
17/09/2024
⭕ ولې خفه یې ؟
◀ ﮐﻪ ﺗﻪ ﻏﺮﯾﺐ ﯦﯥ ، خلک ﻗﺮﺿﺪﺍﺭ ﺩي .
◀ ﮐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮټر ﻧﻪ ﻟﺮﯤ ، ﺧﻠﮏ پښې نه لري .
▶ ﮐﻪ ﺗﻪ له ﻣُﺼﯿﺒﺘﻮﻧﻮ څخه ﺳﺮ ټکوې ، ﺧﻠﮏ ﻟﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮ راهيسې د ناروغۍ په بستر ﭘﺮﺍﺗﻪ دي .
◀ ﮐﻪ ﺳﺘﺎ څه ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻥ ﺷﻮﯼ وي ، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ډﯾﺮ ځاني ﺍﻭ ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻧﻮﻧﻪ ﺷﻮي دي ، حتا د ځینو کارخانې په اور سوځېدلي او خپل ژوند یې پکې له لاسه ورکړی دی .
◀ صبر وکړه او له الله تعالى څخه په لمانځه سره مرسته وغواړه ؛ ځکه الله تعالى د قرآنکریم د ( سُوۡرَةُ البَقَرَة ) په ( ۱۵۳ ) نمبر آیت کې فرمایلي : « يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ » . ژباړه : اې مؤمنانو ! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى .
① ﻧﻮ ﻣﻪ ﺧﻔﻪ ﮐﯿږﻩ ! ﺗﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﯦﯥ ، ته ﭘﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺭﺳﻮﻻﻧﻮ ، ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ، ﻣﻼﺋﮑﻮ ، ﺗﻘﺪﯾﺮ ﺍﻭ ﺩ ﺁﺧﺮﺕ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﺍﯾﻤﺎﻥ ﻟﺮﯤ ، شکر وباسه . ﺩﺍﺳﯥ ﺧﻠﮏ ﺷﺘﻪ چې ﺩﻏﻪ هیڅ ﻫﻢ ﻧﻪ مني . ﮐﻪ ګناه ﺩﺭﻧﻪ ﻭﺷﻮﻩ ، ﺗﻮﺑﻪ وباسه ځکه الله تعالى له توبه کوونکو سره مینه کوي لکه څنګه یې چې د قرآنكريم د ( سُوۡرَةُ البَقَرَة ) په ( ۲۲۲ ) نمبر آیت کې فرمایلي : «إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوّٰبِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينْ . ژباړه : د الله هغه خلك خوښیږي چې له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتيا غوره کړي .
② ولې خفه یې ! خفګان ماغزه خرابوي ، ﺍﻭ ﻟﻪ سترګو څخه ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ وړي ، په ورځني ژوند کې سستي راولي ، ﺍﻭ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ انځور خرابوي .
③ مه خفه کیږه !.یوه ورځ به دې ناروغي ښه شي ، ګناه به دې وبښل شي ، قرض به دې خلاص شي ، بندیان به دې په کور شي او غریب به مالداره شي . تورې شپې سبا کیږي ، طوفانونه دریږي او همداسې به ستا د ژوند ترخې شېبې په خوشحالۍ او راحت بدلې شي .