Dost Radio

د ننګرهار ولایت د رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري د دې ولایت په مرکز جلا‌ل‌اباد ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشون...
05/10/2025

د ننګرهار ولایت د رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري د دې ولایت په مرکز جلا‌ل‌اباد ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې.
په دې یو ورځنۍ سیالیو کې ۵۴ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې یې سره سیالۍ وکړې.

د سیالیو په پای کې ۲۷ ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې.
Dost Radio

05/10/2025

د ننګرهار ولایت د جلال‌آباد ښار په نهه ګونو حوزو او دوه ویشت ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لسګونه کسان نیولي دي چې د ۱۱۰۰ کیلوګرامه انساني ویښتانو د بهرنیو هېوادونو ته د قاچاق هڅه یې کوله. نیول شوي ویښتان نن د یو ګډ هیئت په حضور کې وسوځول شول.
Dost Radio

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال به د کندهار ولایت له بڼونو ۲۷۴زره ټنه انار راټول شي.یاد وزارت ویلي، دغ...
05/10/2025

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال به د کندهار ولایت له بڼونو ۲۷۴زره ټنه انار راټول شي.

یاد وزارت ویلي، دغه اندازه اناره به د ارغنداب، ارغستان، شاه ولي کوټ، خاکرېز، ژېړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانشین ولسوالیو له بڼونو ترلاسه شي.

ویل کیږي کندهار کې په ۱۵زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه کرل شوي.

د کندهار اناره د ځانګړي خوند او لوړ کیفیت له کبله په نړیوال بازار کې ځانګړی ځای لري.
Dost Radio

کورنیو چارو وزارت:خلک کولای شي په خپلو ښادیو کې د شپې له ۸ څخه تر ۹ بجو محدودې پټاقۍ وکاروي.خو وايي په نورو وختونو کې د ...
05/10/2025

کورنیو چارو وزارت:
خلک کولای شي په خپلو ښادیو کې د شپې له ۸ څخه تر ۹ بجو محدودې پټاقۍ وکاروي.
خو وايي په نورو وختونو کې د پټاقیو کارول منع دي او که هر څوک یې په سرغړونه ونیول شو، له قانوني چلند سره به مخ شي.
Dost Radio

ننګرهار کې د خصوصي روغتيايي علومو د انيسټيټوټونو چارې ارزول کیږي.ننګرهار کې د عامې روغتيا وزارت مسئولين د خصوصي انيسټيټي...
05/10/2025

ننګرهار کې د خصوصي روغتيايي علومو د انيسټيټوټونو چارې ارزول کیږي.
ننګرهار کې د عامې روغتيا وزارت مسئولين د خصوصي انيسټيټيوټونو د چارو ارزونه او د فارغانو اسناد د چيک لیست له مخې کنترولوي چې ډېر ژر به ورته ازموينه هم پلان شي.
دغه امتحان به د ازموينې ملي ادارې له لوري له فارغ شويو محصلينو واخیستل شي. د عامې روغتيا رئیس مولوي آمين الله شريف د دې ارزونې په موخه مسئولينو ته د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
Dost Radio

د ټولګټو وزارت وایي، تېره اونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۷ زره او ۵۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د یاد وزارت په وین...
05/10/2025

د ټولګټو وزارت وایي، تېره اونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۷ زره او ۵۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او هرات-خواف اوسپنې پټلیو له لارې شوې دي.
Dost Radio

نن ماښام افغانستان د بنګلدیش پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي.افغانستان د دغې لوبلړۍ دوه مخکینۍ لوبې بنګله د...
05/10/2025

نن ماښام افغانستان د بنګلدیش پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي.

افغانستان د دغې لوبلړۍ دوه مخکینۍ لوبې بنګله دیش ته بایللي او لوبلړۍ د بنګلدیش په نوم شوې ده.
Dost Radio

ننګرهار کې هغه پنځه تنه چې له نظامي یونیفورم څخه یې  په ګټې اخیستنې غلا کوله نیول شوي.ننګرهار ا.ق رسنیز دفتر په خپرې شوې...
05/10/2025

ننګرهار کې هغه پنځه تنه چې له نظامي یونیفورم څخه یې په ګټې اخیستنې غلا کوله نیول شوي.

ننګرهار ا.ق رسنیز دفتر په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمریت منسوبینو د کشفي معلوماتو په ترڅ کې پنځه تنه هغه وسله‌وال غله نیولي، چې د وړمې شپې په برید کې یې یو ملکي وګړی وژلی او له کوره یې سره زر، نغدې پیسې او قېمتي توکو غلا کړي وو.

همداراز له نیول شوو کسانو سره د غلا شوو پیسو یوه برخه، یو چریز ټوپک او نور توکي ترلاسه شوي.

نیول شوو کسانو پخپلو جرمي کړنو اعتراف کړی، چې د څېړنو لپاره اړوندو عدلي او قضایي اورګانونو ته سپارل شوي دي.
Dost Radio

حدیث شریف
05/10/2025

حدیث شریف

درنو هېوادوالو!ورځ مو له نیکمرغیو ډکه او بختوره شه!نوې ورځ، نوې هیلې، نوې هڅې!افغانان، غیور ملت!Dost Radio
05/10/2025

درنو هېوادوالو!
ورځ مو له نیکمرغیو ډکه او بختوره شه!
نوې ورځ، نوې هیلې، نوې هڅې!

افغانان، غیور ملت!
Dost Radio

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (یکشنبه د تلې په ۱۳مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار،...
04/10/2025

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (یکشنبه د تلې په ۱۳مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندز، بامیان، میدان وردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو د باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
Dost Radio

د نادرکۍ خبرتياعلي د ګلاب منګل او زید د حاجي قوت خان زامن د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند بګراميو ساحې څخه نادرکه شوي ...
04/10/2025

د نادرکۍ خبرتيا
علي د ګلاب منګل او زید د حاجي قوت خان زامن د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند بګراميو ساحې څخه نادرکه شوي دي؛ که هر چاته يې په اړه معلومات وي د انساني همدردۍ له مخې دې لاندې شمېرو سره اړيکه وکړي.
0774485949 – 0779648154 – 0787667904
Dost Radio

Address

Jalalabad

Website

https://www.dostradiostation.com/

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dost Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dost Radio:

Share