Hanif Mukhtar

Hanif Mukhtar د غزني ملي راډيو ټلويزيون خبريال

26/07/2026

غزني کې د اوبو مهار او مدېریت برخه کې د دوو پروژو کار پیل شو.

11/07/2026

د غزني ښار په پښتون‌اباد سیمه کې د یوه باب مسجد او دیني مدرسې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

غزني کې د قصابانو مارکېټ مهرلاک شود غزني ښاروالۍ د حفظ‌الصحې او نظافت د اصولو د نه مراعات له امله د ښار د قصابانو مارکېټ...
07/07/2026

غزني کې د قصابانو مارکېټ مهرلاک شو

د غزني ښاروالۍ د حفظ‌الصحې او نظافت د اصولو د نه مراعات له امله د ښار د قصابانو مارکېټ تر بل امر پورې مهرلاک کړی دی.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، سره له دې چې قصابانو ته څو ځله سپارښتنې شوې وې، خو د حفظ‌الصحې اصولو ته یې پاملرنه ونه کړه. همدارنګه د ښاروالۍ څارونکو یوه غوا او یو پسه، چې رسمي ټاپه یې نه لرله، نیولي او د عامې روغتیا د خونديتوب په موخه به د نافذه اصولو له مخې له منځه یوړل شي.

د تور پنجاب د وحشي ځناورو د نن شپې ظلم !اخر د دې خلکو ګناه او چاره څه ده؟
29/06/2026

د تور پنجاب د وحشي ځناورو د نن شپې ظلم !
اخر د دې خلکو ګناه او چاره څه ده؟

16/06/2026

له حج څخه د خوښۍ پر ځای د غم جنازې!

د غزني مرکز اړوند د یوې کورنۍ پنځه غړي، چې د خپل پلار د حج د مراسمو لپاره کابل ته روان وو، د لارې په یوه دردونکې ترافیکي پېښه کې ټول شهیدان شول.

هغه سفر چې د پلار د هرکلي او خوښۍ لپاره پیل شوی و، د یوې کورنۍ په ستر ناورین بدل شو. دا پېښه یو ځل بیا د سړکونو د خوندیتوب او احتیاط جدي اړتیا را په ګوته کوي.

خبرتیا – د خپلې کورنۍ د موندلو هیلهیو افغان ورور، احمد سلیمان رحیمي، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د کوچنیوالي پر مهال ایټالی...
15/06/2026

خبرتیا – د خپلې کورنۍ د موندلو هیله

یو افغان ورور، احمد سلیمان رحیمي، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د کوچنیوالي پر مهال ایټالیا ته وړل شوی و، اوس غزني ولایت ته راستون شوی او غواړي خپله اصلي کورنۍ او خپلوان پیدا کړي.

دی وایي چې د ایټالیا تر تګ وړاندې یې نوم احمد و او د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکی و. د ده د معلوماتو له مخې، د قلعه اکا او بریم کلیو ته نږدې سیمه کې له خپلې مور سره اوسېده. نوموړی وایي چې له ۱۹۸۲ څخه تر ۱۹۸۵ کلونو پورې هلته و، وروسته یې مور وفات شوه او بیا د بلې کورنۍ له لوري په فرزندۍ واخیستل شو.

احمد سلیمان رحیمي یوازې په انګلیسي ژبه خبرې کوي او اوس مهال د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې دی.

که څوک نوموړی پېژني، یا د ده د کورنۍ او خپلوانو په اړه معلومات لري، مهرباني وکړئ په لاندې شمېرې اړیکه ونیسئ:

📞 0795544044

هیله ده دا خبرتیا شریکه کړئ ترڅو احمد سلیمان رحیمي خپلې کورنۍ ته ورسېږي.

غزني کې ۷ تنه د غلاوو په تور ونیول شولد غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو د توحیدآباد په سیمه کې درې تنه د دوو موټرس...
15/06/2026

غزني کې ۷ تنه د غلاوو په تور ونیول شول

د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو د توحیدآباد په سیمه کې درې تنه د دوو موټرسایکلونو د غلا په تور نیولي دي.

همدارنګه، د اندړو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دوه تنه له یوه غلا شوي مولد سره یوځای او د واغظ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دوه نور کسان د یوه موټرسایکل د غلا په تور نیولي دي.

امنيتي ځواکونو هغه کس نيولی چې درې ورځې وړاندې یې په کابل ښار کې ښځې په موټر وهلې وې او له سيمې تښتېدلی وو.
15/06/2026

امنيتي ځواکونو هغه کس نيولی چې درې ورځې وړاندې یې په کابل ښار کې ښځې په موټر وهلې وې او له سيمې تښتېدلی وو.

غزني ښار کې دوه تنه د غلا په تور ونیول شولد غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د توحید آباد په سیمه کې امنیتي ځواکونو د...
15/06/2026

غزني ښار کې دوه تنه د غلا په تور ونیول شول

د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د توحید آباد په سیمه کې امنیتي ځواکونو دوه تنه هغه مهال ونیول، چې له یوه دوکان څخه یې ۱۵۸۰ افغانۍ غلا کړې وې.
نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د لا زیاتو پلټنو په موخه د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته وسپارل شول.

غزني کې د سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم شهید او دوه نور ټپیان شولد غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د دښت کیوان پ...
15/06/2026

غزني کې د سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم شهید او دوه نور ټپیان شول

د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د دښت کیوان په سیمه کې پرون ماښام درې ماشومانو یوه سرګلوله موندلې وه او د لېږد هڅه یې کوله، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

په پېښه کې یو ۱۲ کلن ماشوم شهید او دوه نور ټپیان شول.

ویل کېږي چې یاد ماشومان د کوچي مالدارو کورنیو غړي وو، او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.

Address

Qrabagh
Ghazni
2301

Telephone

+93764513413

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hanif Mukhtar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hanif Mukhtar:

Shortcuts

Share

Category