
19/05/2022
ننگرهار ته د اوبو او برښنا وزیر په خپل سفر کې له یو شمیر سربندونو او برښنا بندونو لیدنه وکړه.
ننگرهار باختـــــر خبري اژانس۱۴۰۱/۲/۲۹ثور
د اوبو او برښنا وزیر مولوي عبدالطیف (منصور) ننگرهار ته په خپل سفر کې له یو شمیر سربندونو لیدنه وکړه، پدې لیدنو کې کونړ پر سین جوړشوی ناکامورا(مروارید )سربند، میرانو سربند، میرانو ټریلنگ سنټر او له یو شمیر نورو سربندو او برښنا بندونو څخه لیدنې ترڅنگ له مسوولینو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په خپل ټول توان به د اوبو مدیرت ته جدي پاملرنه کوو او همدارنگه به په ننگرهار کې یو شمیر نوي سربندونه چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه عملي چارې ډیر ژر پیل کړو،
کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم، د سينديزې حوزې رئيس حاجي فضل احد پاچا، او د يو شمېر نورو ادارو مسئولينو چې د لیدنو پر مهال یې وزیر سره ملتیا کوله د اوبو او برښنا چارو په اړه غوښتنې، نظرونه او وړانديزونه شريک کړل. چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو،
د یادونې وړ ده چې د کونړ پر سین (۱۱)سربندونه جوړ شوي چې شاوخوا (۲۲۰۰۰) هیکټاره ځمکه خړوبوي،