Dost Radio

14/06/2026

په ننګرهار کې د پولیو د محیطي پېښو له ثبتېدو وروسته، د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شو، چې نږدې نیم میلیون ماشومان به واکسین شي.

نور حال د عارف الله میاخیل په راپور کې...

د افغانستان او هند د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ‌اچونې پرېک...
13/06/2026

د افغانستان او هند د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.
د باران له امله د لوبې پیل شاوخوا پنځه ساعته وځنډېد، چې له امله یې سیالي د ۵۰ اوورونو پر ځای ۲۵ اوورونو ته راکمه شوه.
د افغانستان او هند ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو دا لړۍ نن په لومړۍ لوبه سره پیل شوې ده.

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ (ټرای سیریز) په یوه سیالۍ کې د (DLS) میتود له مخې د هند الف لوبډلې ته ما...
11/06/2026

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ (ټرای سیریز) په یوه سیالۍ کې د (DLS) میتود له مخې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغانستان الف لوبډلې په دې بریا سره د سیالیو په لړ کې مهمه کامیابي خپله کړه.

د افغانستان او هند ترمنځ د روانې یوازینۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ، د افغانستان چټک توپ‌اچوونکي سلیم صافي شپږ هندي لوبغاړي ل...
07/06/2026

د افغانستان او هند ترمنځ د روانې یوازینۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ، د افغانستان چټک توپ‌اچوونکي سلیم صافي شپږ هندي لوبغاړي له ډګره بهر کړل.
دا لومړی ځل دی چې سلیم صافي د ټسټ کرېکټ په یوه پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په سوځولو بریالی کېږي.
تر دې دمه د کوربه هند لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۵۶۴ منډې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا په پام کې لري چې د ایران کنګل شوې شتمني د خلیج فارس هغو متحدو هېوادونو ته ورکړي چې د ایر...
07/06/2026

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا په پام کې لري چې د ایران کنګل شوې شتمني د خلیج فارس هغو متحدو هېوادونو ته ورکړي چې د ایران د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د ایران د بریدونو له امله د خلیجي هېوادونو اوښتې زیانونه وارزوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي ویلي وو، د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې هر ډول هوکړه د امریکا له لوري د ایران د ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ له ازادېدو سره تړاو لري.

د جلال‌اباد ښار په اوومه امنیتي حوزه کې درې هلکان د لامبو پر مهال د سیند په اوبو کې ډوب شوي.د معلوماتو له مخې، د ژغورنې ...
06/06/2026

د جلال‌اباد ښار په اوومه امنیتي حوزه کې درې هلکان د لامبو پر مهال د سیند په اوبو کې ډوب شوي.
د معلوماتو له مخې، د ژغورنې په عملیاتو کې د دوو هلکانو جسدونه موندل شوي او یو لا هم نادرکه دی. د موندلو هڅې روانې دي.

د هېواد د اوو زونونو والیان د کندهار په مقام کې سره راټول شوي او د امنیتي، اقتصادي او اداري چارو په اړه یې د همغږۍ نوبتي...
06/06/2026

د هېواد د اوو زونونو والیان د کندهار په مقام کې سره راټول شوي او د امنیتي، اقتصادي او اداري چارو په اړه یې د همغږۍ نوبتي غونډه کړې ده.
د غونډې پر مهال د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د عملي کېدو، د امنیت د لا پیاوړتیا، د امنیتي او ملکي ادارو د همغږۍ او د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د کندهار، کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کندوز او پکتیا والیانو ګډون کړی و.
چارواکي وایي، د یادو موضوعاتو په تړاو یو شمېر پرېکړې هم شوې، خو د هغو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

06/06/2026

زهره مومند د محمد نبي عیسی خېل سره د لېدنې په تړاو زموږ له همکار صدام شینوارې سره ځانګړې مرکه کړې:👇

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو وایي، سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مهمندرې او خوګیاڼو ولسوالیو کې یو شمېر قاچاقي تی...
06/06/2026

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو وایي، سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مهمندرې او خوګیاڼو ولسوالیو کې یو شمېر قاچاقي تیل او مهمات نیولي دي.
د قول اردو د معلوماتو له مخې، له قاچاقبرو څخه ۱۴ بوشکې ډیزل تیل، څلور فیره لاسي نارنجکونه او ۴۰ فیره د اګایز مرمۍ ترلاسه شوې دي.
چارواکي وایي، یاد توکي پاکستان ته قاچاق کېدل، خو قاچاقبران د عملیاتو پر مهال په تېښته بریالي شوي او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د قول اردو په وینا، نیول شوي تیل او مهمات به له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

په روسیه کې د ا.ا.ا سفارت وایي، د ا.ا.ا سفیر مولوي حسن ګل حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې له یو شمېر ...
06/06/2026

په روسیه کې د ا.ا.ا سفارت وایي، د ا.ا.ا سفیر مولوي حسن ګل حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې له یو شمېر روسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه لیدنې کړې دي.
د سفارت په وینا، نوموړي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک، د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس سرګي کاتیرین او نورو چارواکو سره جلا جلا کتلي دي.
په دغو لیدنو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، افغان سوداګرو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو او په سنټ پیټرزبورګ کې د مېشتو او زده‌کړیالو افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

Address

Toronto,, United States, Kansas, Woodson. 37. 795/-95. 937. 2, 57268, United States . .
Jalalabad
66777

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dost Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dost Radio:

Share