Cric Plus

Cric Plus د کرکټ تازه خبرونه او لايف اپډيټ له موژ سره کتلاى شۍ.

ښاغلی جافر هاند و امثالهم هغه خلک دي چې د کرکټ له ادرس له ملت څخه کريډيټ اخلي او د يو کرکټ پوه په توګه يې ځان په ملت پېژ...
31/01/2025

ښاغلی جافر هاند و امثالهم هغه خلک دي چې د کرکټ له ادرس له ملت څخه کريډيټ اخلي او د يو کرکټ پوه په توګه يې ځان په ملت پېژندلی او ټپ کړی دی.

هغه څوک چې په کرکټ پوهېږي هغه نو بايد په کرکټ مسلکي وغږېږي او په کوم ځای کې که ستونزه وي مسلکي نقد پرې وکړي.

خو زموږ هاند صاحب ټوله ورځ اپډېټ مالومات خپروي، له ځان يې د لوبغاړو لوډسپيکر جوړ کړی دی هغه کومې خبرې چې لوبغاړي يې په ليګونو، کنفرانسونو او يا په مېډيا کې کوي، هاند صاحب دومره تکليف کوي چې هماغه خبرې فېسبوک کې په ليکلي بڼه خپروي.

هاند صاحب کله هم کرکټ بورډ نقد نکړ چې لوبغاړو ته ولې مياشتې مياشتې کېږي تنخواګانې نه ورکوئ، د کورني کرکټ بورډ پاليسي مو ولې ناکامه ده، لوبغاړي ولې درنه تښتي، له کرکټ نړيوالې شورا څومره مالي ملاتړ لرئ او په کومو ځايونو کې یې مصرفوئ، اوسنۍ بوديجه مو څومره ده؟

د دې تر څنګ لوبغاړي مو ولې له کارمندانو تر پوزې راغلي دي، خپلمنځي اختلافات يې اوج ته رسېدلي؛ نصيب خان يې جلا ډنګوي او ميرويس خان يې جلا ډنګوي.

دا او دې ته ورته ډېر موارد دي چې بايد تخنيکي کسان بحث پرې وکړي، ليکنې پرې وکړي. له بده مرغه زموږ ټول تخنيکي کسان د لوبغاړو په خندا او مجلسونو غږېږي.

که څه هم په تېرو کلونو کې په هاند صاحب باندې د حق السکوت تور هم و، چې هرې ادارې به د دې لپاره چې په دوی نقد ونکړي مياشتينۍ تنخوا به يې ورکوله.

د کرکټ مينوال له هاند صاحب غواړي چې د ګلبدين په ټوکيتوب او د فريد ملک په ګلاليتوب دې وغږيږي خلاف يې نه يو. خو د دې تر څنګ دي د اصلاح لپاره مسلکي نقد هم وکړي او که د تېرو کلونو په څېر د حق السکوت خبره وي؛ بيا تر تېرېږه.

ګورم چې دچا مينوال زیات دې رايه دسټيکر له مخې ورکړئ ❣️🇦🇫❣️زما خو خپله💚❤️🖤🇦🇫✅Rahmanullah Gurbaz fan 🇦🇫 👑 Ten Unknown Fact...
29/01/2025

ګورم چې دچا مينوال زیات دې رايه دسټيکر له مخې ورکړئ ❣️🇦🇫❣️
زما خو خپله💚❤️🖤🇦🇫✅

Rahmanullah Gurbaz fan 🇦🇫 👑

Ten Unknown Facts About

1. Founding and History: BMW, Bayerische Motoren Werke AG, was founded in 1916 in Munich, Germany, initially producing aircraft engines. The company transitioned to motorcycle production in the 1920s and eventually to automobiles in the 1930s.

2. Iconic Logo: The BMW logo, often referred to as the "roundel," consists of a black ring intersecting with four quadrants of blue and white. It represents the company's origins in aviation, with the blue and white symbolizing a spinning propeller against a clear blue sky.

3. Innovation in Technology: BMW is renowned for its innovations in automotive technology. It introduced the world's first electric car, the BMW i3, in 2013, and has been a leader in developing advanced driving assistance systems (ADAS) and hybrid powertrains.

4. Performance and Motorsport Heritage: BMW has a strong heritage in motorsport, particularly in touring car and Formula 1 racing. The brand's M division produces high-performance variants of their regular models, known for their precision engineering and exhilarating driving dynamics.

5. Global Presence: BMW is a global automotive Company

6. Luxury and Design: BMW is synonymous with luxury and distinctive design, crafting vehicles that blend elegance with cutting-edge technology and comfort.

7. Sustainable Practices: BMW has committed to sustainability, incorporating eco-friendly materials and manufacturing processes into its vehicles, as well as advancing electric vehicle technology with models like the BMW i4 and iX.

8. Global Manufacturing: BMW operates numerous production facilities worldwide, including in Germany, the United States, China, and ot 🇵🇰
Ten Unknown Facts About

1. Founding and History: BMW, Bayerische Motoren Werke AG, was founded in 1916 in Munich, Germany, initially producing aircraft engines. The company transitioned to

Babar Azam with icc award 🙌🇵🇰
29/01/2025

Babar Azam with icc award 🙌🇵🇰

07/01/2025

نقطه لري

Indian team always owns the P'akistan in ICC tournament Bangladesh recently beat P'akistan in P'akistan New Zealand alwa...
31/12/2024

Indian team always owns the P'akistan in ICC tournament
Bangladesh recently beat P'akistan in P'akistan
New Zealand always become tiger in ICC events

د زمبابوې پر وړاندې روانه ټېسټ لوبه کې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۴۶ منډې د ټېسټ کرکټ سیالیو په یوه پاڼۍ کې د افغان لوب...
30/12/2024

د زمبابوې پر وړاندې روانه ټېسټ لوبه کې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۴۶ منډې د ټېسټ کرکټ سیالیو په یوه پاڼۍ کې د افغان لوبغاړو له لوري تر ټولو لوړې منډې دي.

🚨 تازه خبرلوبه بې نتیجې پای ته ورسېده. د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړئ ټېسټ لوبه په آخري ورځ بې نتیجې پای ته ورسېده.
30/12/2024

🚨 تازه خبر
لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړئ ټېسټ لوبه په آخري ورځ بې نتیجې پای ته ورسېده.

شفیق الله شفق په کورني کرکټ کې په نړیوالو توپ وهوونکو کې لومړی توپ وهوونکی دی چې دوه چټکې سلیزې لري. شفیق الله شفق په ۸۹...
27/12/2024

شفیق الله شفق په کورني کرکټ کې په نړیوالو توپ وهوونکو کې لومړی توپ وهوونکی دی چې دوه چټکې سلیزې لري. شفیق الله شفق په ۸۹ توپونو باندې یې ۲۰۰ منډې جوړې کړي دي چې تر اوسه داسې توپ وهوونکی نشته چې په کورني کرکټ کې یې داسې تېزه توپ وهنه یې کړي وي.
شفیق الله شفق د خپل وخت یو بریدګر او ګېم چېنجر توپ وهوونکی وو، خو د کرکټ برخلیک یې ناملوم پای ته ورسېد. نه یې ریټایرمین مالوم شو او نه یې تر اوسه ستونزه مالومه شوه. هغه وايي"زه پرته له کرکټ نه بل هنر نه لرم همدا کرکټ وو چې کورته به مې روزي ګټله هغه هم راباندې ودرېده."
سخت حالت دی چې څوک وې او څه شوې.😢

په اوس وخت کې دا هغه لوبغاړی دی چې هیڅ مخالف نلري، او د افغانانو په زړونو راج کوي.زړونه مو کومې ورځې ته ساتلي..❤
27/12/2024

په اوس وخت کې دا هغه لوبغاړی دی چې هیڅ مخالف نلري، او د افغانانو په زړونو راج کوي.
زړونه مو کومې ورځې ته ساتلي..❤

زموږ له اعتراض سره سره جمعه خان کټوازي لا تر اوسه د ميرزا کټوازي شل اوريز ټورنمنټ پيسې لوبډلو ته نه دي سپارلې.وروسته زمو...
27/12/2024

زموږ له اعتراض سره سره جمعه خان کټوازي لا تر اوسه د ميرزا کټوازي شل اوريز ټورنمنټ پيسې لوبډلو ته نه دي سپارلې.

وروسته زموږ له پوسټ جمعه خان د اکاډمي ټولو شاګردانو ته ويلي دي چې د زاويه کريکټ په پوسټ زما په اړه ټول مثبت کمنټونه وکړئ تر څو عبدالرحمن کټوازی او ميرزا کټوازی مې له دندې ليرې نکړي.

له کريکټ بورډ هيله کوو چې دا موضوع دې له نېږدې وڅيړي، ځکه د کريکټ بورډ په اجازه داسې ټورنمنټ کې چې مالي حسابونه يې لا تر اوسه پاتې په کريکټ بورډ يو سوال دی.

په انځور کې نويد صايم کاکړ او جمعه خان کټوازی دی چې د ياد ټورنمنټ لپاره کريکټ بورډ NOC ورکړې ده.
د نغدې پيسو ترڅنګ، به هر د لوبې غوره لوبغاړي ته يو قوطی شات هم ورکول کېدل چې له دوه لوبو وروسته شات هم بند شوي دي.

زموږ د مالوماتو له مخې د لوبڅارانو او د لوبغالي د کرايې پيسې ورکړل شوې دي خو د بې وسه لوبغاړو پيسې لا تر اوسه پاتې دي.
د ځينو لوبغاړو له قوله که ميرزا کټوازی يا عبدالرحمن کټوازی لاندې موضوع ؤ نه څېړي موږ به په کريکټ بورډ کې عريضه وکړو او د دې ټورنمنټ د دويم پړاو مخنيوی به وکړو.

زموږ د تېر راپور لينک په کمينټ کې شته.

کله چې نورعلي ځدراڼ په نړيوال جام کې د افغانستان لپاره لومړۍ نيمه سليزه وکړه د ډېرو نړيوال مبصرينو لخوا د افغانستان لپار...
26/12/2024

کله چې نورعلي ځدراڼ په نړيوال جام کې د افغانستان لپاره لومړۍ نيمه سليزه وکړه د ډېرو نړيوال مبصرينو لخوا د افغانستان لپاره يو قېمتي غمی ياد شو.

له بده مرغه ژوبل شو او بخت ورسره مل نه و چې د افغانستان لپاره اوږد کيرير وکړي. خو نور علي ځدراڼ کرار نه و ناست، د مجيب، ابراهيم او نور احمد غوندې يې ډېر نور غمي هم وروزل.

ابراهيم ځدراڼ د افغانستان لپاره د ده کاکا لخوا چې کومه نيمه سليزه په نړيوال جام کې کړې وه هماغه نيمه سليزه یې په خپل وخت کې په پوره سليزه تبديله کړه.
ابراهيم ځدراڼ په سخت او ناممکن وخت کې د اسټراليا په وړاندې د خپل ځان او افغانستان لپاره په نړيوال جام کې لومړۍ سليزه ووهله.
ابراهيم ځدراڼ چې په وروستيو کې به شل اوريزو لوبو ته هم په سکواډ کې شتون درلود چې د سټرايک رېټ په معمولي کمښت سره نور ښه ثابت شوی دی.

ابراهيم ځدراڼ تر اوسه د افغانستان لپاره اوه ټيسټ سيالۍ ترسره کړې دي چې د يوې سليزې په ګډون څلور پنځوسيزې هم لري او ټولټال يې په ټيسټ کې 541 منډې کړې دي.

په شل اوريزو لوبو کې يې په 44 لوبو کې 1105 منډې کړې دي چې د اتو پنځوسيزو په ګډون يې 72 غوره سکور دي.

په يو ورځنيو لوبو کې يې په 33 لوبو کې 1440 منډې کړې دي. پنځه سليزې اوه نيمه سليزې لري، غوره سکور يې د سريلانکا په وړاندې 162 دي.

دا طلايي غمی به په راتلونکي 2025 زيږديز کال کې د توپ وهونکو په درجه بندي په سر کې وي، بيا دې خدای ابراهيم له دردونو څه ان له سوړ باد دې هم وساتل شي.
تاسې ته د ابراهيم ځدراڼ کومه لوبه ډېره خوندوره وه چې تر نن پورې مو له ذهن نه ووځي؟

ای پي ایل کې د کریم جنت پر اخیستو څومره خوښ یاست؟
30/11/2024

ای پي ایل کې د کریم جنت پر اخیستو څومره خوښ یاست؟

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cric Plus posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category