
15/04/2023
د لیلة القدر د شپې په اړه بشپړ معلومات!
: بسم الله الَّرحمن الَّرحیم :
دلیلة القدر د شپې فضایل :
لیلة القدرته ولي لیلة القدر وایي.
لیلة القدر په کومه شپه زیات امکان لري د عبدالله ابن عباسؓ زبردست دلایل او اجتهاد.
د مسلم شریف او بخاري شریف زیات احادیث پدې دلالت کوي،چې اخرو لسو شپو کې باید ولټول شي .
د عبدالله ابن عباسؓ څخه روایت دي، چی د قدر شپه په اوه ویشتم شپه زیات امکان لري دا د عبدالله بن عباسؓ اجتهاد دی .
یو روایت کې ذکر شوی ،چې عمر ابن الخطاب ټول صحابه کرام راجمع کړل هغې کې عبدالله بن عباسؓ هم ؤو چې تر ټولو کم عمر یې ؤو بیا عمر ابن الخطابؓ له ټولو صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې، ستاسې په فکر به لیلة القدر کومه شپه وي ټولو په اتفاق وویل چې، د رمضان اخري لسو شپو کی ده ،بیا یې د عبدالله ابن عباسؓ څخه پوښتنه وکړه نو عبدالله ابن عباسؓ ورته وویل :پخه او یقیني خبره خو نشم کولای ټول صحابه کرام په اتفاق دي، چي اخري لسو شپو کې ده خو زما زیات ګمان دادی، چی د رمضان اخري لسو کې په اوه ویشتمه شپه ده نو عمر ابن الخطابؓ ورته وویل څه دلیل لری چې ته وایې اوه ویشتمه شپه ده ؟
نو عبدالله بن عباسؓ ورته وویل: زه ځکه د ٧ کلمه دلسو شپو څخه انتخابوم چې الله جل جلاله اسمانونه ٧ اوه پیداکړي ځمکې یې هم اوه٧ پیداکړي د یوې جمعې تر بلې جمعې ورځې یې هم اوه٧ پیدا کړي انسانان یې هم د اوه ٧ ځمکو له خاورو پیداکړي یعنی آدم علیه السلام ،طوافونه هم اوه٧ دی، صفا او مروة ترمنځ تلل راتلل هم اوه ٧دي، شیاطانان په منیٰ کی ویشتل هم په اوه٧ وړو ډبرو دي، دسورت یوسف په واقعه کې اته وارې د اوو ٧ کلمه راغلي، ټول قرآن کریم کې د ٧ لفظ ١٨ وارې راغلی، دفاتحی سورت ٧ آیاته دی، چی حکماً د ټول قران کریم اعجاز پکې دی د سورت ماعون ایاتونه هم ٧ دي، دا ،چی ثبوت شوه ،چې اخري لسو کې ده نو ددغه دلایلو په اساس په ٢٧ کی زیات امکان لري .
بل دلیل دا دی چې د سورت القدر په سورت کې د هِیَ کلمه اوویشتمه کلمه ده نو زه ځکه ګمان کوم چی، اوویشتمه شپه زیات امکان لري.
الله جل جلاله فرمایلی چی، په دغه شپه د لویو لویو کارونو فیصلی کېږي. لکه: مرګ و ژوند، نېکبختي و بدبختي وغیره او لیلة القدر ته ځکه لیلة القدر وایي، چی دومره زیاتې ملایکې دنیا ته راښکته شوي وي، چې دنیا یې تنګه کړې وي بله معنی یی قدر عزت اوشرف په معنی ده بله معنی یی داده چی دغه شپه عبادت د الله جل جلاله په دربار کی دشرافت او کرامت سبب ګرځی بله داچی دغه شپه عبادت د زرو میاشتو عبادت څخه غوره دی نو صدقه او خیرات هم په دغه شپه د زرو میاشتو دصدقی اجرونه لری ،
رسول الله صلي الله علیه وسلَّم فرمایلی چی څوک چی په دغه شپه قیام وکړی یعنی لمونځ تراویح اوتهجد او په اخلاص سره یی دثواب نیت وی نو تیر شوی ګناهونه به الله جل جلاله ورته وبښی،
دابي ابن کعبؓ څخه روایت دی چی د لیلة القدر دشپی په صباح به لمر داسی راوخیژې چی وړانګی به یی نوی پدغه شپه شیطانان اسمان ته نشی ختلی نو ځکه دستورو منډه هم نوی دغه شپه به معتدله وی نه به ګرمی وی او نه یخنی دغه شپه چاته دشر او تکلیف شپه نده ټول خیر پکی دی :
دأم المؤمنین عاٸشیؓ څخه روایت چې ما له رسول الله صلي الله علیه وسلَّم څخه پوښتنه وکړه که چیرته مي دقدر شپه ولیدله کومه دعاء به کوم نو راته یی وفرمایل (اَللَّهُمَّ اِنَّکَ عَفُوُٗ کَرِیمٗ تُحِبُّ العَفوَ فَاعفُ عَنَّا) وایه ،یا الله جل جلاله ته بښونکی او مهربانه یی بښنه خوښوی مونږ ته بخشش وکړه: