Hamisha Bahar Radio

Directions Website

Hamisha Bahar Radio د سیمی او هیواد تازه خبرونه

04/04/2026

ننګرهار کې د طبيعي پېښو له امله ۹ تنه شهيدان او ۲۹ ټپیان

ننګرهار – په ننګرهار ولايت کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۹ تنه شهيدان او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په يادو پېښو کې ۹۰ تنه هغه کسان چې د سېلابونو له امله بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

همدارنګه، د دغو پېښو له امله ۳۸۷ کورونه تخريب شوي او پراخې کرنيزې ځمکې او عامه پروژې هم زيانمنې شوې دي.

د ننګرهار والي د دغو ځاني او مالي زيانونو په اړه خواشيني څرګنده کړې او اړوندو ملکي او نظامي ادارو ته يې لارښوونه کړې چې له زيانمنو کورنيو سره بېړنۍ او لازمې مرستې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړې چې د اورښتونو پر مهال د اړوندو ادارو چمتووالی تعقيب شوی او ډېر ژر به زيانمنو شويو کورنيو ته لازمې مرستې ورسول شي.

دا هم ويل شوي چې ياد معلومات وروستي نه دي او ښايي په ارقامو کې بدلون راشي

ننګرهار کې باراني اوبو چيکډيمونه ډک کړلننګرهار – د ننګرهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د PMS جاپان مؤسسې له لوري جوړ شو...
01/04/2026

ننګرهار کې باراني اوبو چيکډيمونه ډک کړل

ننګرهار – د ننګرهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د PMS جاپان مؤسسې له لوري جوړ شوي چيکډيمونه د وروستيو بارانونو له اوبو ډک شوي دي، چې دا د وچکالۍ کمېدو او د سطحي اوبو زياتېدو لپاره يو مهم او هيله بښوونکی پرمختګ بلل کېږي.

د ننګرهار د اوبو او انرژۍ رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې جوړ شوي چيکډيمونه د باراني اوبو له امله ډک شوي، چې ورسره به د ځمکې پر سر د اوبو اندازه زياته او کرنيزې ځمکې به په ښه ډول خړوبې شي.

د مسئولينو په وينا، د چيکډيمونو دا حالت نه يوازې د کرنې سکتور پياوړتيا ته ګټه رسوي، بلکې د اوبو زېرمه کولو او د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره هم مهم رول لري.

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر چيکډيمونه جوړ شوي دي. سربېره پر دې، بېلابېلو مؤسساتو هم لسګونه چيکډيمونه جوړ کړي او دا بهير لا هم روان دی

ننګرهار کې د مارکوه بازار د سړک جوړېدو چارې پیلېږيد ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د مارکوه بازار سړک له بازاره ت...
01/04/2026

ننګرهار کې د مارکوه بازار د سړک جوړېدو چارې پیلېږي

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د مارکوه بازار سړک له بازاره تر فرش پوستې پورې په اساسي ډول جوړېږي
د پروژې له مخې، د سړک دواړو غاړو ته به ویالې او تم‌ځایونه هم جوړ شي، څو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د اوبو د مدیریت ستونزې حل شي
همداراز، دا سړک به د بای‌پاس له لارې له زړې مارکوه (شهرا پوستې) سره ونښلول شي، چې ورسره به د سیمې د ترانسپورتي شبکې پراختیا او د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي
مسؤلین وايي، د مارکوه بازار او د ولسوالۍ مرکزي بازار ترمنځ سړک هم سروې شوی او تمه ده چې د جوړېدو چارې به یې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي

07/03/2026

جلال‌اباد ښار کې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پلو لارو او ویالو د جوړولو چارې روانې دي

د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښاروالۍ مسؤلين وايي، د ښار لومړۍ ناحیې اړوند د ټولګټو چارو ریاست مخې ته د پلو لارو او ویالو د جوړولو چارې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ښاروالۍ له لوري د ۷.۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پلې کېږي چې پکې ۱۱۱۰ متره په اوږدوالي او ۱.۴ متره په پراخوالي د پلو لارو جوړول او همدارنګه ۱۱۱۰ متره په اوږدوالي د ویالو جوړول شامل دي.
چارواکي وایي، د یادې پروژې تر دې مهاله شاوخوا ۷۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او د عامو خلکو د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
د ښاروالۍ تخنیکي ټیم د کار له روان وضعیت څخه څارنه کړې او د کارونو د کیفیت د لا ښه والي په موخه یې د پروژې پلي کوونکي شرکت ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

د پاکستان پوځ توغندیز برید کې د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته درې سوه میلیونه افغانۍ زیان اوښتید تورخم ښاروال مولوي عبدال...
07/03/2026

د پاکستان پوځ توغندیز برید کې د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته درې سوه میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی ننګرهار رسنیو ته وویل: نن سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري د تورخم ښارګوټي پر لور ړندې مرمۍ ووېشتل شوې، چې له امله یې په یوه تجارتي مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوه.
د نوموړي په وینا، د اور مهارولو لپاره څلور د اطفایې موټرونه، د ښاروالۍ د اوبو ټانکرونه او عام خلک پرله پسې هڅې کوي، خو تراوسه اور په بشپړه توګه نه دی مهار شوی.

هغه زیاته کړه، د مارکېټ د مالک د معلوماتو له مخې تر دې دمه له یونیم سلو څخه زیات دوکانونه سوځېدلي او عامو خلکو ته یې درې سوه ميلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

د یادونې ده، دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري پر عامه ځایونو ړندې مرمۍ وېشتل کېږي.

څو ورځې وړاندې هم په تورخم ښارګوټي او یو شمېر نورو سیمو کې یاد پوځي رژيم د جګړې د اخلاقي، انساني او بشري اصولو خلاف عامه تأسیسات په نښه کړي، چې له امله یې عام ولس ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

جلال اباد ښار کې د وينځونکو توکو يوې فابريکې څخه څارنه وشوهد ننګرهار ولایت مقام د اقتصادي بيا رغونې او پرمختيايي چارو کا...
16/02/2026

جلال اباد ښار کې د وينځونکو توکو يوې فابريکې څخه څارنه وشوه
د ننګرهار ولایت مقام د اقتصادي بيا رغونې او پرمختيايي چارو کارپوه انجينر صفي الله صادق په جلال اباد ښار کې د پاک حميد وينځونکو توکو له توليدي فابريکې څخه ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د يادې فابريکې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه چې د بشپړ معيار له مخې توليد وکړي او هېوادوالو ته با کيفيته توکي عرضه کړي.
دغه فابريکه د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې چې په ورځ کې پنځه ټنه د صابون، شامپو او کاليو وينځلو پوډرو توليد کوي.
په دې فابريکه کې اتلس کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده چې توليد او کار يې د پراختيا په حال کې دی.

د بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کويد بدخشان ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ا...
16/02/2026

د بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي

د بدخشان ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او په اړوند تخنیکي چارو کې له یو لک څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د زرشویي کانونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې ولایت اوسېدونکي، چې پخوا له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ ول اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځني عواید ترلاسه کوي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د بدخشان ولایت د کانونو د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدمتونو څخه تر اوسه د ۱۷ پراختیايي پروژو چارې د ٢٢٣ میلیون افغانیو پر ارزښت پیل شوې، چې په کې د کوکچې سيند له پاسه پر ۵ بنسټیزو پلونو سربېره د سړکونو رغونه د اوبو رسولو شبکې، عامه خدمتونه او نورې پروژې پلې شوې دي.

ویل کیږي، چې د هېواد د کاني زېرمو قانوني استخراج، شفاف مدیریت د دوی لومړیتوبونه دي.

16/02/2026

دره نور کې د ۲۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د برښنا يوې پروژې د ترميم چارې جريان لري

د ننګرهار کليو بيا رغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې، د UNDP په درويشت ميليونه افغانيو مالي لګښت په دره نور ولسوالۍ کې د هايبريډ برښنا پروژې د ترميم چارې جريان لري.

د ترميم په چارو کې د محافظوي او نورو تحکيماتي ديوالونو جوړول شامل دي، ترڅو د برښنا پروژه له تخریب وساتل شي.

د ياد رياست مسئولينو د دې پروژې له چارو څارنه کړې او د شرکت مسئولينو ته يې د معياري کار کولو سپارښتنه کړې، دوی همدا راز قومي مخورو سره هم ليدلي او هغوی ته يې د اوبو شبکې او نور برخو کې د ستونزو حل ډاډ ورکړی.

کابل / اسلام‌اباد – د افغانستان–پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له دواړو حکومتونو غوښتي چې هغو شاوخوا لس زرو کانټینرونو ته د ...
31/01/2026

کابل / اسلام‌اباد – د افغانستان–پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له دواړو حکومتونو غوښتي چې هغو شاوخوا لس زرو کانټینرونو ته د یو ځل تګ ځانګړې اجازه ورکړي، چې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له نږدې ۱۰۰ ورځو راهیسې په بندرونو کې بند پاتې دي.

د خونې په وینا، د کانټینرونو اوږدمهاله بند پاتې کېدل سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي او د خرابېدونکو توکو د ضایع کېدو خطر یې زیات کړی دی.

د افغانستان–پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ټینګار کړی چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بشپړ بیاپیل بدیل نه وي، خو کولی شي روان اقتصادي زیانونه تر یوې کچې راکم کړي او د سوداګرو ستونزې لنډمهاله حل کړي

سلام‌اباد – پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سنا ته ویلي، چمتووالی روان دی چې د چین–پ...
31/01/2026

سلام‌اباد – پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سنا ته ویلي، چمتووالی روان دی چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) افغانستان ته وغځول شي او د پاکستان–چین–افغانستان درې اړخیز چوکاټ بېرته فعال شي.

د راپورونو له مخې، چارواکو ټینګار کړی چې له چین سره سټراټيژیکه ملګرتیا د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ مهمه ستنه ده او اسلام‌اباد د «یو چین» تګلارې کلک ملاتړ کوي.

په سنا کې ویل شوي چې د سیمې اقتصادي نښلونې او سیمه‌ییزې همکارۍ ته وده ورکول د پاکستان له لومړیتوبونو څخه دي او د CPEC پراخېدل کولی شي افغانستان او ټوله سیمه له اقتصادي پلوه ګټه‌منه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري او سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې دواړو غاړو ته اقتصادي زیانونه او اندېښنې زیاتې شوې دي

Address

Jalalabad
Jalalabad
026

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamisha Bahar Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category