Doctor Noori

Doctor Noori In oeder to SUCCEED we must first belive, Than we can!!!💎💎

RHــ A+
WHATS APP +93(0)703572645

ⅅℛ.ℕᝪᝪℛⅈ💎

پنځمه هغه لویه تیروتنه چ  اړیکې مو له مینځه وړلای شي...!❗د اړیتاوو له مخې د اړیکې پیلول!زموږ اړتیاوې زموږ انتخابونه ټاکي...
09/01/2026

پنځمه هغه لویه تیروتنه چ اړیکې مو له مینځه وړلای شي...!
❗د اړیتاوو له مخې د اړیکې پیلول!
زموږ اړتیاوې زموږ انتخابونه ټاکي، کله چ اړتیاوې پوره شې نو انتخابونه مو هم بدلون کوی!
نو بناً هیڅکله باید یوه اړیکه د اړیتا په اساس پیل نشي ځکه اړتیاوي تل بدلیږی، راځۍ چ دا خبره په یو مثال سره وپیڅو، د یو سړی لپاره د ښځې انتخاب معیار،د انجلۍ سلقه ووسې، دا چ میرمن یي ښه کار کوی، کور ورته منظم او پاک ساتی د سړی طبیعت هم راسته وی ځکه سړی په منظم او پاک ژوند کې د خوښۍ احساس کوی، یو څه موده وروسته د سوی اقتصاد ښه کیږی، یو څه پیسې لاس ته راوړې د کور کارونو لپاره نوکره نیسې دا چ د کور پاکۍ او نظم مسؤلیت د نورکې په غاړه دی، خپلې مېرمنې ته اړیتا نه وینی همدې په اساس اړیکه زیانمنه کېږي او خبره تر جدایي رسې، یا سړی راولاړ شې بله دوهمه ښځه وکړې، اوله ښځه ورته وای چ خااا سخت حالاتو کې ورسره زه وم او چ یي ژوند جوړ شو بله یي راوستله کوره دلته خه متوجې شه اړیکه زایامنه شوه که نه، طبعً زیان مومې ځکه اړیکه د اړیتا په اساس وه!
ډېرۍ وخت انسان د خپلو اړیتا وو پوره کولو په اساس اړیکه نیسې، یو ساده مثال یو ادارې ریس سره یو کس اړیکه نیسې ډیر کته پورته کیږی سره، کله چ خپل هدف ترې پوره کړې، یا همدا شخص خپل موقېف د لاسه ورکړی، یعنې ریستوب نه استفاء وکړې نو دغه مخکینې کس اړیکه ورسره دلچسپې کمېږی او اړیکه خپل باور د لاسه ورکوې!

واوره؛ دا کار هیڅوک په شعوري ډول نه ترسره کوی نه هم د یو پلان له مخې وی البته ډیر وخت په غیرې شعوري توګه تر سره کیږي، اړیتاوی یو کس په هغه طرف بیایي په کوم طرف چ پوره کیږی!
بهتره ده چ اړتیاوو اختمال جدي ونیسو، (ولې مینه راسره لرې؟، کوم عادتونه دې زما خوښ دې؟ کوم چلند مي کت بدل کړم، خپه کیږی رانه؟) همدې پوښتنو او دې ته ورتو پښتنو جوابونو ته ارزښت ورکړو تر څو دیوې اړیکې سرنویشت معلوم وي راته!
که جوابونه دا راته ښای یي چ اړیکه مو په یو نرې تیار نښتې ده نو په دې اړیکې تمرکز ښه ندي، مخکې له دې چ اړیکه مو ژوره شي یو ځل بیا پرې ژور فکر وکړه، که چیرته هم یوه وړه بهانه کولای چ ده دې سبب شې اوړیکه مو سره جلا شی، ممکن د یوه اوږ او سخت سفر لپاره مناسبه جوړه ونه وسی!
نوټ:- له یاده مه وباسه چ وخت ډېر ارزښت لری، ویښ وسه چ چاته یې ډالۍ کوې...!
ل.ډاکټر نوري🩺
ReF.,HaQan
شپږمه او اخیرې تیروتنه چ ستاسو اړیکه درخرابوي، په راتلونکي پوسټ کې!

 #څلورمه هغه لویه  #تیروتنه چ ستاسو  #اړیکه له مینځه وړلای شې!*❗ !هیڅ وخت دا تمه مه لرئ چ مقابل لوری دې درک کړې، هیڅوک د...
05/01/2026

#څلورمه هغه لویه #تیروتنه چ ستاسو #اړیکه له مینځه وړلای شې!*
❗ !
هیڅ وخت دا تمه مه لرئ چ مقابل لوری دې درک کړې، هیڅوک د چا ذهن څخه خبر نشې کیدلای، او نه ستا درونې غږونه څوک اوریدلای شي، په خاصه ټوکه دا تمه له سړو مه لرئ!
که ته په تمه یي چ یو سړی دې د یوې ښځې دروني غږونه واورې نو ته اشتباه کوی...، البته ځینې مینان چ ډیر په عشق کې مبتلا وې، د ځینو ښځو یعنې خپلو مغشوقو ځینې #احساسات درک کولای شې هغه هم په دې اساس چ وخت یي ورسره ډیر تیر شوي وی، او دا د سړی هوښیارتیا پورې اړه لري چ تر کومه د یو ښځې موډ یا هغه حالت مطالعه کړې چ یو ښځه څه غواړې مثلاً یوه ښځه ده چ په خپل سړی مخ کې یي ځان خفه نیولی یې یا په سمه توګه ورسره خبرې نکوی، نو دا سړی فکر کوی هوووو ولا دې ته خو مې پلار کره چکر ندې ورکړي، یا مې ورته کالې ندې راوړې ځکه داسې راسره کوی، او نور دې هیڅوک دا تمه نلرې چ دوی دې زما درونې احساسات درکړی یا دې زما ذهن وڅیړې چ زه څه غواړم، دقیقاً ته اشتباه کوی، ګورۍ که دې ته متوجې شو هرڅوک په جلا چاپیریال او په جلا کورنۍ کې رالوی شوی ده، د هرچا زغم او درک تو پیر کوی، ممکن کوم څه چ نن تاته په دغه چا بیریال کې ښه څیز په توګه درته ښودل کیږی، هغوي ته د بد څیز په توګه ورته ښودل شوي وی، یا هغه څه چ تاته د یو معنادار شي په توګه درته ښودل شوي وی هغوې ته د یو بې معنا شې په توګه ورښودل شوی وی..،، لکه زموږ د وطن ځینې کورنۍ خپلې زوکړې کلیزې لامانځې، د #عاشقانو ورځ لامنځې، خپلې میرمنې ته ګلان وغیره پکې ورکوی یا ورته کیک جشن په نظر کې ونيسې خو همدغه شیان زموږ په وطن کې ځینو کورنیو ته بی معنا دې چ هیڅ ارزښت ورته نلری، دا مي یوازی یو مثال درکړو داسې ډیر څه شه...
لکه ځینې خلک چ ښځې ته یو خه شای یا ګل ورکړی، نو ځینې نارینه څه وای، وای چ دا د ښځې غلام دی، دوس دې وغیره، ځینې میرمنې سره پخلې کې مرسته کوی، ځینې ورته لوښي مینځې همدا کار دئ چ په ځینو کورنیو بیا د یو بدې کړنې په څیر پیژندل کیږی نور په دې اړه بحث نه اوږد کوم ته پوهه شوی....
له بده بخته د یوې ښځې دا هیله وې چ یو سړی دی یي د زړه خبرې مخکې له ویلو واوري او درک یي کړي چ دا یوه لویه اشتباه ده داسې کوم څه نه کیږی، ته مې پوهه کړي چ دا حالت یوه اړیکه له خنډونو سره مخ کوي.!
`یو سړی هیڅکله دې ته نه متوجې کیږی چ ښځه یي له هغه دا تمه لری چ هغه دې نزاکت او ظرافت مراعت کړي، جزئیاتو ته دې پام وکړې، ډالۍ دې ورته واخلې، د هغې صفتونه دې وکړې، همدا مسله د هغو جنجالونو سبب کیږی چ د چا سر نه پرې خلاصیږی چ اصل ستوزه څه ده؟ خو بیا هم جنجال وی، تر څو چ یوه ښځه خبره پوره ښکاره نکړی ترڅو چ یو سړی د میرمنې هغه تمې په پام کی ونه نیسې نو حالت به نور هم پیچلی شي، دا ومنه چې فکرونه او نظریات مختلف دی دا چ ټول په یو لار روان شي او ګډ منزل ته ورسېږي، نو شونې نده!`
ایا ستا په اند هغه څه چ ژوند ته معنا ورکوی، دا نده چ هېڅوک سره ورته ندې؟ فکر نکوی په داسي حال کې چ په سمه توګه خپل ځان نه پیژنو، ستا په فکر دا به څومره منطقي وی چ له نورو توقعو ولرو چ موږ درک کړي.....
نوټ:- که اوس دې هم سر نه وي خلاص شوی نو ته یو ځل بیا اشتباه کوی!
ل.ډاکټر نوري🩺
پنځمې تیرونتې لپاره راتلونکی پوسټ وګوره!

 #درېمه هغه لویه  #تیروتنه چ یوه  #اړیکه له مینځه وړې....!د مور یا پلار کېدو سره سم د مېړه او ښځېتوب اړیکه له هېره ویستل...
04/01/2026

#درېمه هغه لویه #تیروتنه چ یوه #اړیکه له مینځه وړې....!
د مور یا پلار کېدو سره سم د مېړه او ښځېتوب اړیکه له هېره ویستل...!

په ګډو ژوند کې دا هم یوه لویه ستونزه ده چ کله خاوند او میرمن پلار او مور کیدلو وروسته دا له هیره وباسې چ موږ خو ښځه او خاوند هم یو...
متأسفانه، د اولاد راولړو نه مخکې یي ژوند له مینې، شور او خوند څخه ډک وی خو د اولاد راوړلو نه ورسته بیا همدې ژوند ته په سمه معنا نه ورګرځیدل، اړیکه او ژوند پیکه(بېخونده) کوي، بس ټوله انرژې په پلارتوب او مورتوب مصروف کوی، دا ده دې سبب کیږی چ په مخکینۍ غاشقانه اړیکه کې ډېر واټن پیدا شې، او دوی دا غوره ګڼې چ میرن او خاوند پرته د مور او پلار ووسې د اولادونو لپاره....
دد دې ډول روند مخنیوي باید وشي، دوې باید یو داسې پلان ولرې چ بغیر له اولادونو څخه هم یو بل سره ښه ژوند تیر کړې، د بچو د اړیتاو مطابق باید خپلو اړیتاوو ته هم پوره پام ونیسې، باید یو میرمن او خاوند تل لپاره یو پر بل مین پاتې شې، یو دریمګړی یي باید هیڅ وخت تر مینځ ځای نشې، باید د بچو په شتون کې په کور کې نوی نظم راولی..
دقیقاً ده دې لپاره چ یو واده سالم پاته شې دغه جوړې داسې شېبو ته اړیتا لرې چ بچیان یي پکې ونه وسې!
او باید په دې موضوع کې جدی ووسی.....!
Ref:- HaQan
ل.ډاکټر نوري🩺
#2026کال

نوټ:- بله غټه تیرونته چ اړیکه مو خرابه وي، به راتلونکې پوسټ کې، نورې زده کړې لپاره همدا صفحه تعقیب کړئ!

03/01/2026

محصله!
که په هره برخه کې زده کړې کوي، مجبور او مکلف یي چ کمپوټر زده کړې....!
وخت د لاسه مه ورکوه.

په ژمي کې کله ناکله د سپوږمۍ شاوخوا ته یو حلقه‌يي شکل یا ګرد شکل ښکارې، لکه د ډوډۍ شکور، نن شپه یي خه ننداره کولای شئ......
02/01/2026

په ژمي کې کله ناکله د سپوږمۍ شاوخوا ته یو حلقه‌يي شکل یا ګرد شکل ښکارې، لکه د ډوډۍ شکور، نن شپه یي خه ننداره کولای شئ...! ورته ځیر شه.


دا حلقه هغه وخت جوړېږي چې په فضا کې د یخو واورو (ice crystals) باریک ذرات موجود وي، کوم چې زیاتره وخت cirrostratus cloud (د لوړو وریځو) برخه کې وي دا واورین ذرات د سپوږمۍ رڼا انعکاس یا انعطاف ورکوي، او دا وجه کېږي چې یو ګرد یا حلقه‌يي تاو د سپوږمۍ شاوخوا ښکاره شي.
چ یوه طبیعی او بې زیانه پدیده ده!
کله کله دا ډول وریځې د طوفان یا باران نه مخکې راځي.
ل.ډاکټر نوري🩺

#2026کال

د  #2025 کال اخیر لمر به هم نن د وریځو ترشاه پټ د باران له څاڅکو سره ولویږې....!که متوجې شو دغه شان ډیر نوی فرصتونه زموږ...
30/12/2025

د #2025 کال اخیر لمر به هم نن د وریځو ترشاه پټ د باران له څاڅکو سره ولویږې....!

که متوجې شو دغه شان ډیر نوی فرصتونه زموږ څخه پټ تیریږي، هغه چا چ په دې کال کې #ویښتیا کوله هغه ټول فرستونه ښکار کړې، د یو ښه ښکارې په توګه....

تیر کال همدا #مازیګر ما د یو څپانده سیند په څنګ کې د ژیړ مازیګر نندارې کولو.شاهد وم یوازې وم، یو کتاب او خپل افکار راسره وو...
تیر ځل مې هم ځان سره د تیر شوی کال #حساب کړی وو، نن بیا حساب کوم خو دسیند په خوا کې نه بلکی په معاینه خانه کې د خلکو خدمت پروړاندې ځان احېس کوم، خپل فکرې توپان مې ټول تیرو شو360 ورځو ډډ کې ده،الحَمْدُ ِلله له خپل تصور پورته او ډېر #پرمختګ مي کړی، تیر کال جوړشوی پلان مې 99% پوره شوی او ټول اهداف مې ترلاسه کړی، یو څه یي راتلونکې کال ته پاته شې ځکه په دې کال کې یي د پوره کیدو امکان نه وو او إن شاء الله پوره کیږی....
تر ټولو غوره څه چ زه یي ډیر ویښ کړم هغه د کتابونو ملګرتیا وه، چ مطالعه مې کړل.... تاسو لپاره دا توصیه له هرڅه مهمه بلم #2026کال کې حتمن مطالعه وکړئ، بیلابیلو کتابونو او موضوعاتو، د نړۍ په هر کونج کې درته سفر درکوی، کتاب یعنې بریالی ژوند کول، زه ډاډه یم د کتاب ملګری ووسی، او کله چ له دې نړۍ سره د #2025 کال پڅیر الوداع کوی، نو د کړې ژوند به هیڅ پښیمانه نه یې.....
الحَمْدُ ِلله زه ډېره شکریه ادا کوم د کریم رب ﷻ چ ماته یي تیر کال له #بریاوو ډک وګرځاوه، په خاصه توګه 25 کال زما لپاره ډیر ځانګړی کال وو ډیر څه مې پکې ترلاسه کړل د #علم په ډګر کې.....

ل.ډاکټر نوري🩺
نوټ:- راځۍ چ هر یو حساب وکړو، تاسو څه کړې له ځانه پوښتنه وکړۍ چ څه ډول جواب درکوی...؟


#محصل


دوهمه لویه تیروتنه چ یوې اړیکې ته د پای ټکی ږدي..!د کورنیو واده!معنا دا چ د سړی او ښځې د خپل منځې اړیکې تر مینځ کورنیو ر...
29/12/2025

دوهمه لویه تیروتنه چ یوې اړیکې ته د پای ټکی ږدي..!

د کورنیو واده!
معنا دا چ د سړی او ښځې د خپل منځې اړیکې تر مینځ کورنیو راوستل،د خپلې کورنۍ سره د نکاح پر میز کیناستل ښځه او مېړه سره لرې کوی.

زما په فکر زموږ او تاسو په ټولنه کې د هلکانو میدې د خپل زامنو په اړه ډیرې جدی دی، بس کش او ګیر نختلي یي زوی لپاره ښځه کوی، یوې مور ته یوازې خپل ټاکلي معیارونه مهم وي، کله هم دا فکر نه کوی چ ته صبر زوي مي څه غواړې، یا ایا انجلۍ زما د زوې معیارونه پوره کولای شې که نه یا زوې مي د د هغه انجلۍ چ ورته یي کوی معیارونه یي پوره دې که نه، بس ټک چ پایله یې دا شې چ د زوې واده له هغې انجلۍ سره وروکړي چ خوښه یي نه وي، اوس بله واوره چ کله واده کورته راوړې، د خپل زوې او اِینګور په ګډ ژوند کې بیا مداخلی شروع کړي، یا د انګور په شخصي کارونو کې لاسوهنه کوي یا ورته زوی تربیه کوي چ ښځه خو دې داسي ده او داسي ده، یوه کورنۍ هغه نده چ بس ښځه او میړه دې وي پکې باید د همدې اړیکې بسټ په شریکه ایښودل شوي وی، 50% له سړي او 50% له ښځې هلته به یو سل په سلو کورنۍ ایجاد شوي وی، هیله کوم باید نر او ښځې ته په اړیکه جوړلو کې ازادانه حق ورکړل شي، اول قدم کې ورته اسلام مبارک دین دا حق ورکړی موږ څوک یو چ ترمینځ یي راشو، که په ګډه اړیکه جوړه شې که څه هم په دې دوران کې کومي غلطۍ وکړی په دواړو ورته اوږه ورکوې تر څو یي حل کړی، ښې ورځې یوازی خه اړیکه نده بلکی د بدو ورځو او سختیو ټولګه هم ده، د اړیکې په اول کې باید دغه مشکل رفعه شی ترڅو راتلونکو پلانونو او خوبو په رښتیا کولو کې کوم مشکل جوړ نشې، باید سړی او ښځې د اړیکو په جوړلو کې مستقل او ازاد ووسي.
راځي اوس به یو څه ترخه حقایق او بې شرمه حقایق درته بیان کړم، رنډېټوب څنګه مینځه راځي... ایا جواب یي لری؟، ولی یو سړی بچه باز شی، دختر باز شی، زه درته وایم صبر.،، یوه غټه وجه یي ناخوخه اړیکې د ښځې او خاوند ترمینځ یو بل نه منل او نه خوښېدل، بس سړي مجبوره کوي چ بچه بازئ ته لاس واچوی، یا په بلی لارې خپل خواهیشات پورته کړی، سړی چ له کوره اصیل وی، سمه اړیکه له ميرمنی سره لری، یو بل په اړیکو کې جذب کوی، نو هیڅ وخت سړی بل چا عزت ته په سپکه نه ګوری اصلاً مجبوره کیږی نه، یا رنډېتوب مینځته راتلل، وجوهاتو څخه یو هم ناښوخه اړیکه له خاوند سره، له خاوند نشي کولای چ خپل ضروت پوره کړی، یا خاوند ورسره جوړ ندی مطلب چ ښځه یي نده خوخه، یا اوس وخت کې د د ځینو ښځو خاوندان په خارج یا هم کورته نه تلل...، ایا دوې انسان ندې پیژندلی چ څومره کمزوی ده، یا که د سره خراب کار ونکړی حتمن د یوازی والی احساس، ژورو خفګان او ناهیلۍ نه خو خلاص ندې، دا باید ومنۍ او درک یي کړئ...!

په اصل موږ خراب نه یو، چاپیریال مو ککړ شوي، او چاپیریال غټ اغیز کوی...!

نو بناً په اړیکو جوړلو کې مستقلتوب اړین است....!

بله غټه تیرونته چ اړیکې له مینځه وړې بل پوسټ تعقیب کړه....!

ل.ډاکټر نوري🩺

27/12/2025

د 2025 کال لمر به ډېر ژر ډوب شې....!
په همدې کال کې کومه عملی لاسته راوړنه لرۍ؟
زما اغه په لمړې کمېنټ کې👇

شپږ هغه تیروتنې چې اړیکو ته د پای ټکی ږدي.اوله تېروتنه: دا فکر چې سړي بدلېږي.اکثره انجونې په اوایلو کې د هلکانو/سړیو له ...
27/12/2025

شپږ هغه تیروتنې چې اړیکو ته د پای ټکی ږدي.

اوله تېروتنه: دا فکر چې سړي بدلېږي.
اکثره انجونې په اوایلو کې د هلکانو/سړیو له منفي ځانګړتیاوو څنګه تېریږي هغه وینې خو سترګې پرپټه وي، او په دې هیله ورته سترګې په لار وي چ ګواکې سړي به بدل شي، چ دا یوه لویه تیروتنه ده، ځینې بیا ورپسې ملاتړې او سړي ته بدلون ورکوی، چ دا کار نشې کولای، ځینې خلک بیا څه وای وای هلک ډیر لوچ او لوفر شږي ده راځۍ چ واده وروته وکړو چ په لار شي مطلب اصلاح شې، یا وای چ پلار شو بیا اصلاح کیږی، یا وای چ په سفر یي ولیږئ اصلاح به شي.....
لنډه دا چ که تاسو هر کار وکړئ، سړیان یوازی هغه وخت بدلیږي چ په خپلع یي زړه وغواړی، او ځان سره درک وکړی، په اصل کې بدل شوي سړی هغه څوک وو چ له اوسنې حالاتو راضې نه وو او په خپل زړه یې د ژوندون لاره بدله کړې، جدی وسه چ دغه یو واقعيت دی...!
ښځه یو سړی بدلولای نشي خو اما کولای شې په پرمختګ کې یي رغنده رول ولری. انجونې ځان مه غولوئ، اوس باید له ځان نه دا پوښتنه وکړی چ ایا کولای شم چ له بدوعاداتو سره یي خپل ژوند مسیر ملګری کړم که نه؟
د هر سړی د بدلون د هغه په پرمختګ پوری اړه لري، هر څوک چ نن لري د تیرو تجروبو په سیورې تر رڼا راغلی....!

نوټ:- نورې پنځه سترې تیروتنې په راتلونکې پوسټ کې....!
Ref.Magoch
ل.ډاکټر نوري🩺

26/12/2025

آی ځوانه/ځوانې..!

له تېروتنو مه ډاریږه، له تکراره یې وډار شه!
انسان دې ممکن غلطې وکړې، د یوې اړیکې او انسان ته هغه وخت خطر متوجې کیږي چ یوه تېروتنه بار بار تکرار کړې...!
ل.ډاکټر نوري🩺

د کابل ترافیک پولیس ❤️
25/12/2025

د کابل ترافیک پولیس ❤️

25/12/2025

ملګرتیاوی، له لرې وپالئ، ورنږدې کیږۍ مه...!

Address

Jalalabad
75001

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor Noori posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Doctor Noori:

Share