنې روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق، لوبغاړو، مینوالو او تمویلوونکو نظرونه …..

بشپړ حال د حمید حاذق په لاندې راپور کې کتلی شئ!

د رسنیو د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د افغانستان د اسلامي.ا د بهرنیو چارو وزیر aمیرخان مت...
02/10/2025

د رسنیو د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د افغانستان د اسلامي.ا د بهرنیو چارو وزیر aمیرخان متقي، د سفر بندیز معافیت هند ته منظور کړی دی.

د اعلامیې پر بنسټ، امیرخان متقي به وکولای شي د روان میلادي کال د اکتوبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې نوي ډیلي ته سفر وکړي.

#شعورنیوز

راپورونه وايي، چې د نیپال وروسته اوس په مراکش کې د حکومت پر ضد د ځوانانو لاریونونه پراخ شوي دي. د جین‌ زي ۲۱۲ انټرنیټي ګ...
02/10/2025

راپورونه وايي، چې د نیپال وروسته اوس په مراکش کې د حکومت پر ضد د ځوانانو لاریونونه پراخ شوي دي.

د جین‌ زي ۲۱۲ انټرنیټي ګروپ په مشرۍ درې زره معترض ځوانان راپاڅېدلي چې اوس یې شمېر تر ۱۳۰ زره کسانو رسېدلی او د لاریونو لړۍ یې په ښارونو کې په پراخه توګه روانه ده.

دغه اعتراضونه د القلیعه، طنجه، سلا او بیوګري په ښارونو کې د بلواوو او نښتو بڼه غوره کړې ده.

معترضین حکومت فاسد، ظالم او د بېکارۍ او غربت د ختمولو په برخه کې ناکام بولي، له همدې امله یې پر دولتي ادارو او د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او ګڼ ځایونه یې سوځولي دي.

د راپورونو له مخې، پولیسو د ډزو او زور کارولو له لارې د لاریونونو د کنټرول هڅه کړې، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر لاریونوال ژوبل شوي او ۴۰۹ کسان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

#شعورنیوز

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ او د خیبرپښتونخوا د جنوبي وزیرستان ترمنځ پراته د انگور اډې دروازه له دوه نيم کلن ځنډ وروست...
02/10/2025

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ او د خیبرپښتونخوا د جنوبي وزیرستان ترمنځ پراته د انگور اډې دروازه له دوه نيم کلن ځنډ وروسته بېرته د ترانزیټ پرمخ پرانیستل شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره رسمي سوداګري به د دې لارې له لارې بیا پیل شي.

د چارواکو په وینا، د یوې عصري واحد د جوړېدو او د اسانتیاوو برابرېدو وروسته دا دروازه بېرته د صادراتو او وارداتو لپاره فعاله شوه.

یاده دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي او د سیمې د خلکو په اقتصاد کې ځانګړی ارزښت لري.

د دواړو غاړو د سوداګرو په وینا، د دې لارې پرانیستل به د سیمې په کچه د توکو د لېږد رالیږد د چټکتیا او د لګښتونو په کمېدو کې مرسته وکړي.

#شعورنیوز

ټاکل شوې، چې د افغانستان د اسلامي ا. د بهرنیو چارو وزیر aمیرخان متقي د اکتوبر په شپږمه نېټه د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر...
02/10/2025

ټاکل شوې، چې د افغانستان د اسلامي ا. د بهرنیو چارو وزیر aمیرخان متقي د اکتوبر په شپږمه نېټه د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر وکړي.

سرچینو طلوع‌ نیوز ته ویلي، د دې سفر موخه د مسکو فارمت په نوم په اوومه ناسته کې ګډون دی.

په یاده ناسته کې به د سیمې او ګاونډیو هېوادونو استازي ګډون وکړي او د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په تړاو به خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، د مسکو فارمت د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې پیل شوی او موخه یې د افغانستان د قضیې په اړه د سیمه‌ ییزو هېوادونو د نظرونو تبادله او د ګډو همکاریو لټول دي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د اسلامي ا. پلاوي څو ځلې د مسکو په ناستو کې ګډون کړی او د افغانستان په تړاو یې د ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره بحثونه کړي دي.

#شعورنیوز

د پوهنې وزارت خبر ورکوي، چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو د ښوونځیو د ممتازو زده‌ کوونکو لپاره د سید جمال‌...
02/10/2025

د پوهنې وزارت خبر ورکوي، چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو د ښوونځیو د ممتازو زده‌ کوونکو لپاره د سید جمال‌الدین افغان په نوم نمونوي لېسه پرانیستل شي.

د وزارت د مالوماتو له مخې، په دې لېسه کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو وړ زده‌ کوونکي د زده‌ کړو د دوام لپاره جذب شې، او تر دا مهاله شاوخوا ۲۰۰ تنه زده‌ کوونکي جذب شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دغې لېسې موخه د غوره زده‌ کوونکو د استعدادونو روزل، د ښوونې کیفیت لوړول او د راتلونکو علمي کدرونو د چمتو کولو لپاره معیاري چاپېریال برابرول دي.

همدارنګه ویل شوي چې د سید جمال‌ الدین افغان په نوم دغه نمونوي لېسه به د مسلکي استادانو، ځانګړو درسي پروګرامونو او معیاري درسي تجهیزاتو په مرسته د زده‌ کوونکو د وړتیاوو په وده کې ځانګړی رول ولوبوي.

#شعورنیوز

حmاس غورځنګ ته نږدې يوې سرچينې رسنيو ته ويلې، چې دا ډله ښایي د امریکا د ۲۰ مادييز اوربند طرحه ومني، خو په دې شرط چې په ک...
02/10/2025

حmاس غورځنګ ته نږدې يوې سرچينې رسنيو ته ويلې، چې دا ډله ښایي د امریکا د ۲۰ مادييز اوربند طرحه ومني، خو په دې شرط چې په کې بنسټیز بدلونونه راشي.

د حmاس د شرطونو له ډلې د ځینو مادو وضاحت، د اسراییلي ځواکونو د شاتګ لپاره د مهال‌ ویش ټاکل او په غزه کې د دې ډلې د شتون تضمینونه یاد شوي دي.

په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې انساني کړکېچ ورځ تر بلې سختېږي، زرګونه فلسطینیان له خپلو کورونو تښتېدلي او د سرپناه، خوړو او اوبو له کموالي سره مخ دي.

له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر د غزې پاتې اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی او خبرداری یې ورکړی چې هر څوک پاتې شي د وسله‌ والو ملاتړی به وګڼل شي.

#شعورنیوز

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د سفوزایي، کاریزک، لوړ هوتل او یو شمېر نورو کلیو د پاکو اوبو رسولو پنځه شبکې د څه بان...
02/10/2025

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د سفوزایي، کاریزک، لوړ هوتل او یو شمېر نورو کلیو د پاکو اوبو رسولو پنځه شبکې د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د خلکو په واک کې ورکړل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره له ۴۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې یادې شبکې د ژورو څاګانو، لمریز پمپونو او د اوبو د زېرمو په جوړولو سره تکمیل شوې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو شبکو جوړېدل د کليوالو د ژوند د اسانولو ترڅنګ د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې هم اغېزمن تمامېږي.

یاده دې وي چې په کندهار ولایت کې په دې وروستیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د اوبو رسولو لسګونه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

#شعورنیوز

ټاکل شوې ده چې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن شپه د بنګله‌ دېش پر وړاندې د دریو شل‌ اوره سیالیو لړۍ پیل کړي. دغه لوبه ب...
02/10/2025

ټاکل شوې ده چې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن شپه د بنګله‌ دېش پر وړاندې د دریو شل‌ اوره سیالیو لړۍ پیل کړي.

دغه لوبه به د ماښام په ۷:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، له دغو درې شل‌ اوریزو سیالیو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره شي.

سرچینې زیاتوي چې یادې سیالۍ د نړیوال جام لپاره د افغانستان د چمتووالي برخه ګڼل کېږي.

#شعورنیوز

د افغانستان لپاره د سولې پخواني امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت ارشد سلاکار فاروق اعظم له ب...
02/10/2025

د افغانستان لپاره د سولې پخواني امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت ارشد سلاکار فاروق اعظم له بندیزه د خلاصون په اړه راپورونه ورته رسېدلي دي.

ښاغلي خلیلزاد د خپل ایکس په پاڼه کې فاروق اعظم یو وطن‌ دوست شخص یاد کړی او ټینګار یې کړی، که خبر سم وي، نو دا به یو خوښونکی ګام وي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت ځینو سرچینو رسنيو ته ویلي وو چې نوموړی د نامعلومو علتونو له مخې د اسلامي ا. د نظامي محکمې له لوري غوښتل شوی و.

#شعورنیوز

د کرکټ مشهوري رسنۍ کریک انفو ویلي، د زیمبابوې کرکټ لوبډله به د روان کال اکتوبر په میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ک...
02/10/2025

د کرکټ مشهوري رسنۍ کریک انفو ویلي، د زیمبابوې کرکټ لوبډله به د روان کال اکتوبر په میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه‌ توب وکړي.

د معلوماتو له مخې، په دې لړۍ کې به دواړه لوبډلې درې شل‌ اوریزې او یوه ټیسټ لوبه ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه د بنګله‌ دېش پر وړاندې د دریو شل‌ اوریزو او دریو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.

#شعورنیوز

د راپورونو له مخې، د امریکا په کانګرس کې د بودیجې پر سر د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو تر منځ د سختو اختلافونو له امله...
02/10/2025

د راپورونو له مخې، د امریکا په کانګرس کې د بودیجې پر سر د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو تر منځ د سختو اختلافونو له امله ټولې دولتي ادارې تړل شوي دي.

ویل کېږي چې دواړه ګوندونه د لګښتونو پر کچې او د ځینو پروګرامونو پر تمویل هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د دې اختلافونو په پایله کې، د امریکا حکومت په رسمي ډول تعطیل شوی او ډېری دولتي خدمات ځنډېدلي دي.

د فدرالي ادارو زرګونه کارکوونکي به په رخصت واستول شي او یوازې د عاجلو او ضروري خدمتونو برخه‌ وال به خپلې دندې پر مخ یوسي.

کارپوهان وایي، د حکومت تعطیل نه یوازې په امریکا کې د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کوي، بلکې د اقتصاد پر ځینو برخو لکه د سوداګرۍ بازارونو او د پانګونې پر اعتماد هم منفي اغېزه کولی شي.

Address

Ghazni
1001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shaour News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shaour News:

Share