Naqeeb Sahar

Naqeeb Sahar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Naqeeb Sahar, Digital creator, Jalalabad.

(Typhoid) – یوه خطرناکه انتاني ناروغينن سبا داسې ښکاري چې د ټایفایډ ناروغي یو څه زیاته شوې ده، نو ښه ده چې لږ معلومات پر...
05/05/2026

(Typhoid) – یوه خطرناکه انتاني ناروغي

نن سبا داسې ښکاري چې د ټایفایډ ناروغي یو څه زیاته شوې ده، نو ښه ده چې لږ معلومات پرې ولرو.
ټایفایډ یوه انتاني ناروغي ده چې زیاتره د ناپاکو اوبو او ککړو خوړو له لارې انسان ته انتقالېږي. په ځانګړي ډول هغه ځایونو کې ډېر لیدل کېږي چې د حفظ الصحې وضعیت ښه نه وي.
نښې یې معمولا دا وي:
لوړه او دوامداره تبه، د سر درد، ستړیا، د اشتها کموالی، د نس ناستی یا قبض، او کله کله د نس درد.
که دا علایم په چا کې موجود وي، غوره ده چې بې‌پروايي ونه شي او ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه چې په وخت درملنه یې ډېر مهمه ده.
د مخنیوي لپاره څو ساده خو مهم ټکي:
• یوازې پاکې اوبه وکاروئ
• خواړه ښه پاخه کړئ او له ککړو خوړو ځان وساتئ
• د خوړو نه مخکې او وروسته لاسونه په صابون ومینځئ
• مشکوکو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ
همدا کوچني احتیاطي کارونه کولی شي له لویو ستونزو څخه مخنیوی وکړي او ستاسو روغتیا وساتي.

پوسټ درسره شیر کړی 👈

📌 پرله‌ پسې زکام ستړی کړی؟ 🤧ډېر خلک زکام عادي ګڼي، خو که پام ورته ونه شي، نورې ستونزې هم جوړولی شي! نښې نښانې: • پوزه به...
09/04/2026

📌 پرله‌ پسې زکام ستړی کړی؟ 🤧
ډېر خلک زکام عادي ګڼي، خو که پام ورته ونه شي، نورې ستونزې هم جوړولی شي!
نښې نښانې: • پوزه بهېدل
• پرله‌پسې پرنجې
• د سر درد
• ستړیا او کمزوري
د ځان ساتنې لارې: ګرمې اوبه او چای ډېر وڅښه
بدن ګرم وساته
له یخو شیانو ځان وساته
استراحت ته وخت ورکړه
کورنی علاج: شات + لیمو + ګرمې اوبه = ډېر ګټور
که زکام ډېر اوږد شي یا تبه لوړه شي، حتماً ډاکټر ته مراجعه وکړه!
یاد ولره: وړې ناروغۍ که پر وخت درملنه ونه شي، لویې ستونزې جوړوي.

🧠 د اعصابو کمزوري (Nerve Weakness) څه شی دی؟د اعصابو کمزوري هغه حالت دی، چې اعصاب سم کار نه کوي، نو د بدن او دماغ ترمنځ ...
06/01/2026

🧠 د اعصابو کمزوري (Nerve Weakness)
څه شی دی؟
د اعصابو کمزوري هغه حالت دی، چې اعصاب سم کار نه کوي، نو د بدن او دماغ ترمنځ پیغامونه په سمه توګه نه رسېږي.

عامې نښې
لاسونو او پښو کې بې‌حسي
سوځېدل یا ستنې ستنې کېدل
کمزوري او ستړیا
د تمرکز کمی

ولې رامنځته کېږي؟
شکر ناروغي
د ویټامین B کمښت
ډېر ذهني فشار (سټرس)
خوب کموالی

څنګه پاملرنه وکړو؟
متوازن او مغذي خواړه
منظم خوب
ذهني فشار کمول
دوا یوازې د ډاکټر په مشوره

پوسټ درسره شیر کړی ملګرو 👈

02/01/2026

نه یې مور ژوندی وه، او نه یې پلار. خو بیا هم عمومي اول نمره او د سلګیو سره مل ډاکټر شو!

نن په خوست ابدالي پوهنتون کې ډاکټران فارغېدل د هغې له ډلې ویډیو کې فارغ ډاکټر فیصل هم وو. شخصاً زه فیصل نه پېژنم خو په همت، هڅه او مبارزه مې یې نوم د عمر دپاره په ذهن کې کېناستو.
کله چې ددهٔ نوم سره ددهٔ بې سرپرستي او اول نمره کېدل اعلان شول، فارغ ډاکټر هم سلکۍ کړې، درد، یادونه او د خوشالۍ اوښکې مو یې درک کولای شوې. چې څه څه به ورته یادیدل مور، پلار، بې وسي، سختۍ... خو ددهٔ سلګیو او اوښکو موږ هم آرام ته پرېنښو او دا ژاړه مو یې ورسره بدرګه کړه.

دایماً موږ چې ګورو اکثریتو بېوزلو او بې کسو خلکو په درسونو کې ویاړونه راوړي وي. دوی چې مقام ته رسیږي په رښتیني مانا د مقام په ارزښت پوهېږي، او دوی دردیدلي خلک وي د ټولنې درد هم پېژني

ویډیو ټولیزه رسنۍ

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Naqeeb Sahar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Naqeeb Sahar:

Shortcuts

Share