25/09/2025
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د جان اباد کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دغه ښوونځي یو نیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی، زیات لګښت په بهر هېوادونو کې د کلي مسافرو ورکړی. د زده کوونکو په خبره د استادانو او درسي کتابونو کموالی، د پاکو اوبو او تشنابونو نه شتون هغه ستونزې دي چې لا هم په خپل ځای پاتې.
راپور: حدیث زیار